مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هندوستان قونسل ننګرهارکې د نويو بېلا بېلو پروژو د پلي کېدو ژمنې وکړې.

راحیله جواد
په ننګرهار کې د هندوستان هېواد قونسل پدې ولایت کې د نويو بېلا بېلو پروژو د پلي کېدو ژمنې وکړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات سره د هندوستان هېواد قونسل راج کومار د لومړنۍ لیدنې پرمهال د یو شمېر نورو موضوعاتو شریکولو ترڅنګ پدې ولایت کې د بېلا بېلو نویو پروژو د پلي کیدو ژمنې وکړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات افغانستان سره د هندوستان هېواد تاریخي او رښتینې د دوستۍ اړیکې وستايلې، چې په خبره يې په سختو او ستونزمنوحالاتو کې يې افغانانو ته د همکارۍ لاس ورکړی .
نوموړي پدې ولایت کې د هندوستان هېواد له لوري د کرنې، پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د ترسره کړو پروژو څخه مننه وکړه او هغه ته يې په هره برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
حیات هیله څرګنده کړه، چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او امنيت په ټينګيدو سره به د هندوستان او افغانستان تاریخي دوستي لا پياوړې شي.
په ننګرهار کې د هندوستان هېواد قونسل راج کمار په امنیتي او یو لړ نورو برخو کې د ولايتي ادارې د همکارۍ څخه مننه وکړه، چې تل يې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی.
نوموړي زیاته کړه هېواد يې له افغانانو سره بې کچې مينه لري نو په همدې اساس يې پدې ولایت کې د نویو پروژو د پلي کیدو ډاډ ورکړ.
د هندوستان هېواد قونسل ژمنه وکړه ، چې د دولتي مامورينو لپاره به په تخنيکي او مسلکي برخه کې د لنډ مهاله زده کړو په موخه سکالرشيپونه ورکړي ، چې د دې زده کړو پرمهال به ټول لګښت هندوستان هيواد ورکوي.
د یادونې ده، چې یاده لیدنه پدې ولایت کې د بهرنیو چارو رئیس حاجي حافظ له لوري برابره او تنظیم شوې وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery