مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نیمرزو ولسونه: مونږ د سولې هرکلی کوو او له اسلامي اړخه د سولیز ژوند حق لرو.

راحیله جواد

 

د نیمروز د کنګ ولسوالۍ دیني علماو، قومي مشرانو او سلګونه نورو ولسي خلکو د جګړې په دواړو لورو غږ وکړ، چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او په ګډه د هېواد د راتلونکي لپاره کار وکړي. دوی و ویل د افغانستان خلک نور د جګړو زغم نه لري، باید د رښتینې سولې لپاره اقدام وشي او سوله غوښتونکي افغانان دې نه ناهیله کوي.
یادې څرګندونې نن د دغه ولسوالۍ سلګونه ولسي وګړو د هغې غونډې پر مهال وکړې، چې د سولې په تړاو جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې د نیمروز مرستیال او سرپرست والي سردا رمحمد همدرد، د سولې عالې شورا رییس عبدالرحیم نیازي، د ولایتي شورا غړي ګل احمد احمدي، د کنګ ولسوال جمعه خان، دیني علماو او قومي مشرانو او سلګونه نورو ولسي وګړو برخه لرله.
مرستیال او سرپرست والي په سوله کې د ولسونو رول مهم وباله او تاکید یې وکړ، څو دیني علما، قومي مشران او ولسونه د سولې لپاره هڅې وکړي او د روانې جګړې په ختمولو کې خپله همکاري وغځوي. د همدرد په خبره، چې جګړې د هېواد د پېړیو د پرمختګ مخه ډپ کولی شي، نو په کار ده، چې د هوسا ژوند، قوي اقتصاد او ښې حکومتولۍ لپاره د سولې لار خپله کړو او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلو.

نوموړي په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې د ولسمشر غني د اقدام هر کلی وکړي او ځان د سولې او سیاست له لارې واک ته ورسوي. د هغه په وینا جګړه له هېواد ورانونې او شاتګ پرته بله هېڅ معنی نه لري.
د غونډې پر مهال د سولې عالي شورا رییس عبدالرحیم نیازي و ویل، چې روانې جګړې د افغانانو حوصله پای ته رسولې ده او له جګړو ستړي دي. نیازي د هېواد راتلونکی په سولې پورې وتاړه او په وینا یې یوازې سوله ده، چې د پرمختګ زمینه برابروي. نوموړي د کنګ له ولسونو څخه غوښتنه وکړه، څو د سولې په ټینګښت کې ورسره همکاري وکړي او په دې برخه کې ولسونو ته متوجه شوی مسوولیت ادا کړي.

پر دې سربېره دیني عالم او خطیب مولوي عبدالاحد سوله مذهبي ارزښت یاد کړ او په افغانستان کې يې سوله نه یوازې اړتیا، بلکې له دیني اړخه یې هم ضرور وګڼله او په وینا یې، چې اوسنۍ جګړه مشروعیت نه لري، نو ځکه باید له ورور وژنې څخه لاس واخلو.

کنګ ولسوالي که هڅه هم له امنیتي اړخه جدي تهدید نه لري، خو ولسونه یې د سولې غوښتونکي دي او د جنګ له ښکېلو خواو غواړي، څو جګړه ختمه کړي او تلپاتې سوله حاکمه کړي.
نیمروز چې سوله غوښتونکي ولسونه لري، ښايي د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم دا ډول غونډې جوړې شي او ولسونه د سولې اواز اوچت کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery