مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیکا : د واکسینو د سم تطبیق برخې ته تر پخوا پاملرنه زیاته شوې.

راحیله جواد

 دغه څرګندونې پکتیکا والي ماشوم ته د پولیو ضد واکسینو د دوو څاڅکو د ورکړې پرمهال وکړې او د پولیو پر وړاندې د واکسینو درې ورځینی کمپاین رسمآ پیل شو.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، په پکتیکا کې د واکسینو د تطبیق په برخه کې د پخوا په پرتله زیات کار شوی، ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی او د پولیو مثبت کېسونه د پخوا په پرتله کم شوي دي.
وحدت وایي: د خپل ماموریت په دوه کلنه دوره کې د واکسینو په برخه کې زیاتې لاس ته راوړې لري او دغې برخې ته خپله پاملرنه نوره هم زیاتوي.
نوموړی په پکتیکا کې پخوا د مثبتو پېښو د شتون لامل په دغه ولایت کې د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه را کډه شوي کډوال په ګوته کوي او زیاتوي چې د دوی ماشومان له دوو لسیزو را په دې خوا نه دي واکسین شوي او له ځان سره یې دغه ویروس راوړی و.
بل لورته د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالهادي هاشمي وویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به په ټوله پکتیکا کې دوه لکه اولس زره یوسل او دوه شپېته ((۲۱۷۱۶۲)) هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کالو نو څخه کم وي.
نوموړي زیاته کړه، په اوسني کمپاین کې ډېری هغه ستونزې هوارې کړې چې پخوا موجودې وې.
د یادونې ده، پکتیکا والي محمدالیاس وحدت یو ځل بیا د پولیو ضد واکسینو تطبیق کوونکو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکړي او هڅه دې وشي چې هر ماشوم د پولیو پر وړاندې واکسین شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery