مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

‎امنیتي ځواکونه د یووالي سمبول!

مینه منګل
‎په افغانستان کې مېشت قومونه سره ورونه دي، خو بدبختانه کلونه کېږي چې یو مرموزه دښمن د افغانانو په منځ کې نفوس لري، او هڅې کوي چې د افغانانو یووالی له منځه یوسي، او ځیني ویده قومونه هم ددې پر ځای چې خپل یووالی وساتي د دښمن پر پلونو پل اېږدي او د هغوی لارې تعقیبوي.
‎موږ ګورو چې د افغانستان د همدې قومونو څخه د همدې قومونو زامن را جګ شوي او د هېواد د عزت او ناموس څخه د ساتنې د پاره د امنیتي ځواکونو لیکو کې یو ځای کېږي،
‎او د هېواد د ساتنې په لاره کې خپل سرونه قربان کوي.
‎هېڅ داسې ولایت نشته چې صرف د همغې ولایت یو ځوان د پکې سر تیری وي، موږ ګورو چې که د پکتیا ځوان دی په فریاب کې دی او له دښمن سره جګړه کوي، که د پنجشېر ځوان دی په پکتیا کې دی ، او له دښمن سره جګړه کوي،، همداسې د نورو ولایتونو ځوانان ددې لپاره چې ددې وطن عزت ته زیان ونه رسېږي نه قوم ګوري نه ولایت بلکې دوی د افغانستان د حفاظت په خاطر ټول په یوه قوت سره د دښمن په وړاندې جنګېږي.
‎موږ یې ښه مثالونه لرو کندز ولایت کې وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ نفوس کړی وه، حتی له پاکستان څخه پاکستاني جنرالان راغلي وُ او د وسله والو جګړه یې رهبري کوله، ‌‌‌‌‌‌ډېرې قوي وسلې ورسره وې، خو زموږ امنیتي ځواکونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه ورکړه او وسله والو ته یې داسې ماتې ورکړه چې بیا یې د کندز د نیولو فکر هم ونکړ، د کندز ، د فاریاب ، بدخشان، نورستا، فراه، پکتیا ولایتونه د دښمن موخې وې چې ویې نیسي او یا هم هلته جګړه توده وساتي، خوشبختانه زموږ مېړنیو امنیتي ځواکونو داسې مرګ ژوبلې وسله والو ته واړولې چې اوس په خپلو پښو نشي درېدلی.
‎ګورئ دا سمه ده چې د افغانستان په لویو ولایتونو کې جګړه ده خو دا هم باید ومنو چې دلته ‌‌‌‌‌‌ډېرې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې شتون لري چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوي او ‌‌‌‌‌‌دا وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ماتې خوري او ‌‌‌‌‌‌ډېر زیانونه ور اوړي دا ټول زموږ د امنیتي ځواکونو د صداقت او یووالي برکت دی ، دوی وايي دښمن مو مشترک دی باید چې په ګ‌‌‌‌‌‌ډه یې له منځه یوسو.
‎ما کله هم د افغان امنیتي ځواکونو په فکر کې قومي انګېزه ونه لیده ، ما کله هم ددوی په فکرونو کې د شخصي ګټو ساتنه ونه لیده ، دا ځکه چې دوی ځانونه د یوه مشخص قوم بچي نه ګڼي دوی ځانونه د افغانستان زامن ګڼي دوی په سنګرونو کې یو د بل سره داسې اړیکې لري لکه سکه د یوه مور او پلار اولادونه .
‎همدا اوس که موږ ملي اردو وګورو ، پولیس وګورو، سرحدي ځواکونه وګورو، ملي امنیت وګورو، هوايي ځواک وګورو، کماندويي ځواکونه وګورو دا ټول د افغانستان له ټولو قومونو تشکیل شوي، چې همدې ته د ملي یووالي سمبول ویل کېږي ددوی موخې د ملي ګټو ساتنې او د قومونو امن دی .
‎کله چې زموږ امنیتي ځواکونه په ملي روحیه باندې ددې وطن ساتنه کوي لازمه ده چې د افغانستان ټول قومونه ، مشران، ځوانان او ټول په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د همدې امنیتي ځواکونو پر پلونو پل کېږدو ځکه ددوی لاره د عزت او خوشبختۍ لاره ده .
‎زموږ امنیتي ځواکونه قوي وُ قوي دي او قوي به واوسي.
‎له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ د هر افغان اسلامي او انساني مسوولیت دی ، کله چې موږ له دوی څخه ملاتړ کوو ددوی روحیه لا پياوړې کېږي ددوی هیلې لا ژوندۍ کېږي.
‎تل د وي افغانستان او سر لوړې د وي د افغانستان باعزته او باغروره امنیتي ځواکونه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery