مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پکتيا کې د حيواني خوراکې د توليد فابريکې په کار پيل وکړ.

ساحل منګل
دغه فابريکه د پکتيا په مرکز کې د څو سوداګرو په ګډه همکاري جوړې شوې، چې نن ورځ ېې د خوراکې د توليد چارې پيل کړې.
ديادې فابريکې ريس انجنر حميدالله حسن يار وويل: په  دې فابريکې څه د پاسه دوه لکه امريکايي ډالره لګښت راغلی دی، چې يوازې به د حيواني خوارکې توکي  به توليدوي.
ده وويل دغه خوراکي توکي به بزګرانو له ايران او پاکستان څخه را واردول چې له دې وروسته به په همدې ولايت کې جوړيږي .
نوموړی وايي دغه فابريکه  په  يوه ساعت کې شاوخوا پنځه  ټنه  حيواني خوراکه توليدوي چې لا له وړاندې د ځينو ولايتونو سواګرو ېې د اخيستلو غوښتنه کړې ده.
دپکتيا د سوداګرۍ خونې ريس ډاکټر نصیر عالم يار وايي: په دې ورستيو کې سوداګر دې ته زيات ليواله شوي دي چې په خپل ولايت کې پانګونه وکړي او د اړتياوړ توکي توليدکړي.
ده وويل چې په دې ولايت کې اوس بريښنا هم فعاله شوې او يوازې د صنعتي پارک د کار له خلاصېدو وروسته به ډيری سوداګر لوېې ا وړې فابريکې جوړې کړي.
ده وويل د حيواني خوراکې د توليد فابريکه په  ټول هيواد کې نه  وه او دا لومړی ځل دی، چې دغه افتخار ددې ولا يت سوداګر تر لاسه کوي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي  وويل: د داډول فابريکو په جوړولو سره مونږ له يوې خوا له نورو هيوادونو راګرځو او له بلې خوا بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابريږي.
نوموړي وويل په پکتيا کې ډېری سوداګر شته چې بدبختانه  په نورو ځايونو کې ېې پانګه اچولې، خو دوی بايد خپله پانګه په خپل ولايت کې په کار واچوي.
ده وويل هغه ستونزې چې سوداګر ېې په دې برخه کې لري، له مونږ سره ېې شريکې کړي دي او ورځ تر بلې ېې دغه ستونزې د حل کېدو په حال کې دي.
ياده دې وي، چې  څو ورځې وړاندې  په  پکتيا کې د رخت  فابريکې هم  په کار پيل کړی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery