مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي هیواد ورستیو پیښو شهیدانو لپاره د قرانکریم ختمونه وسو ل

راحیله جواد

د هیواد په بیلابیلو برخو په خاص ډول کندهار کي د وروستي تروریستي پېښي شهیدانو د ارواح د خوښی لپاره د قرانکریم ختمونه وسوه.

د شنبي په ورځ ولایت مقام کي د قران عظیم شان د ختم مراسم ترسره سوه، چي پر مهال ئي د کندهار والي  زلمي ویسا ترڅنګ د ولایت مقام مرستیالانو، یو شمیر دولتی رئیسانو، علماوو او ګڼ شمیر هیوادوالو کډون کړي وو.

د قران عظیم شان د ختم په دی مراسمو کي د پېښو شهیدانو ته د خدای ج له درباره د جنت فردوس او زخمیانو ته ئي د روغ صحت غوښتنه وسوه.

په یادو مراسمو کی کندهار والي  زلمي ویسا وویل،د اسلام او هیواد دوښمنانو لخوا د روژي په دی مبارکه میاشت کي زموږ یو شمیر بیګناه هیوادوال چي خپلو کورنیو ته د حلاله نفقه په پیداکولو بوخت وه په خپله ناوړه تروریستي پېښه کي شهیدان کړه.

 ښاغلی ویسا وویل،د هیواد او اسلام دوښمنان مو هیڅکه ارامه ژوند کولو ته نه پریږدي همیشه په مساجدو او مقدسو ځایونو کي خپل ناروا تروریستي عمال ترسره کوي چي ددی تروریستي پېښو زیات قربانیان عام خلګ وي.

همداراز کندهار والي د امنیتي ځواکونو قهرمانی وستایلی چي د خپلي مقدسي وظیفي د اجراء او هیوادوالو د ژوند د خوندیتوب په خاطر ئي خپل ځانونه قربانی کړه، نوموړی همداراز  له خلګو څخه وغوښتل چي د امنیتي ځواکونو سره همکاره وکړي، ترڅو زموږ امنیتي ځواکونه وکولای سي دداسي ناوړه تروریستي پېښو مخه ونیسي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery