مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ننګرهار د نارنج ګل عطر په نړیوال بازار کې خرڅیږي

راحیله جواد
د فرانسې مشهور شرکت سفورا د افغانستان د ننګرهار د نارنج ګل عطر په خپلو شرکتونو او انلاین بازار کې خرڅوي.
د سفورا شرکت وايي چې دغه عطر د نارنجو له خالص ګل څخه جوړ شوي چې د ستړيا د لېرې کولو تر څنګ فضا خوږه او معطره کوي.
د دغه شرکت مسئولين وايي دا عطر دنارینو او زنانو دواړه لپاره جوړ شوي دي.
د سفورا شرکت په خپل ویبسایټ باندې دا عطر انلاین خرڅوي، په معیاري بوتل کې یې ١١ ملي لېتر او غټ بوتل کې یې ٥٠ ملي لیتر عطر شته چې د ۲۸ ډالرو څخه نیولې تر ۷۷ ډالرو پورې قیمت لري.
د ننګرهار د نارنج د ګلو دغه عطر پر فرانسې سربېره د سیفورا په ټولو نړیوالو شرکتونو کې هم پلورل کیږي.
دغه عطر چې په انځور کې يې وينئ د سیون ویرجوس یو کاناډايي شرکت جوړ کړي دي؛ خو سفورا یې نړیوال بازار کې خرڅوي.
سیفورا د فرانسې یو مشهور شرکت دی چې په ۱۹۶۹میلادي کال کې جوړ شوي او د ښکلا، سنګار، عطر او دا ډول ۳۰۰ بېلابېل مواد خرڅوي.
تر دې مخکې په ننګرهارکې د اور ځلا په نامه یو شرکت هم ویلي وو چې د نارنج ګل او نورو ګلونو څخه عطر جوړوي.
د دغه شرکت چارواکي وایي هرکال د ګلان په موسم کې شاوخوا ۳۰ ټنه ګلان ټولوي او عطرونه ترې جوړوي.
د سفورا شرکت وايي چې د نارنج ګل د روزلو له لارې ۲۳۰۰ باغبانانو سره مرسته کیږي او له دې لارې د کوکنارو د کر مخه نیول کېدی شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery