مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له عبرته ډکه کیسه چې د افغانستان روان بهیر په کې رانغښتی دئ :

(محمد انور ولید )

 

وایي چې یووخت په لاهورښارکې د یوه چوهدري چوړي کارروزګارډېرخراب ؤ . هرکارته به یې چې اوږه ورکړه پایله به یې منفي وه . له چانه د قرض اخیستو باوریې هم له لاسه ورکړی ؤ. له ډېروسوچورتونوبه چې دورځې پرلارې باندې هسې هم روان ؤ، خپلې ګوتې به یې مروړلې اوله ځانه سره به ګډ ؤ، اوتې بوتې به یې ویلې . او د شپې به ترکوم پله ، یاونې لاندې چېرته د لارې یا سړک پرسرد ستړي زړه او ستومانه ځان له کبله خوب وېؤړ. لږه شېبه وروسته به یې خوب له سترګو والؤت او د سبا ورځې په غم کې به ډوب شو. د شپې د غمونواود ورځې د بېکاریواوبې روزګاریولړۍ د آرام سا ورڅخه اخیستې وه . آخریې له ځان سره د همالیې غره ته د تلو پرېکړه وکړه .

 کله چې سهارد همالیې د غره پرخوا روان شو سملاسي  د سیمې خلک ټول ور باندې خبرشول چې فلانی د بېکارۍ او بې روزګارۍ له لاسه همالیې غره ته روان شوی . بېکاریواو بې روزګاریوځپلی چوهدري وروسته له څووشپوورځوڅخه له کړاوونواوخطروډکومزلونود همالیې غره ته ورسېد . هلته یې هم کوم داسې څه پیدا نه کړل چې د ده روزګاردې پرې ښه شوی وای . له هغه ځای څخه بېرته د خپل کورپرلورد چورتونواوغمونو تردرانه پېټي لاندې په غیرمتوازن اوزنګېدلي ځان تش لاس راروان ؤ. لاهورښارته نږدې یې په لارکې یو موږک ترمخ تېرېده چې ناڅاپه یې سترګې ورباندې ولګېدې ، د پیشو په څېر یې ور باندې ټوپ کړل اوموږک یې ونیو .

ښارته را ورسېد د خپلې جونګړې درګی یې خلاص کړ، چورت ورولوېد چې راځه ، خلک خوهسې هم درباندې خبردي چې فلانی همالیې غره ته تللی ، نو د شپې یې موږک د پړانګ په شکل رنګ کړاو په قفس کې یې واچاوه ، بیا یې په ښارکې یو داسې ځای ولټاوه چې د ښارله یوې خوا خلک یو یو ورداخلېدلی شوای ، خو د بېرته را غبرګېدو امکان یې په کې نه ؤ، اوسیلانیان مجبوروو چې د ښاربلې خواته ځانونه وباسي . هو ! دا طالسمي پروژه  یې یوازې د سیلانیانوله پاره جوړه کړې وه .

په همغه ځای کې یې په یوه بنده کوټه کې په قفس کې رنګ کړی موږک ځوړند کړاو په ښارکې یې اشتهارونه و ځړول چې فلاني له همالیې غره څخه داسې پړانګ راوړی چې په نړۍ کې ساری نه لري . له خلکوسره یې د لیدلو تلوسه زیاته شوه اود پړانګ څښتن د نوموړي پړانګ د لیدو له پاره د یوه ټکټ بیه ( پنځوس ) کلدارې وټاکله .

کله چې د ښاردخلکوګڼه ګوڼه زیاته اود ټکټ اخیستوپرسرټېل ماټېل اوتوربازارشوړشو، ځکه هرچا هڅه کوله چې ترنورو یې باید مخکې وویني . خو چې هلته به ورغلل ، وبه یې کتل چې دا خو د همالیې د غرونو پړانګ نه دي ، داخو یوکوچینی موږک دي او د پړانګ په شکل یې رنګ کړی اوهسې خوشې چټي یې خلک ورباندې غولولي دي .

 په دې کې دری میاشتې تېرې شوې ، خو د خلکوکڼه ګونه او ټېل ماتېل هماعسې په درزکې روان ؤ ، چوهدري مفلس سړی په درېیو میاشتو کې لک پتي شو . آخرچې وروسته له دوو درېیو میاشتو چې کله زه له تا او ته له ما سره په ښارکې مخامخ شوو، نو یو بل ته مو سره وویل چې دا خو د همالیې پړانګ نه ، بلکې دا خو یوعادي موږک ؤ چې دې سړي د پړانګ په شکل رنګ کړی ؤ اوله خلکو یې خپلې پیسې پرې ټولې کړې .

ګرانوهېواد والو!

پورتنۍ له عبرته ډکه کیسه مې تاسوهېواد والو ته ځکه ولیکله چې د افغانستان په تاریخ کې له کومې خوا پر افغانستان باندې د استعمارکومه آسماني ټکه را لوېدلې ، دا هېواد د پردیوله خوا د کورنیوغلو په همکارۍ لوټ شوی ، خلک په کې وژل شوي ، او له مرګ ژوبلوپاتې افغانان د لوږې ، بې روزګاریواو درپه دریود بخورونمیرپه تبه د پردیومصنوعي نظامونو ترحمائیوي چترلاندې ترکلونو پورې همداسې بیده ساتل شوي دي .

ډېروړاندې نه ځم ، ځکه افغانستان تر پنځه زره کالو زیاته لرغونې تاریخي مخینه لري . له ډېرو لوړو ژورو داسې تېرشوی چې خپل اصالت یې هم په کې ژوندی اوخوندي سا تلی دئ . له نن څخه (۴۰ ) کاله وړاندې زموږ پرهېواد باندې د سرو لښکرو ورختو پرېکړه په کرېملېن کې د کرېملېن د واکمنانوله خوا وشوه ، پرداؤد خان باندې یې د خپلو پلویانوپه لاس په (۱۳۵۷) لمریزکال کې د غوایي پر( اوومه ) کود تا وکړه ، ور پسې یې ( نولس میاشتې او نولس شپې ) وروسته د ځمکي اوهوا له لارې د پخواني شوروي اتحا د ځمکنۍ اوهوا یي لښکري د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف افغانستان ته دا خل شوې اود افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ، هوایي حریم ، نظام اوقانون یې ټول د خپل نظامي حضور په موجودیت کې ترپښولاندې کړل . په مېلیونوخلک یې شهیدان ، بندیان ، ژول او په هجرت مجبورکړل . افغانستان یې ټول ړنګ کړ . ترلس کلن غیرقانوني حضوراود افغانانوترخود جوشه مقدس جهاد وروسته روسي لښکروماتې وخوړله اوله افغانستان څخه په تېښته ووتل .

ورپسې پاکستان لکۍ په سرواړوله اوله افغانستان څخه یې د خپلې پنځمې صوبې جوړېدوخوبونه لیدل . پریوه داسې ډله باندې یې خپل کارپیل کړچې لومړی یې د افغانانوملي یووالی له منځه وېؤړ، جهاد ، مجاهدین او ټول جهادي ارزښتونه یې د استخباراتي کړیوپه توافق سره پرې بد نام اوله منځه یووړل ، د دې ډلې مشرانوله خپل تاریځ څخه دومره ناخبره وو او دي چې د افغانستان حدود اربعه یې هم نه پېژندل . پنځه کاله یې ددې پروژې استعماري غواګۍ ولوشله ، القاعده ، ترورېزم ، داعش اوحزب التحیرډلې یې په کې تنظیم اوبیا یې په افغانستان باندې پردۍ جګړه ورباندې تحمیل کړه . له یوې خوا یې ناټو ټلواله افعانستان ته را وستله اوافغانستان یې ورباندې اشغال کړاوله بلې خوایې له روسانواوچین دواړوسره معاملې اوزدو بندونه پیل کړل .

لنډه دا چې دغربیانوتشې وعدې ، رنګه دیموکراسي اود افغانستان (۲۲) کلنې او(۱۸) کلنې غمیزې ټولې د همدې چوهدري سړي د همالیې د غره همغه پړانګ ( رنګ کړي موږک ) ته ورته دي چې  پرته له مرګ ژوبلو،هېواد لوټ کېدواو بې ثباتیواوغلامیو څخه نورهېڅ په کې نه شته . پام چې وروسته له دې مود کورنیو چوهدریانو په خوله څوک تېرنه باسي . ځکه له تېرو (۴۰ ) کالو را په ایسته ټولې سیاسي مهرې د پردیو له خوا پرافغانستان اوافغانانو باندې لکه د تېرپه څېرورتپل شوې اود بن ، اسلام آباد اوتهران موږک د همالیې  د رنګ کړي موږک په شکل پرافغانانو باندې  د همالیې د پړانګ په نامه د زر، زوراو تزویرپه خبیثه مافیایي څېره کې قبلوي ، په داسې حال کې چې آزموده را آزمودن خطاست .

اې افغانانو ! خپل هېواد اوخپل نظام په خپله په سرتاسري ملي یووالي سره جوړکړۍ اوخپله آزادي اوخپل اصالت په خپله وساتۍ . تاسو ته نه څوک آزادي درکوي اونه نېکمرغي درته راوړي . ځکه دلته نورپرافغانانوباندې ظلمونوقانوني ځای نیولی ، رحمونواو زړه سویوکډه ترې کړې اوهېڅوک پرهېچا باندې لکه د صحرا څیروونکي ژوي رحم اوزړه سوی نه لري اوخپله روزي د نورو په مرګ ژوبلوکې لټوي .

د هرې تاریخي پاڼې په اوښتو سره زموږعزل او نصب ټول د ملت د خپلواکې ارادي پرخلاف په بل ځای کې کېږي . رژیمونه ، پردۍ جګړې او پردي فرهنګونه الاعیاذ با لله د آسماني دستور په شکل د پردیو شرائطو په منلو سره پرموږ باندې عملي کېږي . خپلو ټاکنواوخپلې سولې ته موږ څوک په قلاره نه پرېږدي . همدغه نظام ته له هرې خوا چیلک وراچول کېږي اود افغان نظام هرتدارکاتي ملي پروکرام جوړېدواوعملي کېدوته د تخریب پلانونه ، د سیسې اوپلمې جوړوي . کورپه کوریې د بد یو بریدونه راته کېښود ل . خپل اصیل مشران اواصلې دیني اوملي څېرې موله لاسه په کې ورکړې . امتیازات یې ټول پردي اود افغانستان کورني اوبهرني دښمنان اخلي . پرد یود ( ان جي او) یي پروژو په شکل په خېل خېل ، قوم ، سمت ، ژبې اومذهب باندې په خپلوکې سره وېشلي یواوزموږ له خاورې څخه د خېزد تختې په شکل کاراخیستل کېږي . د افغانستان پرخلکو، خاوره ، کورني نظام ، قانون اوخپلواک برخلیک  باندې سیمه ئیزې اونړیوالې معاملې روانې دې . په داسې حال کې چې افغانستان خپل پخوانی اصالت اوخوندي توب په ملي یووالي او ناپېیلتوب کې ښه ساتلی ؤ، نه د همالیې د پړانګ ډوله موږکانو په پروژوکې .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery