مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-06-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کونړ دیني عالمانو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د جګړې له ښکېلوغاړو د اوربند د غځیدو غوښتنه وکړه

راحیله جواد

.

نن شنبه د غبرګولي په (۲۶) مه نېټه د کونړ ولایت دیني عالمانو د یوې خبري ناسته په ترڅ کې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو په زیان او د پردیو په ګټه وبلله او له دواړو لورو یې د نېکمرغه لوی اختر پورې د اوربند غځيدو غوښتنه وکړه،ترڅو په دې موده کې د سولې خبرو ته لار اواره شي او بین الافغاني خبرې ترسره شي ،دغه راز له دولت څخه یې غوښتنه وکړه،چې دښه نیت په ډول د طالبانو بندیان ازاد کړي


 دیني عالم مولوي عبیدالله وویل د افغانستان خلک په اوسني وضعیت کې د شرعي نصوصو په رڼاکې د سولې،سوکالۍ او ارامتیا په هیله دي ،موږ دسولې د رامنځته شوي فرصت څخه ملاتړ کوو او د اعلان شوي اوربند له امله د دواړو خواوو مننه کوو،دغه اوربند د افغانستان ټولو خلکو ته خوشحالي وربښلې، موږ دکونړ خلک، علماکرام،مجاهدین،مهاجرین،ماشومان او ښځینه ددغې اوربند ملاتړ کوو او په دواړو خواوو غږ کوو،چې دغه خوشحالي تر ترتله کړي .

دیني عالم نورالمعبود احساس په خپلو خبرو کې د هېواد له علماوو مننه وکړه ،چې دجنګ جګړې د مخنیوي لپاره د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه راپورته  شول او په افغانستان کې د سولې او ثبات او دښکیلو خوا سولې ته هڅولو لپاره یې شرعي فتوی صادره کړه،له دواړو خواوو یې وغوښتل ،چې اوربند وغځوي او بغیر له شرطونو سولې ته غاړه کیږدي،ده وویل څرنګه چې طالبانو حسن نیت څرګند کړ او یوشمېربندیان یې خوشې کړل دولت هم باید دښه نیت په اساس د طالبانو بندیان خوشې کړي،ده وویل د دولت او طالبانو مو غوښتنه داده،چې سولې دخبرو واک د افغانستان علماوو ته ورکړي او د دوامداره سولې لپاره د افغانستان په حریم بین الافغاني مذاکرات پیل کړي .

دیني عالم مولوي عزیزالله هم په کنفرانس کې د سولې په شرعي اړخونو خبرې وکړې او له دواړو خواوو یې وغوښتل، چې په ولس رحم وکړي او جګړې پای ته ورسوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery