مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهاروالي: د کندهاري ولس په استازيتوب دجمهور رئيس څخه مننه وکړه،چي دکندهارښار دپراختيا په موخه يې بڼسټيزي پروژې منظور کړي دي.

راحیله جواد


یادي څرګندوني کندهار والي د اداري مجلس په اوونیزه غونډه کي وکړي،د داري مجلس غونډه چي کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي دولايت مقام او ولايتي شورا مرستيالانو،د دولتي ادارو مسؤلينو اواستازو برخه اخيستې وه.

کندهاروالي  زلمي ويسا د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي وويل جمهور رئيس محمد اشرف غني دښاري پراختياعالي شورا کي دکندهارښاردپراختيا لپاره يولړاساسي او ضروري پروژې منظور کړي دي،چي ولايتي اداره به يې دعملي کېدوپه برخه کي جدي ګامونه واخلي.

ښاغلي ويسا وويل په يادو پروژ کي،چي دښاري پراختياعالي شورا په غونډه کي د جمهور رئيس له لوري منظورسوي دحضرت عمرفاروق مسجد جامع دنېمکاره پروژې د کاربيا شروع،داحمدشاهي واټ او احمدشاه بابا دکوراستملاک او دپارک غځول، دزاړه قول اردو دسړک ايستل او دښارپه څلورو برخوکي دڅلوروترمېنلونومنظورېدل شامل دي.

هغه همداراز زياته کړه ،چي ولايتي اداره به ديادي پروژې دعملي کېدو لپاره جدي هلي ځلي وکړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery