مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

‎‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله ولې د پېژند پاڼو بهیر نه مني؟

‎مینه
‎دا یوه معلومه خبره ده د برښنايي پيژند پاڼو بهیر کومه حقوقي ستونزه نلري، ‌‌‌‌‌‌ټولې برخې یې قانوني ارزول شوي ،
‎اجرایې رییس عبدالله وايي د برښنايي پيژند پاڼو بهیر د ولس په منځ کې تفرقه اچوي.
‎پوښتنه دلته ده چې په دې پروسه کې ستونزه څه ده چې هېواد کې د قومونو یووالي ته ضرر ورسېږي؟
‎‌‌‌‌‌‌عبدالله وايي د برښنايي پېژند پاڼو د وېش له پاره د حکومت د مشرانو تر منځ کوم توافق ندی شوی نو دا پروسه مشروعیت نلري.
‎افغان حکومت تر ټولو څېړنو او کتنو وروسته د افغانستان د خلکو د هیلو مطابق یې د برښنايي پيژند پاڼو ملي پروسه پيل کړله چې لومړنۍ برښنايي پيژند پاڼه ولسمشر او مېرمن یې واخستلې‌، ورپسې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار او لوی څارنوال په نوبت سره پېژند پاڼې واخستلې .
‎ولسمشر د پيژندپاڼې تر اخیستو وروسته ووې په یوویشتمه پېړۍ کې حکومتولي، اقتصادي وده او خدمتونه وړاندې کول له معلوماتو پرته نه ترسره کېږي. په الکترونیکي تذکرو دغو اسانتیاوو ته رسېدای شو.
‎او دا یو حقیقت دی کله چې د یوې سیمې نفوس نه وي څرګند څنګه ورته د ژوند ټولې اسنتیاوې برابرې کړي؟
‎زموږ مشرانو نن په دې کار سره زموږ مړې شوې هیلې ژوندۍ کړلې ، زموږ مشرانو نن موږ ته او هر افغان ته دا ثابته کړله چې دوی په ‌‌‌‌‌‌ډېر قوي عزم او ارادې سره میدان ته را دانګلي دي او هره کړنه یې د ملي ارمانونو مطابق پر مځي.
‎ولس د ملي یووالي حکومت له ټولو ملي پروسو په کلکه ملاتړ کوي ، دا چې نن دشمېر نورو سیاسونو په ګ‌‌‌‌‌‌‌ډون اجرايې رییس نه غواړي برښنايي پيژند پاڼې ووېشل شي په روښانه توګه دې ستونزه واضع کړي.
‎که دوی په پېژند پاڼو کې افغانیت نه غواړي نو
‎دا په دې معنی چې دوی افغانان ندي کله چې دوی افغانان نه وي ولې د افغانستان د خلکو په منځ کې تفرقې اچوي؟ دوی د خپل دریځ له یوه قانوني اړخه روښانه کړي نه دا چې زموږ ملي ارزښتونو ته تاوان ورسېږي.
‎د افغانستان ولس نور له پردي دوسته مشرانو ستړی دی ، هر څه چې دوی ووې د افغانستان ولس ومنله چې پایله یې د افغانستان بربادي شوه .
‎کلونه کلونه همدې سیاسونو د افغانستان د خلکو په سر سیاسي معاملې وکړې د افغانستان ملي شمتنۍ یې په ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونو خرڅې کړلې ، ملیونونه افغانان یې شهیدان کړل ، تنظیمي جګړې یې کور په کور پيل کړلې .
‎که له همغه وخته موږ ددې سیاسونو د دسیسو په وړاندې درېدلې وای نن به دوی نه راجګېدل او زموږ په هویت به یې لوبې نه کولی.
‎ټول پوهېږي که چېرې هېواد کې قانون سالاري حاکمه شي نو د ‌‌‌‌‌‌ډېرو اصلیت به ولس ته روښانه شي ، د ‌‌‌‌‌‌ډېرو له پښو به ځمکه تښتي .
‎‌‌‌‌‌‌دوی ب خدای ج او ولس به وړاندې ځواب ووايي نو ، دا سیاسون نه د خدای ج په وړاندې ځواب لري او نه د افغانستان د ولس په وړاندې ځکه خو هڅه کوي چې ټولې ګندګۍ همداسې پټې پاتې شي، ټاکنې وي، د افغانستان نفوس نا معلوم وي .
‎خو دوی هیره ده چې د افغانستان خلک اوس هر قدم د اساسي قانون په چوکاټ کې اېږدي.
‎‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله د دافغانستان اساسي قانون ته ارزښت ورکړي.
‎د افغانستان د اساسي قانون په څلورمه ماده کې په ‌‌‌‌‌‌ډېره واضع لیکل شوې چې ،
‎په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي. د ملت هيچ يو فرد له افغاني تابعيت څخه نه محرومېږي. په تابعيت او پناه وركولو پورې اړوندې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
‎پېژند پاڼې زموږ د ژوند ټولې برخې تضمینوي ولسمشر ، د امنیت شورا سلاکار، لوی څارنوال دا پروسه پيل کړه موږ یې په قدمونو قدم اېږدو، بیا هم موږ د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صیب عبدالله څخه غوښتنه او هیله کوو چې دی د هم دا پروسه ومني. او د ولس په زړونو کې د ځای پيدا کړي که نه یې مني ولس کلونه یې ژوند د ملي ارزښتونو قرباني کړی او اوس هم حاضر دي چې له ملي ارزښتونو د سر او ژوند په قیمت دفاع وکړي.
‎ژوندی د وي افغانستان ،ژوندی د وي د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشران ، و د افغانستان ټول ملي ولس.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery