مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

‎آيا صرف اندېښنه وکړو؟

‎مینه منګل

‎د هېواد امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی دا چې اوس په فراه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د وسله والو جګړه روانه ده ، د هېواد ‌‌‌‌‌‌ډېرې نورې برخې د دښمن له شدید تهدید سره مخ دي، زموږ امنیتي ځواکونه شهیدانېږي، او ټپيان کېږي، خو موږ صرف اندېښمن یو.
‎موږ د یوه واحد او خپواکه ولس په توګه دې هېواد ته څه کړي بغیر د نیوکې او اندېښې؟
‎د هر هېواد سرنوشت ولسونه ټاکي، کله چې ولس د بدلون په لټه شو بدلون حتمي راځي.
‎موږ د یوه واحده ملت په توګه تل د خپلو اوږو بار د خپلو امنیتي ځواکونو اوږو ته ور اچولی ، موږ وایو چې هر څه کېږي همدا دولت او همدا امنیتي ځواکونه د سم کړي.
‎په فراه ښار له نېږدې سیمو ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه بریدونه شوي ، وسله والو هڅه وکړه چې د فراه ښار په خپل کنټرول کې ونیسي خو تر اوسه دوی په دي ندي توانیدلي، ځکه زموږ امنیتي ځواکونه په ‌‌‌‌‌‌ډېر قوت سره د ښار کنټرول ساتلی .
‎ګورئ دا زموږ افغان امنیتي ځواکونه چې د افغانستان د ټولو قومونو څخه تشکیل شوي، دوی تل د افغانستان د امنیت او ثبات په خاطر له دښمن سره جګړه کوي او ځانونه قربان کوي.
‎خو بدبختانه دا واحده ملت تل د ظلم په وړاندې غلی پاتې شوی، که چېرې ولس له دولت سره همکاري کړې وای، او ټولو ددې هېواد په وړاندیې خپل مسوولیتونه ادا کړې وای نو دا وسله وال دومره قوي نه ول چې دوی د داسې ‌‌‌‌‌‌‌ډله ییز بریدونه وکړي، ولس تل هڅه کړې چې په حقایقو سترګې پټې کړي، موږ ټول پوهېږو چې دا جګړه د پاکستان او ایران جګړه ده ،پاکستان او ایران وسله والو ته مالي امکانات برابروي، وسلې ورکوي، او د ولس په منځ کې تفرقه اچونه هم کوي تر څو زموږ هېواد آرام نشي.
‎فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د هېواد يو له پراخو ولايتونو څخه دى.
‎دغه ولایت له هرات، نیمروز، هلمند او غور ولایتونو سره د ګډې پولې د لرلو تر څنګ په لوېدیځ  کې له ايران سره ۲۹۰ کیلومتره پوله لري .
‎دا چې فراه ولایت په ستراتېژيک لحاظ یو مهم ولایت دی نو دښمن تل ددې ولایت د سقوط هڅې کړي چې بالاخره د افغان امنیتي ځواکونو له طرفه د وسله والو دا پلان شن‌‌‌‌‌‌ډ شوی.
‎ایران نه غواړي چې په فراه کې د اوبو او برښنا بندونه جوړ شي، نو ځکه هلته جګړه توده ساتي.
‎اوسنیو حالاتو ته په کتو اړتیا ده چې ولس هم را پاڅېږي، د خپلو امنیتي ځواکونو په ملاتړ دښمن مات کړي، د فراه په هره سیمه کې د دښمن ځالې له منځه یوسي.
‎هغه لاسونه د لن‌‌‌‌‌‌ډ کړي چې په شومو هدفونو سره د ولس اذهان له دولت څخه اړوي.
‎ددې هېواد د سرنوشت د بدلون د پاره له خپل حکومت سره ودرېږي او د پردیپالو خولې ورماتې کړي ،دښمن موخپله ماتېږي.
‎که موږ لاس تر زنې کېنو او وخت ته انتطار کوو نو تر هغې به وژل کېږو ، او راتلونکو نسلونو ته دخدمت پر ځای یو تیاره راتلونکی به ټاکو.
‎که د دولت سره مشترک کار وکړو ، د هرې ناروا په وړاندې را پاڅېږو ، د دښمن ټولې برنامې به ور شن‌‌‌‌‌‌ډې کړو .
‎تر هغې چې یو لوی عمومي او ملي حرکت د افغانستان د حکومت او شته نظام په ملاتړ ونکړو دښمن مو وژني.
‎راځئ چې په ځان سختې تېرې کړو خو د دښمن غوړه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ ونه غواړو.د دښمن په غوړو وعدو ونه غولېږو ، صرف د یو ښه راتلونکي د پاره ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه او د شته نظام ننګه وکړو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery