مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-05   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

چې دادنيا کن په يکن سی،ددې هيوادنوم افغانستان دی بدلول یې محال دی .

حبيب الله غمخور
چې دادنيا کن په يکن سی،ددې هيوادنوم افغانستان دی بدلول یې محال دی . څوچې دا ځمکه اسمان وي / تل به دا افغانستان وي زه خپلو افغانانوورنوته داخطاب کوم ،ولې دهرکس اوناکس پر وينا دومره احساساتيان سی چې هغوي مو دسپکاوی لامل پيداکړي . داچې دچا خوښه ده اويانه داهيواد دافغانستان په نوم يادېږي اوپدې نوم به وي ،دشرم خبره ده چې دا ۱۷ کاله مو هر کس اوناکس لوبوی . دا هغه کسان دي چې دښاغلی کرزی په حاکميت کي دايران اوپاکستانی چارواکو په هدايت دې ښاغلې دخپلو گټو لپاره تردې ځايه راورسول ،دې بېچاره گانو هيڅ نلرل په ايران اوپاکستان کي يې دايرانی اخوندانو اوپاکستاني ميجرانو پښې مچولې اوس چې ديوڅه خاوندان سول لار ورنه ورکه سول ،حيران دی څه وکړي ؟ ددوي دا شعارونه اونارې سورې ددې لپاره دی چې خپل تاريخی افغان دښمنه بادارته ووايي دادی تاسو یې گوری چې موږ څومره منډي اوترړي وهو،ترڅو له هغوي ډالر ترلاسه کړی اوپرهمدې مقاموپاته وي ،ترڅودغرغړو اوچيغو امکان ولري . دازموږ ددولتي مشرتابه بېغوری اوجفاده چې ددغو مخه نه نيسي کوم چې عملا دقانون او ملی افتخاراتواو گټوپرخلاف دملی دښمنيو اوبي اتفاقيوته لمن وهی . ماته لمر غوندي روښانه ده چې دويته دنوم مسله مطرح نده ، دويته دنده سپارل سوې چې په همدې نوم ،بهانه اوشعار دملت په منځ کې دښمنيو اواختلاف زېږولوته لمن ووهی . خبره څه ده ؟ په تذکره کي ترملت لاندي بايد وليکل سي افغان ،په ټوله نړی کي دا معمول دي .مگر لطيف پدرام اوحمد بهزاد يابل کوم نوکر په هغه سند کي چې ايراني اخوندانواويا پاکستاني مېجرانو ورکړی ووڅه ليکل سوی وه ؟ دلوي احمدشاه نه راپدېخوا بيا ترنن پوري داهيوادپه رسمی بڼه په همدې نامه يادېږي اوپه ټولو دولتي اورسمی اسنادو او اساسی قوانينوکي هم دا هيواد دافغانستان او اوسېدونکي یې دافغان په نوم نومول سوی دي ،هغه تاريخي پسمنظر خو یې پر خپل ځاي پرېږده ځکه دويته هم معلوم دي . دامنو اوپرې وياړ و چې دافغانستان په همدې جغرافياي حدودوکي دافغان ترملی هويت لاندي په لسگونه قومونه اوطايفې اوسېږي . داهيواد موږ دټولوگډکوربولو،دهيڅ واړه قوم پرتاريخ چي تردې ځايه څنگه رارسېدلی دی دملی وحدت ساتلو په موخه بحث نه کوو،کنه داپوښتنه کېداي سي يو وخت یې يوڅوک راوړاندي کړي . که دنړی تاريخي جغرافې ته نظر واچوو نوهره سيمه يو وخت په يوه اوبل وخت په بل نوم ياده سوېده .خوداددې معنا نلری چې دهغه هيوادنوم دې ترهغه وروسته چي دهغه هيوادپه اساسی قانون کي تسجيل سوی اوپه سلگونوکلونه په همدې نوم يادسوي اوس دې دڅوپردو پرستو اونوکرانو لکه لطيف پدرام يااحمد بهزاد اوڅونوروپه غوښتنه دهيواد نوم بدل سي . دبيلگې په توگه که دازموږ په هيوادکي دپرديو دنوکرانو ډلی لس وي چې غواړي دافغانستان نوم دخپلو بادارانو دمنحو سو اومعينو موخولپاره ددوي په خوښه بدل شي اوهريوه باندي همداسي ښکلی درشی واغوستل سي لکه داښاغلی لطيف فدرام او احمد بهزاد، ستېج اودخپل بادارپه ملاتړ ددموکراسی نه داستفادې په نوم دسملونه پرغاړه واچووی اوددې هيواد لپاره خپل نوم تاريخي وبولی، نوموږ پردې هيواد دکوم ښاغلی په غوښتنه کوم نوم کښېږدو؟ له دوينه پوښتنه داده ؟ ولې تاسو دافغانستان له نامه سره حساسيت لری ؟ اوتاسو څوک ياست چې پداډول سپين سترگی راوړاندي سی ؟ له پښتنوقلموالو په ځانگړې توگه فيسبوک کي مې جدي غوښتنه داده چې نه وارخطاسی اونه بې ځايه احساساتي .ددې وطن نوم ادفغانستان او اوسېدونکی یې دافغان په نوم يادېږې .مخالفين دي ځانته ځاي او ددوي دخوښي هويت ولټوي . پدې یې رالنډوم : څوچې دا ځمکه اسمان وي / تل به دا افغانستان وي ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery