مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جمهوررئیس محمداشرف غني جلال اباد ښار ته سفر وکړ

راحیله جواد

جمهوررئیس محمداشرف غني جلال اباد ښار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت د بېلابېلو اقشارو او قومونو له مخورو، علماوو او د ځوانانو له استازو سره د ننګرهار ولایت د غونډو په تالار کې جوړې شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د غونډې په پیل کې د ننګرهار والي حیات الله حیات جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پر مهال، په دې خوښي وښوده چې د مهمو پروژو د پرانیستې او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یې جلال اباد ښار ته سفر کړی دی. هغه زیاته کړه د ننګرهار ولسونه د نظام او ستاسو ټینګ ملاتړي دي.
جمهوررئیس طالبانو سره د اوربند او سولې په اړه وویل، د اوربند پر مهال د سولې په اړه ټولې فرضیې غلطې ثابتې شوې او معلومه شوه چې سوله د ټولو افغانانو مشترک ارمان او لومړنۍ غوښتنه ده؛ نو ځکه د سولې په اړه د هیچا منفي نظر او ویټو نه منم.
رئیس جمهور وویل، زه د افغانستان د خلکو ولسمشر یم، زه د افغانستان د خلکو او علمای کرامو خبره منم، سوله د ولس غږ دی او دا اوسنی څلويښت کلن جنګ ماته په میراث رسېدلی دی او زما دنده داده چې دا جنګ ختم کړم او هر ځای کې طالبانو سره خبرو ته حاضر یم.
جمهوررئیس د ننګرهار په پانګوالو غږ وکړ چې د دوی د پانګې له برکته نور ولایتونه اباد شوي، دا ځل زه ورته د پانګونې زمینه برابروم، دوی دې په خپل ولایت کې د برېښنا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
جمهوررئیس د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه د غصب شویو ځمکو د بیا راګرځولو لپاره دې یو کمېسیون جوړ کړي، د غصب په اړه دې اسناد او شواهد راټول کړي او بیا دې ماته وړاندیز وکړي چې د غصب د مخنیوي لپاره ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړم.
همدارنګه جمهوررئیس د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس او د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار مشران دې کابل ته راوغواړي چې په ستونزو، وړاندیزونو او حل لارو ورسره تفصیلي وغږیږي.
جمهوررئیس د د انکشافي پروژو په تطبیق کې ستونزو ته په اشارې وویل، انکشافي پروژې به په جدي توګه ارزول کېږي او د ننګرهار والي ته یې لارښوونه وکړه چې د پروژو یو بشپړ لیست له مشخصاتو سره ترتیب کړي او کابل ته یې راوړي چې له وزیرانو سره یې مخامخ کینوم او دغو ستونزو ته حل لارې ولټول شي.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery