مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولې په و‌‌‌‌ړاندې خنډونه

ایمل اقغان

 

په حقیقت کې د چاپېريل او اجتماعي ټولنې پدیدې یو له بل سره ډیالکتیکي او نه شلېدونکې اړیکې لري، دوي په خپل منځ کې یو اوبل ته اړتیا لري او یو د بل په وجود کې وده او تکامل کوي .سوله او جګړه هم دوه متضادې کلمې دي چې د یو او بل په وجود کې نفې او یو په بل کې تکامل کوي.
زموږ هېواد افغانستان کې هم څلوېښت کاله کېږي چې سوله ورکه شوې او جنګ او شخړو د سولې ځای نیولی، جګړه د بربادۍ، و یجاړۍ او بدبختۍ نوم دی.جنګ، شخړې او جګړې د انسان نیکمرغي او خوشبختي داسې ضد کلمې دي، چې کله هم په یوه ټولنه کې جګړې را پیدا شي، نو د ټولنې د اجتماعی ژوند او چاپېريال ښکلا ټولې خواوې له ګواښ سره مخامخ کوي، نو د جنګ او جګړې پر ځای انسانانو ته د سولې، امن او انسان خواخوږي ته اړتیا پیدا کېږي، ځکه چې جګړه د تباهۍ، بربادۍ اوګډوډۍ نوم دی،نو ځکه جګړه د پوهانو او علماو له خوا په بېلابېلو ډولونو تعریف شوې ده.
جګړه د دولتونو او طبقاتو ترمنځ هغه سازماني مسلحانه مبارزه ده، چې پياوړي او زور ور دولتونه غواړي په کم زورو هېوادونو د سیاسي او نظامي فشار په وسیله خپلې سیاسي موخې تر لاسه کړي.
دلته اړینه برېښي چې د یو هېواد جګړه له عمومي جګړې څخه بېله کړو نو ویلی شو هغه جګړه چې د څو هېوادونو په منځ کی پېښېږي عمومي جګړه تعبیرېږي.
خو هغه جګړه چې د یو هېواد د مختلفو سیاسي ډلو او سیمو ترمنځ پېښېږي د کورنۍ جګړې په نوم یادېږي لکه نننۍ جګړه چې په افغانستان کې روانه ده په سر او بر يې ولس نه پوهېږي ولې واک او پوهېدل يې ټول د افغان مشرانو له بادرانو سره دي او دوی تش په نامه د ارګ په څوکۍ ورته ناست دي هغوی چې څرنګه ډول ورته وهي دوی ورته په هماغه ډول ګډېږي او ولس ورته لاس تر زنې ناست دی.
خو ننني حالاتو ته په کتو سره ولسونه په ځانګړې توګه افغان ځوانانو ته په کار ده چې لاس په کار شي او د دې جګړې د مخنيوي لپاره په اړينو اقداماتو لاس پورې کړي په شورشونو او بغاوتونو له جګړې څخه د خلاصون لپاره لاس په کار شي ترکله به دا وژل او نا اهله حکومتونه پرموږ حاکم وي.
لکه څرنګه چې نن موږ په سوله او جګړې خبرې کوو په کار ده چې په هېواد کې د جګړې لمن نوره ټوله کړو او د جګړې طرفدارې ډلې د واک له ګدۍ څخه را وغورځو او پر ځای يې سوله د انسانانو لپاره حاکمه کړو ځکه سوله له ټولنیز ژوند سره موازي را پیدا شوې ده،کله چې د جګړې اړتیا له منځه ځي، نو پرځای يې سوله ،امن او انساني خواخوږي راځي او بیا د همدې سولې، امن او انساني کړنې په رڼا کې انسانان خپل ټولنیز ژوند تنظیموي او د یو او بل په مرسته د یو او بل ترڅنګ او د یو او بل په مینه خپلې ورځينۍ چارې پرمخ بیایي.
افغانان د خپل اوږده تاریخ په بېلا بېلو دورو کې د جنګ او سولې ډېر پړاوونه شاته پرې ایښي دي او کله چې جګړه پرې تحمیل شوې او یا جګړې ته مجبور شوي دي، نو ترڅنګ یې سوله ییزې هلې ځلې هم نه دي هېرې کړي او کوښښ یې کړی چې د خپلو خلکو لپاره د سوله ییز ژوندانه امکانات برابر کړي.
ولې نننۍ جګړې او وينو تويولوته په کتو موږ په جګړه مارو ډولو غږ کوو چې سولې ته غاړه کېدي او نور له جګړې لاس په سر شي، هېواد د پرمختګ او برياليتوب په لور روان کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery