مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-06-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اې افغانانو ! راځۍ ځانونه د غوره اخلاقواوکورني تعلیم خاوندان کړو

محمد انور ولید

 

 : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د غبرګولي ۱۰ مه

دا یو حقیقت دئ چې پخوا زموږ نیکونواو پلرونو تعلیم او تعلُم ته سم لاس رسی نه درلود ، غربت اوفقرله یوې خوا ، بېسوادۍ او کم سوادۍ له بلې خوا ، زموږ د اسلافو پرافکارو باندې توره پرده غوړولې وه . خو بل پلو زموږ په کورنیو چاروکې د سیمې اونړۍ پرله پسې قصدي لاسوهنو زموږهغه نشت تعلیم او تعلُم هم په دوو برخو راته وېشلی ؤ ، چې یوه برخه یې حکومتي برخه وه ، بله برخه یې هم خصوصي .

په حکومتي برخه کې رسمي مد رسې ، مکتبونه او په دې وروستیوکې پوهنتونونه شامل وو چې له پېله به د حکومت له خوا اکمالېدل ، تعلیمي نصاب به یې منظم او ښوونکي اومُد رسین به یې د پخو تجربواولوړو زده کړوڅخه برخمن وو . حکومت به هڅه کوله چې په عصري علوموکې د خپل هېواد بچیان د د نیا پرسیاستونوباندې پوه ، له نورې نړۍ سره د برابرۍ او د خپل هېواد له جهل اوغربت څخه د خلاصون په موخه په منظمو زده کړو باندې د وخت له غوښتنو سره سم وروزي ، خود هېواد د ښمنانو له نږد ې څخه زموږ د هېواد د تعلیم او تعلُم دا بهیر څاره ، او وخت نا وخت به یې ډول ډول توطئیې ورته جوړولې ، چې خورا څرګندې بېلګې یې موږ د غازي امان الله خان پرضد د کورنیود ښمنانو په پټ ملاتړد انګرېزانود سترجاسوس (لارنس) لاس لرل په ګوته کولی شو .

ځکه شاخزادۍ کندیه د شاه امان الله خان لورد خپل پلاراومورله قوله خپله وایي چې : (( د شا ه  امان الله خان د حکومت په را پرځولوکې د انګرېزانولاس ؤ ، ځکه چې له سیاسته ناخبره افغانان یې د خپلو درواغجنوپرو پاګنډواوافوهاتوپرمټ پرې را پورته کړل اوآوازه به یې ور پسې واچوله چې  (امان الله خان له اروپاڅخه یو داسې ماشین راوړی چې پرهغو سره له خپلومخالفینو څخه صابون جوړوي .) یابه یې آوازا ور پسې خوره کړه چې : (د افغانانواولادونه کافرکوي .)  ولې حقیقت داؤ چې شاه امان الله له هند سره نږدې اړیکې لرلې اوهغوی به یې تحریکول چې: ( له استعمارڅخه آزادي مه غواړۍ ، بلکې آزادي ترې واخلۍ .) ځکه خو د دیوبند ملایانو په خپلو لیکنو کې د شاه امان الله خان ستاینې کولې او د انګرېزانوپه زړونو کې به اورونه ورته بلېدل .)) 

لنډه دا چې د هراستعماري د ښمن پام به په خپل نوبت  سره زموږ د حکومت او محروم ملت ترمنځ د ضعف دې ټکي ته وراوښتی ؤ اوله همدې ټکې څخه په سؤ استفادې سره به یې د خصوصي زده کړو او بېسواده ؤلس په منځ مخفي ځالې جوړې کړې ، د ؤلس ، جومات ، حکومت او مکتب ترمنځ یې بد بینۍ اونه جبیره کېدونکي لوی واټنونه پرې را منځته کړل چې په خصوصي اوغیر رسمي برخه کې به زده کوونکي اومد رسین ټول په جوماتونوکې د غریبو کلیوالو پر اوږو وربار وو او په تروشو شړومبو ، وچ ټوک ټوک ډوډۍ او د خواست په یوه کنډ کپرکتاب باندې به یې ګزاره سره کوله .

د بېلګې په توګه : د پخواني یو نان د فلاسفه وو ( افلاطون ، سقراط ، ارستو او اناکساګوراس ) په همغه زاړه منطق کې به په میخانیکي ډول په کلونو کلونو طالب او مد رس د واړه بوخت وو اوترنن پورې همغه زوړمنطق کاروي چې دادي همدا اوس یې موږ په سراومال قرباني کولوبیې پرې کوو .

دا ټولې ناخوالې ، شومې بدې ورځې او ناڅرګند برخلیک د همغو ځینو پخوانیو چارواکود بېغوریو، نا پامیو او ځان غوښتنوپایلې دي . مشران خو په ټوله دنیا کې د ثابت دایره وي محورحیثیت لري . خوکه په محورکې ډ ېرلږ بد لون هم راشي ، نوبیا د ټولنیزې دایرې په ؤلسي محیط کې زښت زیات توپیرپیدا کږي چې بیا په هغه صورت کې متزلزل محوراو ؤلسي تشکل ټول  د نابودۍ له خطرسره مخ کېږي او بالاخره له منځه ځي . ځکه د مشرانو ډېره وړه اشتباه د کشرانو د قتلان اوتباهۍ سبب جوړېږي . (همدلته ده چې ؤلسي محورباید ثابت ، پایداراوباوري وي .)

دا یومسلم اوپرځای حقیقت دي جې د جوماتونو طالبانو به  یوازې په پنج کتاب ، خلاصه ، مونیه ، کنز، مستخلص ، صرف میر، رشید بیان او بهایي جان کې سروته سپین کړل . د حلالواوحرامو، بیعې او شرا په فرق به هم سم نه پوهېدل . یو څو سورتونه او آیتونه به یې د مړي ، سود ،  سقاط اخیستو ، زکات ورکولو او صدقاتو له پاره ګوډ او مات پرته له تجویده یاد کړل چې د تجوید له مخې د قرآن د ادب  او د قرآن د حروفو اداء کولو مخرجونه به هم نه په کې ویل کېدل ، د قرآن د آیتونود قرائت او سند رو او بیتونو توپیربه یې هم نه کېده ، له خپل میخانیکي درس څخه ورآخوا به نورهرڅه ځکه ورته کفر ښکاره کېدل چې ناپوهه آخند استاد به یې د طالب د پوښتنې په ځواب کې د خپلې ناپوهۍ له وجهې ورته ویل چې :  له دې آخوا یوه خبره او یوه پوښتنه په دې برخه کې ځکه ونه کړې چې کفرته وځې ، د طالب د تفکراوسر خلاصولو په خوله باندې به یې همدلته د سکوت ټاپه ورولګوله ، ځکه بې علمه آخند جان به نورمعلومات د اړوندې موضوع په اړه له ځان سره نه لرل او طالب ته به یې پرته له کومو کره شواهد و او اسنا د و پردې باندې بازي ورکړه چې ګواکي په دې برخه کې ائمه دین چوپه خوله پاتې شوي دي او موږ هم باید هماغسې چوپه خوله پاتې شو ، چې د ناپوهۍ دغه بند وکي ترنن ورځې پورې همداسې را غځېدلي پاتې دي .

بل لور ته د عوام الناسو د مغشوشو افکارو واګې هم د سیمې او نړۍ د استخباراتي کړیو په لاس کې وې ، وخت ناوخت به یې بېسواده  قشرد تعلیم پر ضد تحریکاوه او ورته ویل به یې چې : ( ستاسې اولادونه په مکتب کې کافرکېږي ، ځکه چې په مکتب کې کفري مضامین ورته تد ریس کېږي . په ساینسي مضامینو او د پردیو ژبو په زده کړو یې د کفري کتابونو نومونه  ورته په ذهنونو کې پېچکاري کړی وو ،) همدا لامل ؤ چې ترډېره د افغانستان خلکو د خپلو اولادونوعصري تعلیم ته زړه نه ښه کاوه . آن تردې چې له ډېرې کیني څخه به یې د حکومتي  دیني مد رسو او شرعیاتو شاګردانو او محصلینو ته د کتابچې ملایان ویل .

چابه چې چېرته د جومات ترملا یانو بهربل ځای لوړې دینې زده کړې کړې وې او لږ علم به یې ترکلیوالي ملایانو ډېر ؤ ، نو پرهغوی به یې د (وهابي ) نوم کېښود . داستعماري کړیو استخباراتي سیستمونه چې ورباندې خبرشول ، هغوی بیا په همدغو ملایانو کې د پنج پیریانو . اهل حدیثو . وهابیانو ، بریلویانو ، قادیانیانو، پیرانو، شافعیانو ، حنبلیانو ، احنافو، جعفریانو، شیعه اوسُني اونورې  ډلې را پورنه کړې . محمدي دین یې د عبدالله بن سبا د منافقانه دسیسې له مخې په افغانستان کې هم په څو ټوټو ورنه ووېشه . په دې وروستیو کې خو یې د القاعده ، تروريزم ، داعش ، اوحزب تحریر ډلې هم را پیدا کړې چې یواو بل په ژبې او لاس دواړو سره نابودول غواړي .    

اوس چې علم د پرمختللې تکنالوجۍ پرمټ ډېره وده او پراختیا وموندله ، کتابونه ترجمه اومطالب اومتون له نورو ژبو را وژباړل شول ، د نیمچه ملاصاحبانوکارو بار او روزګاریې ورخراب کړ. پخوا به چې دوی یومطلب عوام الناسو ته په هرډول رساوه اوهر ډول تحریف به یې چې په کې کاوه ، کولی یې شوای . خواوس ټول علوم انټرنټ ته ولوېدل ، انټرنېتي کتابتونونه او د موضوعاتو رېفرېنسونه موجود دي ، ټول لوستي کسان دهرډول پوښتنو او ستونزوحل پرې را ایستلای شي اود ملا صاحب نیمګړې ترجمې او مجهول مطلب رسولوته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي .دوی ته بله لاره نه ده پاتې ، یوازې یوه لاره یې ځانته د قناعت ورکولوله پاره موندلې اوهغه دا چې انټرتېټي وسیلې او د نورو ادیانواومذاهبو اوکارکوونکي یې کافروبولي او بس .    

له پخوا را هیسې د سیمې او نړۍ استخباراتي کړیو د افغانستان د رسمي اوغیر رسمي زده کړو او زده کوونکوترمنځ دومره لیرې واټنونه او فاصلې جوړې کړې چې د جومات ملا او طالب به مدرسې او پوهنتون ته ، اود مکتب او پوهنتون استادان او شاګردان به په اکثرو لیرې پرتو کلیوالي سیمو کې جوماتونو ته نه ورتلل . همدلته استعماري کړیو ته د افغانانو د ملي یووالي اودیني افکارود سره بېلولوښه زمینه برابره شوه .

برتانوي استعمارخو په افغانستان کې آن د تېمورشاه اووزیرفتح خان له اولادو ( شاه شجاع اوامیردوست محمد خان ) را هیسې ، اوتزاري روسانوبیا له امیر شېرعلي خان سره په رسمي بڼه ديپلو ماتیکې اړیکې ټینګې کړې وې . شاه شجاع اوامیردوست محمد خان د هند له وایسرای څخه یوازې د خپل ځان له پاره د ملي حاکمیت اوملي منافعو خلاف هدایتونه اخیستل ، خو په وړاندې یې وزیرمحمد اکبرخان د خپل مظلوم ملت په څنګ کې ودرېد چې ورسره د انګرېزانو پوځ تباه ، شاه شجاع خپل سر په کې وخوړاود امیر دوست محمد خان د ور تړلې خونې د لس ګونو کلونو سیاسي واک ورسره پای وموند .

ولې امیر شېرعلی خان ته بیا د دې زمینه برابره شوه چې د نړي سترفیلسوف او د استعمارد طلسمي ځنځیرونو د سره شلولومعاصر مفکراومدبرافغان سید جمال الدین یې له خپلې افغاني خاورې پرې وشاړه . خو د افغان سید جمال الدین دغه شړل کېدل له آسیا څخه د انګلیس د استعماري ښکېلاک د ړنګېدواوټولېدو پېلامه اوپلمه شوه ، ځکه نوموړي افغان فیلسوف داسې فکري وړتیا او ویښ ابتکار درلود چې ټوله آسیا او اروپایې د غفلت له خوبه د استعمار پرضد را پاڅوله . دده په هرسفراوهردم او قدم باندې ټولې نړۍ د ا سې جړق وخوړچې د مخنیوي هېڅ نسخه ، پلمه اوچاره یې له استعمارسره نه وه .

ولې متأ سفانه چې تزاري روسانو او انګرېزانو په افغانستان کې د افغان چارواکو د خاموغیرملي سیاستونو له امله په خپلو ناروا سیالیوکې داسې دامونه افغانانو ته کېښودل چې انګرېزي چړیانو به آن په محراب او ممبرکې د جومات  له ځایي ملا صیب نه سر سایه اخیستله ، انګرېزي لوړ پوړو جاسوسانو به د کابل د پل خشتي په څېرجامع جوماتونوکې خلکو ته کلونه کلونه لمونځونه ورکول ، خوخلکو به نه پېژندل .لامل یې هم داؤ چې افغان چارواکو په خپل هېواد کې داسې جیېد علمأ او سترې مد رسې په خصوصي او رسمي شکل نه لرلې چې د وخت جیېد وعلمأوو د یوه منظم پلانیزه نصاب اودرسي موادو له مخې په کې تد ریس کړی وای .

له همدې کبله به د تعلیم شوقیانوپه شخصي توګه ګاونډیو هېوادو ته مخه کړه اوهلته  به د استعماري کړیو په استخباراتي جال کې داسې بند پاتې شول چې ترآخره به نه ورباندې پوهېدل چې دا مد رسه د چا ده ؟ مهتمم یې څوک دئ ؟ او د چا له خوا تمویلېږي ؟
ځکه په دې وروستیوکې له نن څخه شپرکاله وړاندې د (C.I.A. ) یوه پخواني مشرخپله پردې باندې اعتراف وکړ چې : ((د امریکې ( C.I.A.) له تېرو(۵۵) کالو را په ایسته په پاکستان کې د مردان ستره مد رسه ، د اکوړه خټک ستره مد رسه ، د شب قدرستره مد رسه ، د بنوستره مد رسه ، د کوټې ستره مد رسه ، د کراچې ستره مد رسه ، د ملتان ستره مد رسه ، د لاهورستره مد رسه ، د راؤلپېنډۍ ستره مد رسه او داسې نورې په مالي لحاظ اکمال کړې اومهتممینو ته یې امریکې معاشونه ورکړي دي .)) خوهغه افغان طالبان چې پخوا به برتانوي هند ته د تعلیم له پاره ولاړل ، ترتعلیم خلاصولو وروسته به چې له هغو خواووڅخه بېرته خپل ټاټوبي ته د مولویانو په نوم را غبرګ شول ورسره جوخت به د هم د رسیانواوهمصنفانو په نوم د برتانوي جاسوسي کړیوغټ غټ چارواکي د ملا او مولوي په نومونوورسره ملګري شول او په افغانستان کې به یې له جومات او ممبر څخه خپل استخباراتي مأموریتونه پرمخ وړل ، دا ځکه چې زموږ د وطن ملایان له سیاست څخه لیرې ساتل شوي وو .

بلخوا روسانو په کارګري او مزدوره طبقه کې خپل کارپیل کړ، د افغانستان تعلیمي سکتورته یې لاره پیدا کړه ، د پلتخنیک ، د کابل تخنیکم ، د مزارتخنیکم ، کود برق ، د نغلو د بند جوړولو فابریکه ، فارم هډه او د باګرام او شینډنډ هوایي میدانونه د همدې روسي کانون ددعوت سترمرکزونه وو ، خو بلخوا یې روسیې ته د برسونو زیاتول ډېرکړل چې له دې لارو یې په جال کې بندو افغانانو ته د دین پرضد داسې مفکوره په ذهنونو کې ورپېچکاري کړه چې دین یې د ټولو بدبختیو او وروسته پاتې کېدولامل اوعامل ورته معرفي کړ، پردین باندې یې ورته ( د ملتونو افییون ) نوم کېښود . د سوسیالېزم اوکمونېزم افسانوي معما او چیستانونه یې ورته د نجات فرښتې معرفي کړې .  خوکارګري انقلاب یې د ټولو انقلابونو موروبلله ، په دې دام کې یوازې هغه کسان ولوېدل چې تل به د لوېدلیو اخلاقوڅښتن وو، پرخپل دین باندې به د خپلې ناپوهۍ له امله نه پوهېدل اوله دین څخه به یې تل کرکه لرله .

د ښي اړخواوکيڼ اړخو احزابو را منځته کېدل په افغانستان کې د پردیو استخباراتو له خوا بله تخره وه چې د د یمو کراسۍ له لسیزې او د بیان له آزادۍ څخه په سؤ استفادې سره یې افغانستان نورهم د بدبختیو او خپل شوم برخلیک په اورکې کباب کباب او توکړې توکړې کړ .

سوسیالېزم اوکمونېزم یوه داسې پوچه مفکوره وه او ده چې د لوږې اوکپيټالېزم په وړاندې د مبارزې په نوم یې خلکو ته بازي ورکړې ، خو په اصل کې د وی خپله د سرمایدارۍ پیاوړي کېدو له پاره د غریب اوکارګر په وینوځانونه دې هدف ته رسول غوښتل ، چې په اوو لسیزوکې یې نیمه آسیا او اروپا په ډېره  چټکۍ سره د سرې امپراتورۍ د ځيره خورې خپسې ترسینه پرې لاندې کړه ، خو پرافغانستان باندې د شوروي له خوا د پوځي یرغل او لس کلن نیواک په نتیجه کې هغه امپراتوري هم افغان مجاهدینو ور ړنګه ، دړې وړې او پینځلس ټوټې کړه چې له والادي واستکه تر شرقي اروپا پورې یې د نیمې نړۍ مخ پوښلی ؤ . په ملګرو ملتوکې به چې شوروي استازي خپلې څرګندونې کولې ، امریکا یي استازی به داسې غلی ؤ لکه همدا اوس چې روسي استازي د امریکې د استازو په وړاندې  په کې غلي دي .

هو! په وېتنام کې د امریکایانو له ماتې وروسته په ټوله سړه جګړه کې یوازې پخواني شوروي اتحاد یکه تازي کوله ، خو له کومې ورځې چې افغان مجاهدینو ددوی ښکر په افغانستان کې ورمات کړل ، پرخپلې امپراتورۍ سر بېره یې د چرنوبل اتومي ستره بټۍ اوپه لس ګونو ساینس دانان هم له لاسه په کې ورکړل . د پخواني شوروي اتحاد مشربرېژنېف افغانستان ته هم د منځنۍ آسیا هېوادونودلاندې کولو په څېرخیال کړی ؤ .خو دا درس یې چورلټ  له یاده وتلی ؤ چې په دې خاوره کې د تاریخ په هره مقطع کې ګڼوامپراتوریود متدینو افغان ملي مشرانو ترملي مشرتابه اوپولادي هوډ منوقوما ند ولاند ې د افغانانو د خود ارادیت اوقربانۍ د ژوندي حس ، ملي یووالي اوغوره اخلاقوپه وړاندې خپل سرونه خوړلي او له دې خاورې ارماني شړل شوي دي .

خوپایله داچې :

دا کارونه په افغانستان کې کوم ډول افغانانو ترسره کړي ؟ اوس یې کوم ډول افغانان په کې ترسره کولی شي ؟ اوپه راتلونکې کې به څه ډول خلک د خپلونیکونوهغه سپېڅلی اصالت او رسالت پرمخ وړي ؟

هو ! دا کارونه د سلطان محمود غزنوي ، میرویس نیکه ، شاه محمود هوتک ، احمد شاه دُراني ، شاه زمان ، وزیرمحمد اکبرخان اونوروتاریخ جوړوونکوافغانانو په څېرترسره کړی . ځکه هغوی خپل ځان او خپلې مادي اومعنوي ټولې شتمنۍ د ملي ګټوخوندي کولو په لارکې په صداقت ، اخلاص اوایماندارۍ سره نذ رانه کړې دي ، اوسني اوراتلونکي نسلونه هم باید د هغوی په څېرد خپل غیورملت اصالت اوبقاء ته په درنه سترګه وګوري اود خپلواصیلواسلافوپرپله باندې پل کېږدي .

د افغانستان غوره تاریخ جوړوونکې یادې څېرې د افغانستان په تاریخ کې د غوره اخلاقو ( شرم اوحیأ او نرمې غاړې ) څښتن خلک وو، په خورا سمه طریقه به یې له مقابل لوري سره په پسته او نرمه له حکمته ډکه ژبه خبرې کولې ، نه یې د بل چا حقوق خوړل او نه یې د خپل ځان حق پربل غاصب باندې خوړلو . خوترهغو چې په افغانانوکې دغه  اخلاقي جوهر( شرم اوحیأ) موجود وي هېڅکله به هم خپل دیني او ملي اصول او ارزښتونه ترپښولاندې نه کړي . ځکه چې دغوره اخلاقو لومړنی شرط (صبر ، حِلم  ، برد باري ، حیاء او تقوا ) ده  ، علم هم د صبراوحِلم په موجودیت کې ترلاسه کېږي .

علم له افغانانو سره خوند کوي ، ځکه افغانان خپله ذاتاً درانه او سنګین خلک دي . د روند  اومعروف دود  او د ستورلري ، د رسول الله (ص) پرد ین اوسیرت باندې مین دي اوتل د نورو په درناوي کې خپل عزت النفس لټوي . په خوی اوعادت کې ډېردروند اوتل پرخپلو ژمنوثابت ، صابر اوپرځای ولاړوي . په سیرت او صورت دواړو باندې پاک او سپېڅلی دي . سوچه افغان چاته بدې ردې او سپکې سپورې نه وایي . خبرې یې ساده اوعام فهمه وي . په لغتونو له چا سره نه غږېږي . د چا په خبروکې نه ورلوېږي او نه د چا خبرې قطع کوي ، بلکې غوږ ورته نیسي . چاته کینه په زړه کې نه ساتي . په درین تندي اوموسکۍ خوله له خلکوسره خبرې کوي .عاد ل او انصافداره هم دي . نه د چا حق ترپښولاندې کوي اونه هم بل ته ددې اجازه ورکوي چې د د وی حقوق څوک ترپښولاندې کړي . د خولې او زړه خبره یې سره یوه وي . تل ریښتیا وایي که څه هم سر یې په کې ولاړشي . د هغوی هوډ او ژمنه په اصل کې له خدای (ج) سره هوډ او ژمنه ده . ځکه د سپېڅلو افغانانو دوستي او موالات هم د خدایتعالی د رضاء له پاره دي او دښمني یې هم د الله تعالی د رضاء له پاره ده . سوچه افغانان تل ملي ګټې ترخپلوګټو غوره ګڼي .

خودا باید په یادولروچې ترڅوپورې په افغانانوکې ریښتینی  ملي یووالی او پورتني ټول یاد خواص موجود وي ، کورنی لوړتعلیم او غوره اخلاق ولري ، هېڅکله به څوک بری ورباندې ونه مومي .

اې افغانانو ! راځۍ چې موږ هم په ګډه سره ځانونه د خپل کورني لوړتعلیم اوغوره اخلاقو خاوندان کړو .

خوهغه کسان چې ملي شتمنۍ ، بانکونه ، اوټولې خپلې او پردۍ مرستې یې په یو او بل نامه غلاکړې او یو ځل بیا د خپل ځان واک ته د رسولوپه موخه د خپل زر، زور او تزویراوغلا کړیو امکاناتو پرمټ د ټول ملت پرضد کارترې اخلي اویو ځل بیا ملت په نا قانونه اوغیرمعروفه طریقه ترخپل واک لاندې د استعماراو استخباراتي کړیو په مرسته همداسې بیده ، محتاج او د تل له پاره غلام او مزدورساتل غواړي ، هغوی اوس د افغانستان خلکوښه پېژندلي دي . ځکه اوسني افغانان هغه د اتلسمې اونولسمې پېړۍ افغانان نه دي چې یوازې د باچا د نغارې ډنګول به یې اورېدل او نوربه په هېڅ شي باندې نه خبروواونه به پرې پوهېدل . بلکې افغانان اوس دومره هوښیارشوي چې که څوک ورته ووایي چې : (( دوې ګوتې سررا وباسه ، زر روپۍ به درکړم ، سمدلاسه به یې په ځواب کې ورغبرګه کړي چې : څنګه ؟ روپۍ یو زر راکوې ، اوفاصله دې دوې ګوتې ده ؟ حتماً دې په دې کې څه چل دئ .))

خدای پاک دې وکړي چې سرله اوسه په یوه خوله اویوه هوډ سره ټول افغانان تریوه ملي غړوندي سرونه سره وباسي اوپه ګډه د نر او ښځو د رسمي او خصوصي تعلیم او تعلُم په برخه کې ملي محوره کوټلي عملي ګامونه اوچت کړي ، ترڅودهېواد بچیان یوځل بیا د پردیو استخباراتي تعلیمي مرکزونو د توطئیو ښکارنه شي . همدا زموږ ټولوغمیزوته د پای ټکي اېښودوترټولوغوره لاره ده .  

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery