مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خوست او دوه غمجنې اونۍ

محمدالف فروتن

 

 تیری دوه اونۍ دافغانستان او خصوصآ دخوست لپاره غمجنې اونۍ وی تیره اونۍ کی دبی بی سي رادیو ځوان خبریال احمدشاه دناپیژنده وسلوالو له لوري شهید کړای شو دشهید احمدشاه له ویر اوغم اوښکي له وچی شوي نه وی چی دیعقوبیو آډی جامع جومات کی چاودنی ولسونه دغم په ټغر کیښنول پدی چاودنه کی ترپنځوسو زیات شهیدان او ټپیان شول خوست کی دا ډول پیښی ډیری کمی کیږی تیر کال دروژی میاشتی په لومړی ورځ همداسی چاودنه شوی وه چی مرګ ژوبله یی لرله دا ډول انفجارونه چاودنی او ځانمرګي بریدونه دهیواد په نورو سیمو او ولایتونو کی ډیری کیږی یوازی خوست دی چی دا ډول پیښی کمی پکی لیدل اوریدل کیږی خوستیان له جنګ چاودنو او ځانمرګو بریدونو کرکه لری ځکه خوست اوس هغه پخوانی خوست ندی دخوست ولسونه د علم او پرمختګ سره بی کچی مینه لری او همدا وجه ده چی نن خوست په تعلیمی سطحه دنورو ولایتونو سیال ولایت دی اوله بلی خوا دخوست زیاتره وګړي په عربی او اروپایی هیوادونو کی کار کوی اولدی لاری په زیاته اندازه پیسی ترلاسه کوی چی خوست ته یی را انتقال او ښکلي ښکلي کورونه کارخانی یی پری جوړی کړی دی په خوست کی په زیاته اندازه شخصي پوهنتونونه او دنیما لوړو زده کړو انسیتیوتونه شتون لري او هغه زده کونکي چی په دولتي پوهنتونونوکی بریالي نشی او یایی اقتصادی وضع ښه وي په شخصی پوهنتونونواویا نیما لوړو زده کړوموسساتو کی زده کړی کوی چی دا حالت دتیر وخت سره که پرتله شی نو څرګند توپیر دی که ووایو چی خوستیانو دتیرپرتله ۱۸۰ درچی تغیر کړی نو پرځای خبره به وي
 کومه ټولنه چی زده کړو ته مخه کړی طبیعی ده چی دژوند حالت یی بدلیږی دجنګونو مرګونو او چاودنو کرکه کوی همدا وجه ده چی خوست کی دا ډول پیښی بدی لګیږی او ولسونه تری کرکه کوی دوروستیو دوو اونیو دوه پیښی غمجنی وی اودولسونو په اذهانو یی بد اثر کړی خو دخوښی خبره داده چی نن ورځ دخوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي په یوه لویه غونډه کی چی څلور مشاور وزیران هم پکی موجود وو وویل چی دشهید احمدشاه او دیعقوبیو اډی جومات په پیښوکی ښکلیل کسان یی نیولي او ترتحقیق لاندی دي چی تر څیړنو وروسته به یی دوسیی عدلي اوقضایی ارګانونو ته وسپارل شي دخوستوالو لپاره همدا نن ترټولو ښه خبر وودلوی خدای (ج) دربار ته لاسونه لپه کوو چی ددی خونړیو پیښو دشهدانو شهادتونه قبول اوټپیانو ته عاجله شفا نصیب کړی

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery