مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولې په خبروکې ګډون وکړۍ ، خوسوله به نه کوۍ !

محمد انور ولید

زلمی خلیلزاد : پاکستان طالبانوته ویلي : د سولې په خبروکې ګډون وکړۍ ، خوسوله به نه کوۍ !

 

دایوڅرګند حقیقت دی چې پرافغانستان باندې د استعمارله خوا ورتپل شوې وارداتي (۴۰) کلنه جګړه پردۍ اود نړیوالو نورمونوخلاف هېڅ حقوقي جوارنه لري چې سترا تیژیکي ، پوځي ، سیاسي ، اقتصادي اود کلتوري یرغلونوګټې نورو په کې وکړې اود سر، مال ، ملي نظام اوخپلواکې جغرافیې بیه یې افغانانوپرېکړه .

عجیبه پرازیت ډوله امیبي حرکت ته ورته یوه داسې جنګي پروژه په افغانستان کې روانه ده چې د تغذ یې د ماشین ترسینه لاندې یې د هېواد په شارګونوکې خپل استثماري نېښونه د هېواد په (نهو) مهمونقطوکې ورښخ کړي ، د ځمکې څوپو ړیزه د اوبود ذخیروآهکي کَوَرُونه (ذخیرې ) یې ورسوري کړي اود پېچکاریوپرستنوباندې یې د افغانتستان د ځمکنیوقېمتي زېرمومنځ ته ځانونه رسولي چې پرله پسې وچکاليو اود اوبود سطحې ټيټېد وعارضه هم له همدې امله منځ ته راغلې ده ، خوپه کې چاغ استعماري پرازیت شو، اوپه کې خوارځواکه ، کاواکه اوخراب افغانستان ، افغان نظام اوافغانان شول .

دغه پرازیتي لوبه په افغانستان کې لاهم روانه ده ، خود تشخیصیه لابراتوارتخنیکي اوتکنالوجیکي اړخ اوبې مسلکه لابرانت یې اوس هم د جګړې امیبي ناروغي محرقه بولي اومدوا یې پرتروخت تېروآسپرین ډوله تابلېتوباندې کوي .

افغانستان همدا اوس د مرګ پربسترباندې پروت دئ ، خومعالج ډاکټران وروسته له هروپنځوکالویوځل د قانون له دروازې څخه په داسې حال کې د کتنځای رسمي دفترته ورځي چې هلته یې په وړاندې خواوشا ډېرضد اونقیض د مزاحمت اړخونه هم وجود لري چې ترډېره له معالج ډاکټرسره د همکارۍ پرضد له پردیوپرازیتوسره غاړه غړۍ دي ، نوافغانستان او افغانان به څنګه له دې ناروغۍ څخه روغ پاتې شي ؟

پوره (۴۰) کلونه تېرشول چې په افغانستان کې نیابتي پردۍ جګړه روانه ده ، هره ورځ د اتلولیود ستېج پرسرپه پرمختللې تکنالوجۍ باندې د سمبا لوباروتي فیلانوترمنځ د داسې نا انډوله لوبې بهیرروان دی چې ستېج اوافغانان یې دواړه پرې غلبېل غلبېل کړل ، خولوبه لاهم په لوی لاس د تېرپه څېرجاري په کې ساتل شوې . څوک نه پوهېږي چې د نړیوال ښامار اوطالب ډوله داعشي موش خرما ترمنځ به دا جګړه ترڅو پورې په افغانستان اوسیمه کې روانه وي ؟

که طالب ځان افغان بولي ، نولومړی دې له خپل ځان څخه وپوښتي چې دوی چا جوړکړي ؟ چا واک ته ورسول اوچا ددوی رژیم بېرته د چا په مرسته ورته ړنګ کړ؟ د طالبانواصلي د ښمن څوک دئ ؟ د افغانستان مسلمان ؤلس ، اوکه بهرنیان ؟ که چېرته د افغانستان له ؤلس یا نظام سره د ښمني لري ، بیا خوورته لازمه ده چې د مذاکراتواوروغې جوړې خبرې هم له افغان حکومت سره وکړي ، اوکه د ښمني اوجګړه یې د پردیو په وړاندې وي ، نوبیا دې جګړه هم له پردیو سره وکړي اوخبرې اومذاکرات دې هم له خپل هغه سیال سره وکړي چې خپله فرمایشي جګړه یې ورباندې تحمیل کړې ده . نود افغان دولت اوعامو بې ګناه افغانانو وژلو ته یې ولې ملا تړلې ده ؟

خوپاکستان څه د شړومبومچ له ځانه جوړکړی چې هم د پردۍ جګړې پرکټوباندې بزېږي خپله غلچکې تغذیه ترې کوي اوهم یې افغان طالبان پرافغان حکومت باندې د فشارد آلې په توکه له ځان سره یرغمل ساتلي اود اړتیا پروخت یې په خپله خوښه د خپلوامتیازاتوترلاسه کولوپه خاطرد افغان حکومت په وړاندې استعمالوي .

بلخوا نړیوله ټولنه هم ورځ تربلې ځان په ابهاماتوکې داسې را نغاړي چې د مېخ ټکوهلودوړې یې هره ورځ د پاکستان په مرسته په افغانستان کې پورته کېږي .

د افغانستان خلک هم حیران دي چې له یوې خوا د ائتلافي ځواکونود مافیایي اړخ دغه ترمورمهربانه دائیې د کومې مهربانۍ له مخې د ( دری نیم مېلیونه ) مجبوروافغانانوپه خوله کې د زهرجنو پیو شیرې ورڅڅولې او په داسې تدریجي مرګ یې ورباندې وژني چې وینه یې هم ځمکې ته نه توئیږي ، اوله بل پلوه د افغانستان خاوره اوهوا دواړه د یوه لابراتواري آزمونځای په توګه استعمالېږي چې موږ یې ښکاره بېلګې په اچین او نورو سیموکې دبمونود موراونورو زهرجنوکېمیاوي ، بیولوژیکي اوذروي وسلواستعمال په ګوته کولی شو، خو بل لورته بیا د افغانستان اوافغانانو په دغه زار حالت باندې د خپل مکراوتمساح اوښکې تویوي او وایي چې موږ د افغانستان د نظام اوخلکو ترشا ملاتړلي ولاړیو. دا نو څه ډول سترا تیژي ده چې هم افغانان په کې وژل کېږي اوهم یې حلواوې خوړل کېږي اووېشل کېږي ؟

خوپه اصل کې داسې نه ده ، ځکه کومه لوبه چې همدا اوس د زبرځواکونوترمنځ په آسیا روانه ده موږ ته دا درس را کړی چې له شمالي کوریا سره تد ریجي جوړجاړی روان دئ ، د اسرائیلوبشپړملاتړکېږي، د یمن په جګړه کې امریکه د سعودي عربستان ملاتړې ده خوپه عراق اوسوریه کې بیا د ایران ملاتړې ده ، د بیت المقد س د اشغال له پاره بیا د اسرائیلو ترڅنګ ولاړه ده اود فلسطین د ځپلواوسره فاشلوپه اړه یې بیا خوله پټه نیولې ده ، کټ مت لکه په افغانستان کې د پاکستان د تخریبونو په وړاندې چې چوپه خوله ده . ائتلافي ځواکونه په لیبیا کې د معمرالقذافي پرضد وو، ځکه هغه یې پرمخالفو لېبیایانوباندې وواژه ، خود قذافي زوی سیف الاسلام یې بیا له ځان سره ژوندی ساتلی .

د ایران نیم په نیمه ملکي او نظامي تجارت اواقتصادي وده په ایران کې د یهودی الاصله ارانی التبعه سیاسي سوداګرو په لاس کې ده ، په عراق کې په صدام پورې تړلی پوځ لومړی د ائتلافي ځواکونو په لاس د تېلود قبضه کولواودعراق د (۵۰۰۰۰) کلن تاریخي هویت له منځه وړو پرسرله منځه یووړل شو، وروسته عراقي سنیان اوکردان د عراق په اداري سیستم کې په مرموزډول ورک اوتیت پرک شول چې همدا د عراق د دری ټوتې کېدواود سوریې او ترکیې د تجزیه کېدو پېلامه کېدای شي ، پاتې نوریې د امریکې په لاس لکه د افغانستان طالبان دداعش په نوم سره را ټول اولومړی یې د سوریې اشغال ته زمینه پرې برابره کړه ، ورپسې یې د پاکستان اوافغانستان ترمنځ قبائلي سیموته د انسجام له پاره سره را انتقال کړل ، اوس دا دي د ننګرهارله اچین ، تورې بوړې ، زابل ، ارزګان ، فراه ، کندز، فاریاب ، اونوروسیموڅخه د یوه نامعلوم آدرس پرخوا د حرکت په حال کې دي چې د روسیې غوني همدا اوس ورسره را زیږه شوي دي .

که څه هم پا کستاني چارواکوپخوا په ځلونود طالب ډلې له کره شتون اوملاتړڅخه انکارکړی ، ولې په وروستیوکې یې دې مسؤولیت اخیستوته هم غاړه کېښودله ، خود سولې اړخونه یې تت او پیکه ښکارېدل ، ځکه چې له یوې خوا طالب په کې د خپل واک نه ؤ، اوله بل پلوه په افغانستان کې د پردۍ جګړې د پروژې ټېکه دارانو په افغانستان کې د خپلوګټو له پاره د جګړې ختمول نه غوښتل . خو په پاکستان ، افغانستان ، ترکیه ، سعودي عربستان ، چین ، اندونېزیا اومڼخنۍ آسیا هېوادونوکې د افغان سولې ټولې خبرې د باد خوراک شوې . د قطردفتراود کوټې شورا د افغانستان د جغرافیې د وېشلواوپه هېواد کې د جګړې اوږدولوله پاره را منځته شوي دي . 

اوس چې پاکستان په خپلوټولومذبوحانه هلوځلوکې د خپل کورني ، سیمه ئیزاونړیوال غلط سیا ست له امله پاتې راغلی  لګیا دئ یوځبل بیا برمته کړې طالب ډلې د خپلوشومواهدافواوامتیازاتوترلاسه کولوپه موخه د افغان دولت په وړاندې استعمال کړي .

په ملګروملتوکې د امریکي استازي ، په افغانستان اوعراق کې د امریکې پخواني سفیرامریکایي التبعه افغان زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په خپلو خبروکې یوې رسنۍ ته ویلي چې : (( پاکستان د افغان سولې په اړه دوه مخې پالیسي پرمخ وړي ، په دې معنا چې افغان حکومت ته وایي : موږ په سوله کې همکاري درسره کوو ، خوطالبانوته یې ویلي چې : په سوله کې ګډون وکړۍ ، خوسوله به نه کوۍ . ))

دا په دا سې حال کې ده چې تر اندونېزیا وروسته په افغانستان کې په زرګونوعلمأ د کابل په لویه خیمه کې سره را ټول او د ځانمرګې بریدونواو په افغانستان کې د جګړې حرام والی د قرآن او نبوي احادیثو له مخې اعلان کړ، د سعودي عربستان سترمفتي او د کعبې شریفې امام دا جګړه ناروا او حرامه وبلله ، خو د پاکستان یوه ګمراه ابلیس ډوله ملا سمیع الحق په افغانستان کې دغه د قر آن او سنتو خلاف د پردیو ګټو جګړه جهاد وباله او پردوام باندې یې ترکیزکړی .

بلخوا کله چې د افغان ؤلسمشرله خوا د کوچیني اخترد ورځو په مناسبت یو طرفه اوربند اعلان شو، د کوټې شورا هم په ورته عمل لاس پورې اودری ورځې اوربند یې اعلان کړ. د اختر ورځې طالبانو، عام ؤلس اوحکومت په ټول افغانستان کې په ګډه سره و نمانځلې، د افغانستان عام ؤلس او مدني ټولنو او د سولې کاروان له ؤلسمشرمحمد اشرف غني څخه د اوربند د غځېدوغوښتنه وکړه او په وړاندې یې افغان ؤلسمشرهم مثبت غبرګون وښود ، د اوربند موده یې غځولې اعلان کړه ، خوطالب چارواکواود افغانستان دسولې دښمنانوچې د خپلو طالبانوله تپل شوې پردۍ جګړې څخه د ستړي کېدواوسولې ته د تږي کېدوحال ولید ، نویې د اخترپه ورځ په غازي امان الله خان ښارګوټي کې بمي چاودنې وکړې چې مسؤولیت یې داعش ډلې پرځان باندې ومانه ، طالبانوهم اوربند ختم کړاوهم یې هغوطالبانوته د سزا ورکولواعلان وکړچې له حکومتي چارواکواوعسکروسره یې یوځای اختریزروغبړکړی ؤ.

ورپسې یې د حکومت له خوا له اوربند څخه په سؤ استفادې سره په هلمند ، ارزګان ، فراه ، چخانسور، غزني ورد کواو نوروسیموکې پراخ عملیات پرملي اردواوملي پولیسوباندې پیل کړل اوپه سلګونوافغان سرتېرې یې شهیدان کړل . همدلته د زلمې خلیلزاد خبرې وزن اوصدق وموند چې پاکستان یې هم په مېخ وهي اوهم په نال .

زما له ټولوافغانانوڅخه د ټول مظلوم ؤلس په استازیتوب دا تمه اوغوښتنه ده چې نوردې په خپلو کې د زړه په اخلاص سره کښېني ، بهرنیانوته د جګړې په غځېدوسره د پاتې کېدو پلمه په لاس ورځي ، که خپلمنځي جګړه ختمه شي ، نو ورسره سمه پردۍ پروژه یي اجاره کړې جګړه هم په افغانستان کې ختمېږي . ځکه افغانان به افغان شموله کورنی نظام او ډاډ من امنیت ولري . بیا به بهرنیان دلته د څه له پاره زموږ په خاوره کې د خپلو پوځي پرمختللو تکنالوجیوغوبل جوړوي ؟ نه هېڅکله هم نه شي کولی .

اې افغانانو ! له خپل تېر (۴۰ ) کلن جګړه ئیزبهیراو نورو سیمه ئیزو جګړو ځبلیو هېوادو څخه د عبرت درسونه واخلۍ !  ترخپل ځان اوخپلوګټوددې هېواد سلامتیا ، ځمکنۍ بشپړ تیا  ملي ګټواو د راتلونکي نسل برخلیک ته ترجیح ورکړۍ !  اوس خو په دې جګړه کې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په لوی لاس دا هڅه هم کوي چې د سوریې په څېرروسیه هم د افغانستان جګړې ته را کش کړي ، خوکه دوی په خپل دې کارکې د افغانانود خپلمنځي جګړواواختلافاتوله امله بریالي شي ، افغانستان به په لوی لاس د تجزیې خواته ورټېل وهي اوملي یووالی به خدای مه کړه په کورپه کوربد یواوتلپاتې جګړو باندې بدل شي . د افغانستان ملي شتمنۍ به پردي را څخه یوسي او موږ زموږ راتلونکي نسلونه به د تلپاتې بېوسیو او مزدوریو په سیند کې ورلاهوکړي . ( فاعتبروا یا اولی الابصار)

                           ددې خاورې یو دردېدلی بچی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery