مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله د فیسبوک له لارې.

خپلواک سعادات
د وري لمړۍ ۱۳۹۷
دا ټولو منلې چې نن سبا ټولنیزې رسنۍ (په خاصه توګه فیسبوک) ډیرې مؤثرې او ګټورې دي، خو چې په سمه توګه یې استعمال کړو. فیسبوک ته نن سبا تقریبآ د ډيرو لوستو او نیمه لوستو خلکو لاسرسی شته دی. د یوې پیښې خبر د نړۍ تر ګوډ ګوډ پورې په څو دقیقو کې رسولای شي. هر څوک پکې د خپلې خوښې ملګري موندلای شي او هر څوک پکې د نظر وړاندې کولو برابر حق لري.....
اصلي خبرې ته راځم، هغه دا چې مونږ افغانان خو د سولې تږي یو او عامه پوهاوي ته سخت ضرورت لرو. دا چې د سولې راتلو ته مو په هره ممکنه لاره سترګې ګنډلي او د سولې په اړه یو ډير کوچنی اقدام هم ټولو افغانانو ته ډیر د قدر وړ دی او تل مو لاسونه ورته لپه کړي وي. نو زما په آند یواځې دا بسنه نه کوي چې یو دردمند لیکوال مو په فیسبوک کې یو درد انځور کړي او ډير خلک ورته ویش ویش وکړو، یو تکړه شاعر مو شعر په لیکه کړي او مونږ ورسره د واه واه بدرګه کوو، یو څوک د دولت په شته ستونزه، اداري فساد او لنډغریزم په اړه یوه مثبته یا منفي تبصره پوسټ کوي خو روسته کمنټونو کې ولس داسې وویشي چې هر سړی د خپل طرف د برحق ښودلو او د مقابل طرف د ملامتولو کوښښ کوي، د حل لاره هیڅوک هم نه وايي او نه پرې پوهیږي. ډير نوي ځوانان په دې وخت کې لار ورکي شي او حیران شي چې کوم طرف سم او کوم ناسم دی، یا خو ښکنځل کوي، بد رد پیل کړي او یا د یو چا د خفګان په خاطر هیڅ هم نه وایي خو خپله یې ذهنونه همداسې مغشوش پاتې شي.
نن مې په فیسبوک کې یو نوښت ولید. مجید قرار په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي ول چې شیبه روسته د یو ملا سره تصویري بحث کوم. دا نو ماته ډيره عجیبه وه، رښتیا هم باید عجیبه وای، ځکه له یوې خوا خو هر وخت مونږ لیکلي بحثونه په مستعارو نومونو وینو او خپله یې هم په مستعارو نومونو کوو (هر څوک خپلې ستونزې لري) او له بله خوا افغان دولت او نړیوال دومره مصارف کوي خو نه یې کوم مثبت جواب ولید او نه یې داسې څوک پیدا کړل چې یوه خبره خو معزز ملا صاحبان د ولس سره شریکه کړي. مونږ خو یواځې یوه نیمه نیمګړې او د شلو پوښتنو ډکه اعلامیه ووینو او بس، یا هم د کوم بم روسته پړه څوک واخلي او یا یې رد کړي. نو مجید قراره تا څنګه دا زمینه برابره کړه. تر دې هم لا عجیبه دا وه چې د بحث په منځ کې پوه شوم چې ملا صاحب پخپله بلنه ورکړې وه. الله دې خیر او برکت ورکړي دې پښتون زلمي نومې ورور ته، په مور او پلار یې لا ورسره برکت شه.
دا یواځې د مولوي صاحب لپاره نه بلکه د ځوان مبارز مجید قرار لپاره هم یو لوی کار او ابتکار دی. زه له دواړو د زړه له تله مننه کووم چې داسې یو قدم یې کیښود چې د ډيرو افغانانو فکرونه به روښانه شي.
د دوي بحث خورا خوندور او په زړه پورې وو. قرار په لیکه شو، ملګرو یې ویډیو څارله. ملا صاحب (پښتون زلمی) ورسره بحث په ستړي مشي پیل کړ، دواړو په یو خوږ انداز کې بحث وکړ او داسې یې یو د بل متقابل احترام کاووه چې په تلویزوني بحثونو کې هیڅ سیاسي چارو کار پوه هم تر اوسه داسې بحث نه دی کړی. بحث په یو ځای کې په تفریحي انتقادونو بدل شو، خو دواړو بېرته خپلې خبرې په دې ډول واخستې چې له دې څه نه جوړېږي چې تا داسې او تا داسې وکړل، نو ښه دا ده چې د ستونزو د حل لاره ولټوو. که څه هم د موضوع بحث دا وو چې قرار ولې په ملایانو انتقادونه کوي؟ ده له ملا څه بد لیدلي؟ خو کله کله به یوه نیمه داسې سیاسی خبره هم تبادله شوه چې تر اوسه یې ډيری سیاسيون او د چارو کارپوهان په شف شف کې تیروي.
د دواړو تر منځ د میز کوم چلوونکی نه وو. یو د بل خبرې او نوبت پکې نسبتآ ډیر ښه مراعات کیده. یواځینۍ بدي یې دا وه چې ډیری لیدونکیو بیواره بیواره ښکنځلې او بد رد ویل، که څه هم ځنو ملګرو به توصیه کوله چې بحث ته غوږ شئ خو چاته یې وایې. زه دې ډول بحث ته په دې خاطر زیات خوښ او هیله مند یم چې همدا بد رد ویونکي ځوانان به په دې لاره خپل فکرونه خلاص کړي او که خدای کول په لږ وخت کې به د یوې تل پاتې سولې شاهدان یو.
سوله یواځې دا نه ده چې نن بم نه الوزي او نن ټوپک په ځمکه کېښودل شي. دایمې سوله هله راتلونکې ده چې ځوانان د سولې په مانا او ګټو پوه شي، دا رښتیا ده چې دوی عامه پوهاوي ته اړتیا لري او ډیری ملا صاحبان او د افغان دولت چارواکي په دې کې پړ دي، چې نه یواځې د دوي فکري لاره یې روښانه نه کړه بلکې لا یې په لا جوابه پوښتنو دوي لار ورکي کړل. زما نه له طالبه او نه له دولته دومره ګیله کېږي، چې په پردي جنګ کې د ډیرو میندې بورې، خویندې بې وروره، میرمنې کونډې کړې، خو زما یوه لویه ګیله د ډیرو لیکوالانو، عالمانو او په خاصه توګه د زده کړو ځوانانو چې مجید قرار به یې هم په کتار کې راځي څخه کېږي. زه دا منم چې مبارزه به کوو، لیکل به کوو خو مونږ په دې ښه پوهیږو دا لیکل چې زمونږ د درد او غم انځورول دی، مګر کله کله همدا لیکنې د ډیرو ځوانانو د بې لارۍ سبب کېږي. مونږ په داسې یوه ټولنه کې اوسېږو چې په ډیرو وړو وړو خبرو مو د وګړو تر منځ فاصله ایجادیږي. هلته په کمین کې دښمن همدې ته ناست دی چې څنګه او په کومه بهانه افغان ځوانان ودې ته لیواله کړي چې بېرته یې د همدې ملت په وینو ماړه کړي.
زه مجید قرار ته د دې مبارکي وایم چې تا یو نوی باب د مبارزې پرانیست، او الله تعالی دې پکې بریالی کړه. له ډیرو نورو عالمانو او لیکوالانو مې دا هیله ده چې قرار او زلمی پښتون یواځې مه پرېږدئ. ټولو هغو رښتینو مبارزینو پاکو عالمانو او په فیسبوک کې د رسوخ خاوندانو نه غوښتنه کووم چې دې رنګه بحثونو ته دوام ورکړئ. موضوع راواخلئ او ویې څیړئ، مونږ ولې د پردي جنګ قربانیان یو؟ ایا دا جګړه به تر کومه دوام کوي؟ طالب ولې سوله نه کوي؟ سوله څوک غواړي؟ او د چا سره باید سوله وشي..... په دې بحثونو سره مونږ کولای شو هغه سوء تفاهم چې د افغانانو تر منځ دی لیري کړو، د ځوانانو فکرونه په دې خلاص کړو چې ګټه او ژوند په جنګ کې نه بلکه په سوله کې دی. مونږ ولې تل په دې فکر کې یو چې خپل نظر غالب او مقابل د نورو له پامه هم بد کړو، ولې یوه سوله ییزه لاره چې هم خپلو غلطیو ته فکر وکړو او هم مو د نورو اغه وربخښلې وي؛ ولې خپله نکړو.
زه نه کوم طالبي ملا یم او نه د افغان دولت د هرې پرېکړې ملاتړی یم (البته د وخت هر نظام د چتر لاندې مې د میلیونونو افغانانو په څیر ژوند کړی)، خو د یو افغان په حیث ماته د ملت په ټولو دربدریو کې طالب او دولت دواړه ملامت ښکاري. خو خپل ضمیر او وجدان ته هم جواب نلرم چې ما دې ګنې خپل مسؤلیت تر سره کړی وي.
زه به عالم نه یم، او نه به لیکوال یم خو په دې پوهیږم چې د هر ګاونډي په لمسون د افغان وژنه حرامه ده، د امریکا او غرب ډیموکراسي زما په هیواد کې د پلي کیدو وړ نه ده، هر مفسد او قاتل زما مشر نه دی او نه د بخښنې وړ دی، دا کومه جګړه چې په هیواد کې روانه ده دا اسلامي نه ده، زمونږ ګټه په جنګ کې نده او نه خپلو اهدافو ته د جنګ له لارې رسیدای شو. طالب په جنګ ختمیده ناشونې ده، زه طالب سره په یوه ټغر کیناسته غواړم زه نه خپله د ټولې ځمکې اختیار لرم او نه طالب ته د هیواد ټول واک ورکول پکار دي. دا او دېته ورته نورې ډیرې خبرې دي چې زه لکه مجید قرار او پښتون زلمي په څیر یې بحث ته د هر چا سره اماده یم.
یو ځل بیا په ټولو مبارزو او عالمانو غږ کووم چې د الله په خاطر هغه لار ورکي ځوانان د خپلو بحثونو له لارې روغې لارې ته برابر کړئ او د هغو شریرو افغان دښمنه او انسان دښمنه کړیو مخ ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته وښایاست چې د افغانانو تر منځ یې دا کشاله جوړه کړېده.
مننه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery