مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-03   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

د قومي ژبې زده کړه او ساتل

اکادېمیسین ګلداد خان
جون میاشتې ۲۳ نېټې غونډې ته زه د خپلو خبرو پیل کې د حبیب الله غمخور په مشرۍ فرهنگی ټولنو، د دې مهم علمي کنفرانس نوښت کولو او جوړولو له امله او له دې امله چې زه یې هم دغې مهمې غونډې ته رابللی یم، د زړه له کومې مننه کوم. د دوی لپار د لوی څښتن له درباره څخه، په ټولو شخصي او ټولنیزو چارو کې لا زیات بریالیتونه غواړم. د قومي ژبو شا لید او راتلونکي ته ځغلنده کتنه د خپلو دغو خبرو پیل کې باید ووایم چې هېوادنۍ دولتي رسمي ژبه او یا ژبې هغه دي چې د یو هېواد ورځینۍ رسمي چارې پرې چلیږي. خو په ډېرو هېوادونو کې داسې ژبې شتون لري چې رسمي نه دي، خو د هغو هېوادونو یو شمېر وګړي پرې غږیږي او خپلمنځي معاملې پرې سرته کوي. یادې شوي دواړه ډوله (رسمي او خپلمنځي) ژبې د قومونو ژبې دي. هېوادنۍ دولتي او رسمي ژبې په آسانۍ باندې له منځه څخه نه ځي. خو ډېری او ګڼ شمېر قومي غیر رسمي غټې او وړې ژبې د تاریخ په اوږدو کې له منځه تللی او یا هم منځ څخه وړل شوي دي. د دغو مړو شویو او وژل شویو یو شمېر ژبو نومونه پاتې دي، خو د ډېرو مړو او وژل شویو ژبو نومونه هم پاتې نه دي. له هغو ژبو څخه چې نومونونه یې پاتي دي، هغه په نیږدې وختونو (څو مخکینیو پېړیو) کې له منځه تللي او کومو چا یې په کتابونو کې نومونه لیکلي دي. په غټو ژبو کې چې له منځ څخه تللي دي، موږ لاتیني ژبه، زړه انګلسي ژبه او زړه جرمني ژبه یادولی شو. داسې برېښي چې لاتیني ژبه علمي سیانسي ژبه وه. دا ځکه چې اوس هم د دې ژبې لغتونه په سیانسي او خاصتأ طبي کتابونو او خبرو کې کارول کیږي. زړو انګلسي ژبې او جرمني ژبو ته هم د له منځه تللو اصطلاح کارول ځکه بشپړ سم نه دي چې هغه زړې انګلسي او جرمني ژبې په تدریج سره په نویو انګلسي او جرمني ژبو باندې اوښتي او اړول شوي دي. له منځ څخه د وړل شويو ژبو شمېرې هم بشړې څرګندې نه دي. ځکه چې د پېړیو په اوږدو کې، په مختلفو سیمو او هېوادونو کې واکمنو د وړو قومونو له ژبو سره ناسم او ظالمانه چلندونه کړي او د هغو قومونو خلک اړ شوي دي چې یوازې د واکمنو قومونو په ژبو باندې خبرې وکړي او چارې سرته کړي. په وروستیو پېړیو کې تېري کوونکو او استعمارګرو هم د مستعمره قومونو د ژبو له منځه وړلو هڅې کړي دي. دوی په ځینو دغو هڅو کې بریالي شوي هم دي. د بېلګې په توګه، اروپايي استعمارګر چې نوي موندل شوي امریکا ته ورسیدل، دوی د ځايي قومونو ژبې غوڅې او خپلې ژبې یې د دوی په خولو کې وروټومبلې. اروپايي استعمارګرو هغه بومي امریکایان، کوم چې د اوږدو او سختو جګړو وروسته ژوندي پاتې شول، اړ کړل چې د دوی (انګلسي، فرانسوي، پرتوګالي، هسپانوي او ډوچ ژبې) ژبې زده کړي. اوس مهال د امریکا هغه بومي قومونه چې ژوندي پاتې دي، د هغوی قومي ژبې همدغه د استعمارګرو دولتونو له خوا څخه وروړل شوي ژبې، قومي ژبې دي. استعمارګرو په آسیا او افریقا کې هم دغه هڅې وړکړې چې د ځايي قومونو د ژبو پرځای باندې خپلې ژبې کښېنوي. د بېلګې په توګه انګلیسانو د هند په لویې وچې او سهېلي افریقا کې انګلسي ژبه رسمي او لومړنۍ ژبه کړله، خو د ځايي ژبو ځای ناستي یې نکړل شوله. همدا ډول فرانسویانو په الجزایر کې فرنسوي ژبه رسمي او لومړنۍ ژبه کړله. دغه دواړه ژبې اوس هم د نوموړو دولتونو (د هند لویو وچو دولتونو او الجزایر دولت) په رسمي چارو کې مهم ځای لري. روسي استعمارګرو هم د خپل لاس لاندې څوارلسو آسیايي او اروپايي جمهوریتونو کې روسي ژبه رسمي او لومړنۍ کړله، خو ځايي ژبې یې له منځ څخه نشولې یووړلی. که یو قوم پخپله د خپلې ژبې اړوند بې پروایي وکړي او یا د بل قوم ظالمان او دېکتاتوران د دوی ژبه له منځه یوسي، د هغه قوم خلک به ژوندي وي، خو هویت یې خا مخه د زمانې په تېریدو سره له منځ څخه ځي. زه به اوریدونکو او لوستونکو ته د قومي ژبو ساتلو او له لاسه ورکولو، د پایلو دوې بېلې بېلګې یادې کړم. لومړۍ بېلګه؛ جټان (موږ یې مسالیان بولو) داسې خلک دي چې په ټولې نړۍ کې تیت اوسيږي. دوی چې په کومو هېوادونو کې اوسیږي، د همغو هېوادونو په ژبو باندې خبرې کوي. دوی هېچېرې هم د قوم په نوم باندې نه یادیږي او هر څوک طایفه او ډله ورته وايي. د دوی اصلي ټاټوبی معلوم نه دی، که څه هم ځینې یې هندوستان یادوي. دوی د خپل کلتور منفي خواوې یو څه غوندې زیاتې ساتلي دي. د دوی د دغو منفي کلتور ساتلو یوه بېلګه دا ده چې دوی هېچېرې زده کړې نکوي او یا یې ډېرې لږې کوي. دوی په رسمي او نورو ښکاره چارو کې برخې نه اخلي. دوی هېڅ وخت په دې فکر کې نه دي چې ځانله دې خپل هېواد او دولت ولري. دویمه بېلګه یهودیان یادولی شو. یهودیان هم په پېړیو د نړۍ په کونج کونج کې تیت واوسیدل، خو هغوی هرچېرې د اوسیدلو هېوادونو پر ژبو برسېره، خپله قومي ژبه، خپل دین او خپل کلتور وساتل. دوی هرچېرې د لوړو زده کړو هڅې وکړې. دوی د اقتصادي او مالي چارو په ځالو کې کارونه پیل او سرته کول او اوس یې هم سرته کوي. د دغو خبرو ترڅنګ، دوی په هرې سیمې کې خپلمنځي اړیکې هم سره وساتلې. دوی له هغه مهال وروسته چې خپل ټاټوبی او دولتي جوړښت یې له لاسه ورکړو، بیا سمدستي په دې فکر کې شول چې ځانله دولت ولري. دوی په ۱۹۴۷ م کال په دې بریالي شول چې د شوروي اتحاد او امریکا متحدو ایالتونو واکمنوته قناعت ورکړي چې د دوی سره د دولت جوړولو ځای په ټاکلو او د دولت جوړولو په چارو کې سیاسي، تخنیکي، اقتصادي او پوځي مرستې وکړي. یهودیانو ته هغوی په ګډو هڅو سره دا شرایط برابر کړل چې د فلسطیني خاورې منځ کې اسرائیلي دولت جوړ کړي. هغه کوم یهودیان چې د نړۍ له کونج کونج څخه دغې سیمې ته ورغلل، هغوی پخپل منځ کې د ژبې، دین، کلتور او ورته نورو چارو کې ستونزې نه سره لرلې. دلته به له کردانو څخه هم لنډه یادونه وکړم. کردان له یهودیانو څخه هم د خپل مستقل دولت جوړولو لپاره وړ او ښه شرایط او امکانات لري. نو که د زورورو دولتونو له خوا څخه یې ملاتړ وشي، هغوی به هم په آسانۍ سره د خپل مستقل دولت څښتنان شي. ځکه هغوی پر نورو شرایطو (ژبې، دین او کلتور ساتلو) برسېره، پرخپل پلارني ټاټوبي باندې هم اوسیږي. خو اړینه دا ده چې دوی په اتفاق شي او د زورورو دولتونو له لوریه یې یو څه غوندې ملاتړ وشي. دلته د بېلګې په توګه د څو دولتونو د رسمي ژبو نومونه اخلم. ۱ ـ په هندوستان کې هندي او انګلسي ژبې د ټول دولت په پوړ باندې په رسمیاتو کې کارول کیږي. خو پردغو دو ژبو برسېره، دوه ویشت (۲۲) نورې ژبې د ایالتونو په پوړ رسمي دي او چلیږي. ۲ ـ په اسرائیلو کې عبرني، انګلسي او عربي درې واړه ژبې رسمي دي. خو په دفتري او ورځینیو چارو کې عملأ عبرني ژبه چالښت لري. ۳ ـ په پاکستان کې رسمي دولتي ژبه اردو ده. خو اساسي قانون، مهم دولتي سندونه او فرمانونه په انګلسي ژبې باندې لیکل کیږي. ۴ ـ په سهېلي افریقا کې یوولس (۱۱) رسمي ژبې دي او پر دغو ژبو برسېره، نورې زیاتې ژبې هم شتون لري. ۵ ـ په فنلنډ کې چېرې چې اوس زه اوسېږم، دوې فنلنډي او سویډني ژبې رسمي دي. د فنلنډ نفوس پنځه نیم ملیونه دی. په دې هېواد کې د سویډني ژبو فنلنډیانو شمېره پنځه نیم سلنه (۱۰۰/ ۵،۵ ) ده. په ښوونځیو کې دواړه ژبې سمې لولي او هرچا باید دواړه ژبې د ستونزو حل کولو په اندازې باندې زده وي. په دفترونو او کار ځایونو کې اداره چیان باید له مراجعینو (کلیینټو) سره د هغوی په ژبې باندې خبرې وکړي. ټولې لوحې په دواړو ژبو باندې دي. ... ۶ ـ په تورکیه کې یوه تورکي ژبه رسمیات لري. خو هغلته نور قومونه هم شتون لري چې خپلمنځي پخپلو ژبو باندې سره غږیږي. ۷ ـ په ایران کې هم یوه فارسي ژبه رسمیات لري. خو په ایران کې هم نور قومونه شته چې خپلمنځي خبرې په خپلو قومي ژبو باندې کوي. ۸ ـ د امریکا په متحدو ایالتونو کې رسمي ژبه انګلسي ده. خو هلته هم نور قومونه شتون لري چې خپلمنځي پخپلو ژبو خبرې کوي. ۹ ـ زموږ په هېواد کې پښتو او دري ژبې دولتي او رسمي دي. خو د زده کړو او کارولو مکلفیت یې شتون نلري. د ژبو ساتلو او له منځه تللو په اړه خبروته دوام ورکوو. د شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمه يي کې له یوې خوا څخه د اقتصادې ودې چټکتیا او نړیوال کیدل (ګلوبلایزېشن) چټک شول او له بلې خوا څخه مډیا، په خاصه توګه تلویزیونونو او انټرنيټ په شدت سره عمومیت وموند. دا د اقتصاد نړیوال کیدلو او د مډیا پرمختګونو، د وړو او کمزورو قومونو ژبو له منځه تلل هم چټک کړل. له بلې خوا، همدا د اقتصادي ګلوبلایزېشن او مډیا چټکتیا په وختونو کې د تجاوزګرو جګړو بهیر هم زیات شو او دغې بهیر په شدت سره جبري کډوالۍ زیاتې او چټکې کړلې. د زورورو دولتونو دغو چارو هم په خپل وار سره د کمزورو او وړو قومونو ژبو ته سخت زیانونه واړول. د ملګرو ملتونو یونسکو څانګې معلوماتو له مخې، اوس مهال په نړۍ کې اووه زره (۷۰۰۰) قومي ژبې شتون لري. خو ځینو وړاندویونکو داسې وړاندویینې کړي دي چې له دغو پاتو ژبو څخه به تر ۲۰۵۰ م کاله پورې، نوي سلنه ( ۱۰۰/ ۹۰ ) ژبې ومري او له منځه به ولاړې شي. دلته باید دغې خبرې ته هم اشاره وکړم چې د یو هېواد اقتصادي وده او پرمختګ، د نوموړي هېواد د رسمي ژبې پر ودې باندې په نېغه اغېز اچوي. د بېلګې په توګه؛ کله چې د امریکا متحدو ایالتونو اقتصاد وغوړید او په نړۍ کې یې لومړی ځای ونیولو، نو د انګلسي ژبې ویونکو شمېرې هم په چټکۍ سره زیاتې شولې. اوس چې د چین اقتصاد لوړ تللی او نور هم په چټکۍ سره لوړ ځي، ډېری خلک د چینه يي ژبې د زده کړې هڅې کوي. البته په کومې ژبې باندې چې علمي او تاریخي اثار او کتابونه شتون ولري، د هغې ژبې زده کړې ته هم د یو شمېر پوهانو پام وراوړي. د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د ځینو کسانو په سرونو کې داسې خیالونه هم وروګرځیدل چې که ټول نړیوال په یوې ژبې باندې خبرې وکړي، نو د ولسونو ترمنځ د اړېکو نیولو او یو د بل په خبرو باندې د پوهوي ستونزې به هوارې شي. خو دغه کار عملي نه وه. ځکه هېڅ غټ قوم دغې خبرې ته تیار نه وه چې دوی دې خپله ژبه پرېږدي او د بل قوم ژبه دې زده کړي. د شلمې پېړۍ په وروستي (۱۹۹۹) کال د ملګرو ملتونو یونسکو څانګې، کومه چې د نړیوالو میراثونو (تاریخي اثارو، موزیمونو، دودونو او کلتورونو، ...،) ساتلو او ښوونځیو تعلیمي چارو اړوند مسؤلیتونه پرغاړې لري، د نوومبر میاشتې ۱۷ نېټې عمومي غوندې کې، د ژبو ژوندۍ ساتلو اړوند پرېکړه وکړه او د فبروري میاشتې ۲۱ ورځ یې د ژبو نړیوالې ورځې په نوم باندې ونوموله. د قومي ژبو نړیوالې ورځې لمانځل د ۲۰۰۰ م کال فبروري میاشتې ۲۱ نېټې باندې، په یو شمېر هېوادونو کې پیل شول او اوس دغه ورځ د نړۍ په ټولو هېوادونو کې لمانځل کیږي. د یونسکو له خوا د قومونو ژبو نړیوالې ورځې نومولو پرېکړه، د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۸ م کال عمومي غونډې له لوریه هم تائید او ومنل شوله. موږ افغانان ژبه څه ته وایو؟ موږ افغانان د ژبې کلمه په دو معناو باندې کاروو. ژبه موږ د غوښې دغې ټوټې ته وایو چې زموږ په خولو کې شتون لري، هم خوراک او څښاک پرې سموو او هم هغه اوازونه چې موږ یې له خولو وباسو، د نورو خلکو د پوهوي وړ ګرځوو. بل موږ د ژبې کلمه د ژمنې په معنې باندې کاروو. د بېلګې په توګه؛ تاسو له ما سره د دغې کار سرته کولو ژبه کړي وه، خو سرته دې نه کړو. پر دغو دو خبرو برسېره، ژبه موږ دغه د خبرو کولو او یو د بل پوهوي غږونو ته هم وایو. خو د ټولو قومونو په ژبو کې یوازې دغه د ژبې کلمه، په دغو ټولو معناو باندې چې موږ یې کاروو، نه کارول کیږي. د بېلګې په توګه، په انګلسی ژبې کې دغه د غوښې ټوټې ته ټانګ وايي او د خبرو کولو او پوهوي ژبې ته لېنګوېج وايي. انګلېسي ژبي خلک د انګرېزي ژبې له دغو دواړو لغتونو څخه یو هم د ژمنې په معنې باندې نه کاروي. د قومي ژبې اهمیت ته د مخه اشارې وشولې، خو لږ به نور هم پرې وغږېږو. ژبه د انسانانو د یو او بل د پوهوي، یو له بله سره د معلوماتو تبادلې او یو له بله سره د معاملو سرته کولو وسیله ده. د ژبې او خبرو په وسیلې باندې د انسانانو ترمنځ مینه او محبت جوړیږي او انسانان سره نیږدې کیږي. دا چې موږ وایو د قوم ژبه، د دغې خبرې معنا دا ده چې د دې قوم خلک پردې برسېره چې د وینې ګډون سره لري، د یو او بل د پوهوي او پاس نورو یادو شویو چارو سرته کولو ګډه ژبه هم لري. د قوم ژبه پردغو یادو شویو خبرو برسېره، د قوم د هویت پېژندلو وسیله هم ده. قومي ژبه په عین حال کې د قومي دودونو او کلتورونو یو مهم او بنسټیز عنصر دی. د یونسکو ټولنې له همدې کبله چې د قومونو دودونه او کلتورونه وساتل شي او له منځه ولاړ نشي، د ژبو نړیواله ورځ وټاکله او د ټولو قومونو خلکو پام یې د هغوی د دودونو دغې مهم او بنسټیز عنصر (ژبې) ته واړوه. خو د پښتنو یو د لوړو خیالونو لرونکي شاعر رحمان بابا، د یونسکو له دغې پرېکړې څخه څه د پاسه دوې پېړۍ د مخه، پښتانه او د ټولو قومونو خلک د قومي ژبې ساتلو ته په یو داسې ساده او روان شعري بیت کې چې د هرچا لپاره د پوهیدلو وړ دی، داسې پام اړولی وه: ښه ده، ښه ده چې په سل ژبو ګویا یې ولې مه کېږه نادان د خپلې ژبې رحمان بابا په دغې شعر کې خلک هم د خپلې قومي ژبې له هېرولو څخه منع (مه کېږه نادان د خپلې ژبې) کړي دي او هم یې دې ته تشویق کړي دي چې نورې هر څومرې ژبې چې زده کولی شي، زده یې کړی. ویل کیږي چې بنګلي ځوانانو هغه مهال چې د دوی خاروه لا د پنجاب حاکمیت لاندې وه، د اردو ژبې ترڅنګ د بنګلي ژبې رسمي کول غوښتل او دوی د خپلو هغو غوښتنو اړوند له ځپلو، وژنو او بندیخانو تېرولو سره مخ شول. خو کله چې دوی آزادي واخیستله، نو بیا د دوی سیاستوالو همدا د شلمې پېړۍ په وروستیو وختونو کې دغه خبره چې د کال کومه ورځ دې د ژبو ورځې په نوم ونومول شي، د یونسکو سازمان غړو غوږونو ته وروسوله او هغوی همدغسې پرېکړه وکړه. که چېرې پښتنو پوه او د سیاست مینه وال کسان لرلي وای، نو دوی به بیا خا مخه د یونسکو له دغې پرېکړې څخه مخکې له مخه خبریدل. او چې خبر شوي وای او دوی د یونسکو غړو ته د دغې نامتو شاعر دغه پاس شعر رسولی او وړاندې کړی وای، زه یقین لرم چې د هغې ټولنې غړو به د رحمان بابا دغه شعر د خپلې هغې تاریخي پرېکړې په متن کې ځای کړی وای. د مخه دغې خبرې ته اشاره وشوله چې داسې وړاندوینې شته دي چې د ۲۰۵۰ م کال پورې به شاوخوا نوي سلنه قومي ژبې له منځه ولاړې شي. زه غواړم دلته د افغانستان قومونو ژبو د پاتې کیدلو او له منځه تللو په اړوند باندې خپل نظر تاسو ته وړاندې کړم. خو مخکې له دې چې زموږ د ژبو پاتې کیدلو او له منځه تللو په اړه باندې څه ووایم، باید دغه خبره وکړم چې، په همغه ډول لکه چې د ټولو نړیوالو ژبو ګډ شتون نړیوال کلتور غني کړی دی، په همغې ډول زموږ د هېواد ګڼو ژبو د هېواد ملي کلتور غني کړی او ښکلی کړی دی. زموږ د هرې ژبې غوړیده، زموږ د ملي کلتور غوړیده ده. خو لکه چې پوهېږو، په افغانستان کې پښتو او دري دوې رسمي دولتي ژبې دي. بلوڅي، ازبکي، ترکمني، نورستاني او پشيي ژبې هم د افغانستان نسبي سترې ژبې ګڼل کیږي. زما په فکر دري ژبه پر دې برسېره چې په افغانستان کې یې ښه وده کړي ده او حاکمه ژبه ګڼل کیږي، د ایران فارسي ژبه او د تاجکستان تاجکې ژبه هم رسمي او یوازینۍ حاکمې دولتي ژبې دي او د دغو دریو واړو ژبو رېښه هم یوه ده، نو ځکه یې د منځه تګ له خطرې څخه بچ دی. ازبکي او ترکمني ژبې سره د دې چې په افغانستان کې رسمي ژبې نه دي، خو له دې کبله چې شاته یې د ازبکستان او ترکمنستان دولتونه، د کومو چې رسمي او یوازینۍ ژبې همدا د دغو قومونو ژبې دي او د دغو دواړو دولتونو شاته بیا د ترکیې دولت چې ژبه یې عین ولي لري او تورکې هم رسمي او حاکمه ژبه ده، نو ځکه یې د منځه تللو خطرې نه لیدل کیږي. که د نوي سلنې ژبو له منځه تللو خبره سمه راخیږي، نو د بلوچي، نورستاني او پشیي ژبو د پاتې کیدلو هېڅ سوال نه پیدا کیږي. د پښتو ژبې په اړه باندې باید ووایم؛ سره له دې چې دغه ژبه په افغانستان کې د اکثریت خلکو ژبه او رسمي ژبه ده، خو زه یې د پاتې کیدلو چانس یوازې شل سلنه حدس وهم. زما د پښتو ژبې دغې شل سلنې پاتې کیدلو حدس بنسټ، د پښتنو له خپلې ژبې سره د بې غورۍ او بې پامۍ څخه سرچینه اخلي. په موږ کې یو ځنډن متل دی وايي چې په ژوندیو کې مېړني نشته او په مړو کې خندني نشته. متلونه د انسانانو د ژوند له اوږدو تجربو څخه راپیدا او جوړیږي. د پښتون قوم په اړه باندې زما سترګوته همېشه د خان عبدالغفار خان «پاچا خان» هغه خبره هم دریږي چې ویل به یې؛ پښتون مړ قوم دی. دوی ته د خپلو خلکو قدر هغه مهال پیدا کیږي چې هغوی مړه شي. د متل او پاچا خان خبرې دواړو معنا دا ده چې پښتانه یو او بل ته تن نه ورکوي، نو ځکه د غټو او مهمو قومي موخو په اړوند باندې اتفاق نه شي کولی. لکه چې ومې ویل، که د افغاني قومونو هره ژبه کمزوري کیږي او یا له منځ څخه ځي، د افغانستان ملي کلتور چې زموږ د ټولو خلکو ګډ کلتور دی زیانمن کیږي. نو ځکه د پښتنو د خپلې قومي ژبې په اړوند باندې بې غورۍ کولو سره، دوی نه یوازې د خپل قوم کلتورته زیان اړوي، بلکې د افغانستان ملي کلتور زیانمن کوي. د پښتنو خپلې قومي ژبې بې غورۍ خبرې ډېرې اوږدې دي، خو زه به دلته یوازې څو بېلګې په لنډو یادې کړم. د تیمور شاه له واکمنۍ څخه راوروسته، د داؤد خان تر واکمنۍ پورې، د افغانستان ټول واکمن په قوم پښتانه وو. خو دوی او د دوی د کورنیو غړیو په پښتو ژبې باندې خبرې نشوې کولی. دا حقیقت دی چې وايي د پادشاهانو ژبې د ملتونو ژبې وي. پر هغو شاهي کورنیو برسېره، نور ګڼ شمېر پښتانه هم دري ژبي شوي دي او له خپلې قومي ژبې سره یې نه یوازې پرېکړون کړی دی، حتا ځینې يې له پښتو ژبې سره د پدرامیانو غوندې تعصبونه لري. د دغو خبرو ترڅنګ، د ډیورنډ کرښې هغې خوا پښتانه، شاوخوا اویا سلنه (۱۰۰/ ۷۰) بې سواده دي. باسواده کسانو یې په اردو، انګلسي او نورو ژبو باندې کم او یا زیات لیکل، لوستل او غږیدل زده دي، خو په پښتو ژبې باندې په سلنې نشو ویلی، که په زرو تنو کې یو تن لیکل او لوستل وکړی شي، زیات به مې ګڼلي وي. پردغې خبرې برسېره چې د هغې خوا پښتانه د خپلې قومي ژبې په اړوند باندې بې سواده دي، د ځینو سترو سیمو خلک یې په پښتو ژبې نه یوازې خبرې نشي کولی، بلکې د نورو پښتنو په خبرو باندې هم نه پوهیږي. د بېلګې په توګه، ایبټ آباد چې یوه ستره سیمه ده او ټول پښتانه قومونه پکې مېشت دي، خو هلته پښتو ژبه شتون نلري او ټول په اردو باندي غږیږي. همدا ډول د پنجاب او پښتونخوا ترمنځ د بنو لورته یوه بله لویه سیمه ده چې پښتانه پکې پرته دي، خو ټول په پنجابي باندې خبرې کوي او پښتو ژبه ورته پردۍ ده. نو ځکه، زه کله پخپلې دغې خبرې کې هم شکمن شم او لږ راته وبرېښي چې ما د پښتو ژبې له منځه تلل، اتیا سلنه یاد کړي دي. د کډوالو کورنیو مشرانو د پام وړ ما تر اوسه پورې د قومي ژبې اصطلاح کاروله. خو غواړم له دې وروسته د دې اصطلاح پرځای باندې خپله افغاني رواجي اصطلاح (مورنۍ ژبه، زبان مادری) وکاروم. د قومي ژبې اصطلاح کارولو څخه زما موخه دا وه چې ستاسو درنو اوریدونکو او لوستونکو پام دغې ټکي ته واړوم چې مورنۍ ژبه د مور ژبه نه، بلکې د قوم ژبه (پلارنۍ ژبه) ده. دغه د مورنۍ ژبې کارولو اصطلاح یوه ښکلي تشبه ده. ځکه د مور مینه تر ټولو لوړه او خواږه مینه ده. افغانان دغې قومې ژبې ته د مورنۍ ژبې اصطلاح په کارولو سره، دا څرګندوي چې دوی له خپلې ژبې سره هم د خپلې ګرانې مور غوندې مینه لري. هغه افغانان چې مېرمنې یې بهرنۍ او یا له بل قوم څخه وي، ځینې یې دغه د مورنۍ ژبې اصطلاح غلطوي او وايي چې زما اولادونو ځکه زما د قوم ژبه زده نه ده چې د هغوی مورنۍ ژبه، زما د قوم ژبه نه ده. حال دا چې نسب او قومیت په افغانستان او ټولې نړۍ کې په پلار پسې ځي. زه دلته ستاسو پام دغې ټکي ته اړول غواړم چې په ټولو ژبو کې، قومي ژبې ته د مورنۍ ژبې اصطلاح نه کارول کیږي. د بېلګې په توګه؛ په انګلسي ژبې کې قومي ژبې د نټیو لنګوېج (اصلي یا بومي ژبه) اصطلاح او په روسي ژبې کې د رادنوی یازیک (خپله ژبه) اصطلاح کارول کیږي. ما د مخه، د مورنۍ (قومي) ژبې اهمیت یاد کړو او ومې ویل چې ژبه د یوې ټولنې او قوم د دود او کلتور یو مهم او بنسټیز عنصر دی. که ژبه له دود او کلتور څخه نفي شي، دود او کلتور له منځه ځي. کله چې د یو قوم ژبه، دود او کلتور له منځه ولاړل، نو د هغې قوم هویت او شتون له منځه ځي. ما د دغو ډول پېښو سره له مخ شويو ټولنو څخه، جټان یاد کړل. خو هغه خبرې د قومونو په پوړ باندې وې. دا چې د کډوالو اولادونه، کوم چې یا ماشومان بهرنیو هېوادونو ته تللي او کډوال شوي وي او یا هم په بهرنیو هېوادونو کې زېږیږي او لوی کیږي، هغوی ته که میندي او پلارونه مورنۍ ژبې ورزده نکړي، هغوی به له کومو ستونزو سره مخ شي، لاندې ځغلنده یادونه کوم. - په پیل کې باید ووایم چې د ماشومانو په مورنۍ ژبې باندې لږ تر لږه د لومړنیو زده کړو سرته کول ډېر اړین دي. خو په تأسف سره چې په لودیځه نړۍ کې زموږ د اولادونو لپاره دغه امکانات نشته. دغه اړتیا ځکه ده، هغه ماشومان چې په بله ژبه باندې زده کړې کوي، هغوی د نورو هغو ماشومانو پرتې چې د دوی په مورنۍ ژبې تدریس کیږي، د ژبې پوره نه زده کړې له امله ځانونه کم حس کوي او دغه د کمي احساس بیا د تل لپاره، بې له دې چې ورته پام یې شي، ورسره پاتې کیږي. ـ په کومو هېوادونو کې چې کډوال اوسیږي، د دوی ماشومان حتمأ او بې له شکه د دغو هېوادونو ژبې زده کوي. نو د ماشومانو په اړوند، د دغه مېشت بهرني هېواد ژبې زده کړې په اړوند باندې تشویش رفع دی. ځکه باید کډوال مور او پلار د اولادونو مورنۍ ژبې زده کړې ته زیات پام واړوي. - د مورنې ژبې نه زده کړې ستونزه دا ده؛ که کومو ځوانانو مورنۍ ژبه زده نه وي، هغوی په همدې بهرني هېواد کې چې اوسیږي، له نورو افغانانو سره یې ناسته او ولاړه کمیږي او د خپلو ځینو دودونو سره له بلدیت څخه لېرې پاتې کیږي. دوی د افغانانو په داسې مهمو غونډو او ناستو، لکه دغه نن چې د سویډن مالمو په ښار کې د مورنۍ ژبې زده کړې د اهمیت په اړه جوړه شوي ده، له ګډون کولو څخه لېرې پاتې کیږي. علت څرګند دی. دوی د ویناوالو په خبرو باندې نه پوهیږي، نو ځکه یې په غونډو او ناستو کې ګډون کول هم زړونه نه غواړي. - د دغو کسانو چې مورنۍ ژبه یې زده نه وي، په خپل پلارني ټاټوبي افغانستان کې هم له ټولو خپلوانو، قومیانو او هېوادوالو سره اړېکې شلیږي او بیا که وغواړي او یا اړ شي چې له خپل قوم او هېوادوالو سره ګډ شي، خا مخه او حتمي له سختو او ډېرو ستونزو سره مخ کیږي او د داسې کسانو لپاره به له خپلو قومیانو او هېوادوالو سره ګډیدل (انتګرېشن) هم همدومرې سخت وي، لکه په دغو ورکډوال شوي هېواد کې چې ورته سخت او مشکل دی. - له همدې کبله، دغه د مور او پلار دواړو جدي دنده ده چې خپلو ماشومانو ته د زېږیدلو له ورځې څخه، د مورنۍ ژبې ورزده کول پیل کړي او له هغې وروسته هم څومره چې ممکنه وي، له هغوی سره مرستې وکړي چې خپله مورنۍ ژبه یې پخه زده شي. میندي او پلارونه باید خپلو ماشومانو ته د خپلو دودونو او کلتور څخه هم وخت پر وخت، لازم معلومات ورکړي. که څوک و خپلو ماشومانو ته د افغانستان دواړه رسمي ژبې ورزده کړي، دا یې پرغواړو باندې نور غواړ هم ورزیات کړل. میندي او پلارونه خپلو اولادونوته د مورنۍ ژبې او کلتور په ورزده کړې سره، د کورنۍ په پوړ باندې د ملي کلتور په غښتلتیا کې برخه وال ګڼل کیږي. وروستۍ خبرتیا ‎ لکه چې ګورو نړیوال سیاست ډېر ګډوډ شوی او له نړیوالو نورمونو او اصولو څخه دپښو اړول چابک شوي او ورځ تربلې چابک کیږي. په اروپایي هېوادونو کې د کډوالو ضد ګوندونه او ډلې ورځ تربلې زور اخلي. کیدی شي دغه ګوندونه ډېر زر یو پر بل پسې، د خپلو هېوادونو په پارلمانونو او همدا ډول په اروپایي پارلمان کې اکثریت څوکۍ واخلي او واکمن شي. که دغه ګوندونه پخپلو هېوادونو او اروپايي ټلوالې کې واکمن شول، دوی به د اروپايي ټلوالې قوانینو او د خپلو هېوادونو قوانینو ته تغیر ورکړي او پر کډوالو باندې به حالات سخت کړي. له همدې کبله به ډېری هغه کډوال چې په اروپايي هېوادونو کې اوسیږي، دې ته اړ شي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه او ولاړ شي. د همدې بېرته خپل هېواد ته جبري ستنیدلو خطرو له امله هم، زما میندو او پلارونو ته جدي وړاندیز دا دی چې خپلو اولادونو ته مورنۍ ژبې او افغاني کلتور ورزده کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery