مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ايمل وليخان خپل نااهلتوب وښوولو

سيد حسين پاچا


دی د باچا خان د ارمانونو خلاف راوخته، پښتانه بايد د نوموړي په تړاو له سره غور وکړي. دی د باچا خان د سياسي ميراث پر ګدۍ نه ارځي


ستر باچا خان د لوی هند د وېش په وخت کې ويلي وو :
تاسې خو خپله خپلواکي ترلاسه کړه، خو موږ مو لېوانو ته پرېښوولو، نن د باچا خان کړوسی د خپل غور نېکه د هاغه خبرې پر خلاف له هماغه لېوانو نه ننګه وملاتړ کوي :
د پاکستان پوځ لويه قرباني ورکړې ده.

د الله تعالی شان دی چې نوح عليه السلام پېغمبر، خو زوی يې نااهله وو، ځکه خو څښتن تعالی په زغرده ورته وويل :
((انه ليس من اهلک)).
نېکونه يې د پنجابي ښکېلاک له لاسه هغسې وکړېدل، خو کړوسی يې نن خپل دوستان ګڼي او خپل مظلوم ټبر ورته پړ بولي. له دې دا جوتيږي چې د نوموړي روح و روان مسموم شوي دي. نيا يې هم د غور نېکه پر وړاندې پر همدغسې يوې غونډه کې راپورته شوې ده او د هغه غونډه يې په اتيايمه لسيزه سبوتاژ کړه او نن يې لمسی د هماغه ښکېلاکګرو په نغوته د خپل مظلوم ټبر بدي وايی چې ((پي ټي ايم قامي غورځنګ نه دی)). دې د پښتنو د حقوقو په غم کې نه، بلکې د خپل سيټ ساتنې په غم کې دی، ماغزه يې پرېمينځل شوي دي. ولې حکومت وپارلمان دې د دې خلکو غږ نه اوري؟

په درنښت


ايمل ولي خان: پي ټي ايم قامي غورځنګ نه دى، پاکستاني پوځ ډېرې قربانۍ ورکړې
https://khabarial.com/archives/4700

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery