مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ولس مشر بخښه غوښتنه او ددولت پرقانوني واکونو باندي د تجدید نظر اړتیا

عبدالستار ایوبي

 

د کندوز ولایت ددښت ارچي ولسوالي پر مدرسه باندي ددولتي ځواکونو بمبار یو داسي ښکاره ظالمانه عمل وو چي د ټول ولس زړونه یې دخپل دولت څخه تور کړل. ددې څخه وړاندي په غزني کي ځایي هزاره ګانو د دولتي موقف او وسلو په مټ د ځایي پښتنو په وړاندي یو د نه بخښني وړ عمل تر سره کړ. د افغان ولس اعظمه برخه بالعموم او پښتون ولس بالخصوص ددې ددو واقعاتود واقعي عاملینو بربنډیلو او مجازات کولو ته معتله دي. هغه د غزني پیښه خو لاځکه ډیره جدي نه ده چي مستقیم عاملین یې معلوم دي. که دولت جزاء ورنه کړي د مقتولینو وارثین به خپله پر مناسبه موقع خپل وار واخلي. البته ددښت ارچي پیښه جدي ځکه ده چي یو خو افغان ولس بالعموم او پښتون ولس بالخصوص د شهیدانو سره د عدالت غوښتونکئ سوئ دئ بل دولتي امنیتي ځواکونه یې تر بل هر وخت زیات د دولت وسله والو مخالفینو چړې ته برابر کړي دي. په ماضي کي هم څو ځله د هیواد په شمالي صفحاتو کي پښتانه وژل سوي، ځوریدلي او د خپلو ملکیتونو څخه په زوره محرومه سوي دي. په کندهار ښار کي هره ورځ موږ د میمنې، فاریاب، بادغیس او نورو شمالي سیمو څخه په زوره شړل سوي پښتني کورنیو ماشومان وینو چي د ښاروالي د کثافاتو په بکسونو کي ګرزي څو ځان ته رزق و روزي پیدا کړي. پر زړو ظلمونو موږ زړونه صبر کړي دي خو که د ظلمونو دا لړۍ ادامه پیدا کړي نو ودي سي چي پښتنو ته د زړو ظلمونو حساب برابرولو زمینه مساعده سي. خو نه باید چي د نوري وینه تویدني ملاتړي و اوسیږو. که چیري ددښت ارچي په پیښه کي د راپور ورکوني څخه نیولې بیا د اقدام د امر ورکولو او ددې کرغیړن عمل اجراء کولو پوري عاملین مشخص سوي نه وي نو د ټولي دولتي دستګاه مامورینو او د هغوئ کورنیو ته د انتقامي عمل بڅرکي ورغورځیدای سي چي په تدریجي توګه به د پردیو ځواکونو لخوا د استفادې سره مل وي. کیدای سي د هیواد څخه بهر میشت زموږ د ولس مشر، اجرائیه رئیس په شمول د وزیرانو، معینانو او والیانو کورنئ د احساساتي نامعلومه داوطلبو انتقام غوښتنکو د بریدونو لاندي راسي. زموږ ملي امنیتي ځواکونه او ټیټه رتبه مامورین چي بیا د هیواد په نسبتاً غیر محفوظه ځایونو کي اوسیږي، هغه د مستقیم خطر لاندي دي. ددې پیښي د رامینځ ته کیدو سره سم د هیواد په لیري پرتو ولایاتو او ولسوالیو کي ددولتي امنیتي ځواکونو وژني، ددندي څخه تیښتي او طالبانو ته تسلیمیدل زیات سول. که دا خلګ ددولت لخوا مشخص او مجازات نسي نو یوازینی مطلب به یې ولس ته د ولس مشر او اجرائیه رئیس دا پیغام وي چي دولت د افغان جګړې یو جهت دئ او بل جهت یې ولس دي او دا چي دولت د پراخ نړیوال نظامي او اقتصادي ملاتړ په اساس زورور دئ چي څه يې زړه غواړي د ولس سره یې کولای سي. ولس باید بیله قیدو شرطه د دولت هر امر ته غاړه کښیږدي. دا چي د هیواد په پلازمینه کي ددولتي امنیتي حصار په داخل کي پر ولس بریدونه وسول او تور یې پر وسله والو مخالفینو واچول سو، ددې خبري پخلی کوي چي په دولت کي دننه داسي عناصر سته چي په دولت کي د لوړو موقفونو، نفوذ او امتیازاتو لرلو باوجود ددولت په سقوط پسې دي او په دولت پوري اړوند د زرهاوو کورنیو سرنوشت ته بلا اخیستي دي. دا پیښه د غازي امان الله خان په وختو کي د شینوارو د بغاوت د پاروني د هڅو سره په کامل ډول سره مقایسه کولای سو. هغه وخت په دربار کي موجود کومو متنفذ عناصرو چي د سقاوي رامینځ ته کیدو ته زمینه مساعده کړل په دې ډاډه وه چي موقفونه او ګټي به یې د بدلونونو په ترڅ کي نه ضایع کیږي بلکه زیاتیږي به. او داغسي هم وسول. د هیواد په مختلفو برخو کي د سقاوي ملاتړي کورنۍ پر خپل ځای پاته سوې. غازي امان الله خان هیواد پریښودئ. ځیني طرفداران چي یې د سقاویانو څخه بچ سول، نادر خان سره تاشي په تاشي کړل. د سقاو زوی د خپلو ریښتنو پلویانو سره یوځای ووژل سو. ګټه چا وکړل؟ هغو چي بردو ته یې جاسوسي کوله او بیدریغه یې د پردیو پر اشارو د خپلو هیوادوالو پر سرونو، مالونو او عزتونو لوبي کولې. په تیرو ۴۵ کلونو کي هم داغه حالت وو، اوس هم دئ. که په دولت کي موقف لرونکي خلګ ډاډه نه وي چي د نظام اوښتل به ددوئ ګټو او موقفونو ته زیان نه رسوي یا دا چي معادله سرپناه به ونه ولري، هیڅ کله به هغه ښاخ آره نه کړي چي دوئ خپله پر ناست وي. پر ښاخ باندي ناست، ښاخ آره کول هغه څوک کوي چي ځان یې د رسۍ په واسطه د هغه جیک په چنګک ټینګ محکمه تړلئ وي چي د وني د پاسه راځوړند وي. نو پکار داده چي یوازي هغه دولتي چارواکي، مامورین، د رسمي شوراوو وکیلان او ددولتي قراردادیان چي ګټي یې ددې دولت د بقاء سره تړلي دي، باید دولس مشر څخه دا غوښتنه وکړي چي که ددې پیښي عاملین مجازات کوې نه، رسوا خو یې کړه چي په دې پیښه کي ښکیل احمد او محمود څوک وه او په کوم تنظیم پوري تړلي خلګ وه څو ټوله دولتي دستګاه د ړانده ولسي انتقام څخه وژغورل سي. ځکه دا خو یوه ښکاره دسیسه معلومیږي چي ولس ته مخکي له مخکي لا بې اعتباره دولت نور هم د کلي نامشروعیت سره مخامخ کړي. که نه د بیګناه انسانانو او ماشومانو وژل کیدل به دولت ته څه ګټه ورسوي. دا چي د خبري رسنیو څخه خبریږو چي افغان ولس مشر د دښت ارچي پر مدرسې باندي ددولتي بمبار او ولسي قتل عام لپاره د ولس او مقتولینو د وارثینو څخه فقط په بخښه غوښتني بسنه کړې ده او ویلي یې دي چي بیا به داسي نه پیښیږي. دده دا کاربیا پر خپل وار څو نوري پوښتني راپورته کوي چي د هغه جواب موندل د افغان ولس (چی د وزیرانو او معینانو څخه راکښته ټول دولتي مامورین یې برخه دي) لپاره حیاتي ارزښت لري. لمړی دا چي آیا ددې پیښي په عاملینو کي ښاغلئ ولس مشر (د افغان ملي امنیتي ځواکونو اعلی سرقومندان) هم شامل وو او که څنګه؟ دا ځکه چي که دئ پکښي نه وای شامل نوباید ښکیل منصوبین یې ددندي ګوښه کړي او قضایي اورګانونو ته ورسپارلي وای. دا چي دئ په تشه بخښنه ځان خلاصوي او اړوندو مسئولینو د رسوا کولو او مجازات کولو خبره نه کیږي، په دې دلالت کوي چي دئ خپله په دې کړنه کي ښکیل دئ او په دې ډاریږي چي که یو ښکیل دولتي کارمند هم مجازات سي نو هغه به ددې ممکنه دسیسې ټوله بانډ ولس ته وروپیژني چي په راس کي یې دئ هم راځي. دوهمه پوښتنه دا راپورته کیږي چي شاید جواب یې د افغانستان د مروجه قوانینو د پوهانو سره وي چي ایا د افغانستان مروج قانون افغان ملي امنیتي ځواکونو د برید په مقابل د غیر محارب او غیر یاغي ولسي وګړو د قانوني معافیت په هکله کافي څه واضح کړي دي او که نه؟ سالم عقل خو دا وایي چي هغه اتباع چي د هیواد په کلیو او ښارونو کي هستوګنه کوي، دولتي ځواکونه ددوئ د حفاظت او ساتني مسئول دي. د ولس د ساتندویه ځواک پرته باید په هیواد کي هیڅ فرد او ډله وسله ونه ګرزوي، ځکه چي دولس ژوند او ملکیت ته ګواښ متوجه کولای سي چي په یوه دولتي نظام لرونکي هیواد کي دا کار کفر مطلق دئ. که دا بنسټیزي چاري په قانون کي واضح سوي نه وي نو باید موجوده اساسي قانون او ددې تدوینونکي ارګانونه ټوله لغوه سي، ځکه چي د هر څه په بنسټیز ناقصوالي دلالت کوي. دا لکه پنځه منزله آر سي سي او پي سي سي تعمیر چي د تکملیدو وروسته نشست وکړي. اړتیا پیدا کوي چي ونړول سي او هر څه د سره څخه اعمار سي. موږ هم باید د سره څخه نوی نظام جوړ کړو چي نوئ اساسي قانون تدوین کړي. او که چیري دا هر څه ځکه پیښ سول چي زموږ د ملي امنیتي نظام په مروجو میکانیزمونو کي خلاء موجوده وه او یا دا یوه ترتیب سوې دسیسه وه؟ که چیري زموږ ملي امنیتي نظام د وظایفو په لوایحو او مکافات/مجازات  کي خلاء موجوده وي نو دا هم یوه جدي بیکفایتي ده. باید په عاجله توګه په کلیو او ښارونو کي د وزارت دفاع، وزارت داخله او ریاست امنیت ملي فعالیتونه ودرول سي. دوزیرانو څخه نیولې بیا تر ټولو تسمیم نیونکو مامورینو مقرري دي دسره څخه وسي اود اهلیت پر اساس او د هیواد د ایتهنیک جوړښت په نظر کي نیولو سره مقرر سوي نوي منصوبین دي دخپلو ورځنیو دندو د پیلولو څخه وړاندي لازم میکانیزمونه ترتیب او مقننه ارګانونو سره شریک کړي څو ولسي مسئونیت تضمین سي. تر هغه وخته پوري دي پارلیمان، ولایتي شوراوو او ولسوالي شوراوو تر نظارت لاندي ولسي داوطلبو ته وسلې وویشل سي څو د ځایي مشرانو د مسکوني کمیټو په مرسته د خپلو سیمو امنیت او نظم پخپله خوندي کړي (لکه په جنوبي سیمو کي چي د ولسي نظارت لاندي د طالبانو څخه نظام په سولیز ډول تسلیم سو او موقتي ادارې ته وسپارل سو) څو د مذیدي ولس وژني مخه ونیول سي. که چیري میکانیزمونه موجود وي او د کومي دسیسې په اساس د اړوندو منصوبینو لخوا قصدي غفلت (دلته د غیرقصدي غفلت هیڅ ګنجایش نسته) په نتیجه کي دا پیښه رامینځ ته سوې وي نو باید عاملین یې ددندو ګوښه او د قانوني پروسې دلاري قصاص سي.
د یوې بلي خبري امکان هم ردولای نه سو. هغه دا چي کیدای سي چي په دې پیښه کي هم د ماضي په شان د ګروه خاکستري لاس وي. که چیري داسي وي نو بیا د ولس مشر بخښه غوښتنه کفایت کوي. دا ځکه چي ددودیزي ولسي جرګې لخوا ټاکل سوي ملي رهبر (چي د ملت د ټولو دواطلبه جنګیالیو عمومي قومندان وي) پرته د ګروه خاکستري سره د هیڅ چا په وسه نه ده پوره. دا هغه خلګ دي چي د بهرني سفارتونو د ملاتړ څخه هم برخمن دي. ګوندونه یې د ولسي ملاتړ څخه کاملاً بیبرخي دي خو د ډیموکراټیک نظام ټول وزیران، معینان، والیان او جګپوړي چارواکي ددوئ لخوا معرفي کیږي. د کابل ټوله دولتي اداره ددوئ تر انحصار لاندي ده. د تورو کاروبارونو د لاري د هیواد د اقتصادي عوایدو ټولي چینې ددوئ پر خوا راسپرې دي او قانوني اقتصاد پر صفر ولاړ دئ. دوئ چي هر وخت وغواړي هر څوک وژلای سي. ولس یا د طالبانو ډله د هغوئ د خپلو مشرانو په لاس سره راټولوي بیا یې د بهرني او داخلي نظامي ځواک په مټ بمباروي. عام او دولتي خلګ د خپلو اجرتي قاتلینو یا ملیشو په لاس یا په پیسو رانیول سوو ځانمرګو په واسطه وژني او بیا یې د طالب او داعش په نامه نامعلوم جهتونه خون په خپله غاړه اخلي. دا ډله چي هر څه کوي حق یې لري، ځکه چي عمومي مشروعیت بیرته افغان ولس ورکړئ دئ چي پر ضد یې متحده سیاسي یا نظامي جبهه نه راباسي . دوئ د افغان ولس په زرهاوو ځوانان یا د معاش په مقابل کي یا په داوطلبانه ډول ددوئ دلاسپوڅو رژیمونو په خدمت کي ګومارلي دي او دا پټۍ یې پر سترګو ورتړلې ده چي د دین یا وطن خدمت کوئ او یا د قاچاک عواید دي. په داسي شرایطو کي هر افغان چي تر اوسه پوري لا تر چړې لاندي نه دئ راغلئ هغه دي جشن لمانځي او هغه چي د چړې لاندي راسي لکه د دښت ارچي شهیدان، دهغوئ وارثین باید دا الهي قضاء (که څه هم باور لرم چي الله ج د دې پیښي په پیښیدو راضي نه وو او د هغه فرصت له مخي یې چي ابلیس او بشریت ته منلئ دئ عاجله مداخله ونه کړل) وبولي او خپل سربډاګه ژوند ته داغسي ادامه ورکړي. ولس مشر یو څلئ ورته جوړوي، په هغه دي د خپلو خپلوانو لو ماته وي. البته الهي قدرت ته په امید دا امکان لري چي شاید په دې پیښه کي ښکیل عاملین دخپلو خوږو خپلوانو ورته غم په دې دنیا کي هم ووینې لکه ددې شهیدانو په وارثینو چي یې ولیدئ، ددې لپاره نه چي دوئ عبرت وکړي، توبه وباسي او ایمان راوړي بلکه ددې لپاره چي د ایمان خاوندانو اعتقاد په الهي عدالت نور هم پیاوړئ سي.
که موږ یو ژوندی ولس وای نو د ولس مشر ددې کړني په غبرګون کي به مو د هیواد د ټولو نژادونو او قومونو سیاسي مشرانو څخه سیاسي نظام د سمون لپاره د انسجام او وحدت غوښتنه کړې وای چي د هیواد د نظام، دولت او چارواکو د موثره بدلون لپاره تګلاره جوړه کړي او د اوسني فاسد دولتي نظام د سوله یز انهدام او نوي ولس محوره نظام لپاره لازمه کورنۍ او بهرنۍ ډیپلوماسي وکاروي. دا ځکه چي نظام اودولت نور په خپله نهایي ناوړتیا اعتراف کړئ دئ. نور باید د افغانستان په حکومتوالي کي ولسي اشتراک زیات او بهرني سفارتونو او استخباراتي ادارو مداخله محدوده سي. که چیري زموږ موجود سیاسي مشران دې کار ته اماده نوي نو باید په داسي کسانو تعویذ سي چي هغه ددې کار جراءت ولري. آخر ټوله خو د مړو کلمو نه یو زیږیدلي. که ډارن راپکښي سته نو زړه ور هم لرو. که بل څوک نه وي دا د ځانمرګي بریدونو لپاره چي یې نوملیکنه کړې ده، هغوئ خپل سیاسي رهبران وګرزوو. ضرور نه دئ چي د خان وروسته دي خانزاده د کلي خان سي. که په شپون کي د خاني استعداد وينو هغه ته باید خاني ورکړو. دا چي موږ یو ژوندی ولس نه یو د بهرنیو استخباراتو په وړاندي تسلیم او تابع مشرانو پر مشري قانع سوي یو نو باید امادګي ونیسو چي د ډاکټر نجیب تاریخ تکراریدونکئ دئ، په دې تفاوت چي  دا ځل به ډاکټر نجیب ثاني لا روغ رمټ بهر ته راڅخه وغورزي او موږ به دداسي وحشتونو نندارې او زغملو ته پریږدي چي په هیڅ هارر فلم کي به مو نه وي لیدلي. د موجوده نظام د سقوط ټولي نخښي واضح سوي دي. او که ولس په بینا سترګو په دې بدلون کي فعاله برخه وانه خلي نو په دوولت کي موجود دا جنایتکاره عناصر به په نوي نظام کي تر پخوا په قوي موقف کي ووینو کټ مټ لکه هغه مولوي صاحب چي د خلقیانو په نظام کي د یوه خلقي څارنوال په لاس ډیر زکلیدلئ وو، هغه مهال زیات حیران سو کله چي یې هغه خلقی د طالبانو په رژیم کي د قاضي پر چوکئ ولیدئ.
دلته یوه خبره چي یادول یې اړینه ده څو پرې پوه سو، هغه دا ده چي د انسانانو لپاره په نړۍ کي دوې اجتماعي د ژوند لاري دي. یوه لار دا چي انسانان په خپل مینځ کي د ګډ ژوند اصول، حقوق او مسئولیتونه سره وټاکي او د هغوئ د تنفیذ لپاره د خپل مینځه څخه معلوم او اهل و قابل خلګ ودروي چي چارواکي بلل کیږي او بیا د هغوئ سره همکاري او د هغوئ څارني ته دوام ورکړي. دا لار چي کومو ولسونو تعقیب کړې ده، هغوئ نن د نړۍ تر ټولو هوسا او خوشحاله ژوند لري. په دوئ کي هیڅ څوک نه د خدای ج نازولئ سته او نه عقل کل چي نور دي یې بیدلیله هره خبره ومني. هر شخص ځان ته ټاکل سوې لار باندي ځي او د نوښت لپاره باید لمړی د ټولني ملاتړ دلاسه کړي، هغه د قانون برخه وګرزوي او وروسته اجرآت وکړي. ولو که د نړۍ لمړی مفکر هم پکښې وي د خود سري اجازه ورته نسته.
دوهمه لار د سرناخلاصه ژوند لار ده، چي انسانان په کلیو او ښارونو کي ژوندسره کوي، خپلي شخصي اړتیاوي سره پوره کوي او د ټولنیز ژوند د اداره کولو مسئولیت یې پر خدای پاک ج او د ټولني پر زورورو باندي اچولئ وي. په دوئ کي خود به خوده خودساخته  د خدای پاک ج استاذي پیدا کیږي چي ځیني یې ځانونه د خدای پاک ج ویندویان او ځیني یې بیا ځانونه د خدای پاک ج اجرائیه ځواک ورته معرفي کوي او د عوامو څخه مذهبي ټیکس د شکرانو، دروښونو، میاشتانو، ذکات، عشر او نورو نومونو اخلي (ریښتوني الهي استاذي د بنده ګانو څخه اجوره نه اخلي). ددوئ خبري د عوامو لپاره د قرآن شریف تر آیتونو که زیاتي نه دي نو کمي هم نه دي خو د ټولني زورور یې په منلو مکلف نه دي. داسي اشخاص که څه هم د خدای پاک ج تر لعنت لاندي وي (ځکه چي په خدای پاک ج باندي ډیربهتانونه او تهمتونه تړي) خو د زورورو او متنفذو لاسونه پر پراته وي. داسي ټولني عموماً د زورورو د خپل مینځو جګړو ډګر وي چي د عامو خلګو ښایستې ښځي خپلي مینځي ګرزوي او ځواکمن ځوانان یې د جنګي مریانو په صفت د خپل ځواک او سروت د زیاتولو لپاره جنګوي. د آخرالذکره انسانانو ټولني عموماً د اول الذکره انسانانو د ټولنو تر واک لاندي راځي چي ددوئ کمزوره او زورور یوځایي د خپل خدمت لپاره په کار اچوي، یو کاذب او غیر عادلانه ضعیف ټولنیز نظام ورته جوړوي او ددوئ اقتصادي عواید د منګوړو په شان زبیښي.
مننه!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery