مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان سولې په اړه سیمه ئیزې اونړیوالې هڅې

(محمد انور ولید )

د افغان سولې په اړه سیمه ئیزې اونړیوالې هڅې

لومړی : ـــ  د افغان سولې او جګړې په اړه ملي ، سیمه ئیزې او نړیوالې هڅي :

 دسعودي عربستان حکومت تېره چهارشنبه د چنګاښ په ۱۳مه په افغانستان کې د سولې اوثبات په اړه د اسلامي نړۍ ددیني عُلماوود کنفرانس نېټه اعلان او زیاته یې کړه چې داغونډه به په جده اومکه مکرمه کې د جولای په (۱۰مه او۱۱مه ) چې د شوال له (۲۶ مې او۲۷ مې ) سره سمون خوري د اسلامي همکاریود مؤسسې (OIC) له خوا جوړه شي . ددغې غونډې د جوړېدو پرېکړه د اسلامي نړۍ هېوادونود بهرنیوچارو وزیرانوکړې ده . هغوی پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدواود تشدد اوافراطیت دمخنیوي په موخه روانه جګړه د اسلام له نظره وڅېړي اوپرروا والي اویا ناروا والي باندې یې پرېکړه او فتوا ورکړي ، خوداسې ښکاري چې په سعودي عربستان کې ددې اسلامې کنفرانس د (۳۷) اسلامي هېوادو ګډونوال علماء به د اسلام له نظره په افغانستان کې روانه جګړه حرامه اوغیرشرعي ځکه اعلان کړي چې بله هېڅ شرعي توجیه نه لري .

پخوا هم د افغان سولې په تړاوپه رسمي اوغیررسمي توګه ډېرې غونډې جوړې شوې وې خوپایلې یې ځکه منفي اوبې نتیجې وې چې د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفین خپلواکه اراده نه لري اواختیاریې لاهم د پردیواستخباراتوپه لاس کې دئ .د هغوی د جګړه ئیزې اوسیاسي ارادې ریموټ د پردیوپه واک کې دئ . ځکه چې کله د طالبانوپر رژيم باندې معامله وشوه ، هغوی په سرکې له خپلې ماتې وروسته د خپل ملت په وړاندې له جګړې څخه لاس په سرشول اوویل یې چې موږ نه واک غواړو، نه ځواک ، نه تخت غواړو او نه هم بخت ، موږدې په خپلوکلیواوجوماتونوکې په قلاره پرېږدي ، موږجګړه نه کوو .

خوپه افغانستان اوسیمه کې د جګړې ستراتیژي د طالبانو له دې غوښتنې سره په ټکرکې وه او یو یو یې له سوړو را وایست اود پردۍ جګړې پروژه جبراً ورباندې تحمیل شوه . څوک ګوانتاناموته یووړل شول ، څوک زندانوته واچول شول ، څوک په مرموز ډول ورک شول اود چاکورني یرغمل له ځانه سره وساتل شوې اوچا چې د جګړې قومانده نه منله ، هغوی په مستقیم اوغیرمستقیم ډول ووژل شول .

افغانستان ته د ناټوځواکونوله راتلوسره افغان حکومت هم په لومړي سرکې ډېربېواکه ، بې تجربې ، غیرکاري ، غیرمتخصص اوکمزوری ؤ او پوره (۱۴) کاله دغه بېواکه وارداتي خپسه د افغانستان د شریف او ځورېدلي ملت پرسینه باندې همداسې سپره وساتل شوه . خصوصي پردیو امنیتي کمپنیوله ناټوځواکونوڅخه امنیتي پروژې ترلاسه کولې اوهغوی به د امنیت په نامه پرکلیو، بانډو اوکورونوباندې چاپې اوغدۍ اچولې ، لویې لارې اوسړکونه به یې نیول . بېګناه خلک به یې بندیانول او وژل . آن تردې چې ځینوبهرنیوامنیتي کمپنیوبه د امریکایي ( ایدیما ) په څېرشخصي زندانونه هم لرل اوهلته به بېګناه افغانان په کې شکنجه کېدل ، ولې له دغو وارداتي خپلسرو امنیتي قراردادي کمپنیوڅخه ددوی د خپلسروغیرقانوني کړنوهېچا پوښتنه ونه کړه چې دا ولې ؟ 

له همدې کبله ډېری خلک له طالبانوسره یوځای اوپه لوی لاس د پاکستان اوایران په لاس اسیراوهغوی د خپلوستراتیژیکوناولیوموخو له پاره استخدام او استعمال کړل.

بلخوا د هغه وخت په افغان حکومت کې هم دا استعداد نه ؤچې د نړیوالې ټولنې له حضورڅخه په سمه توګه استفاده وکړي ، ځکه د بن له قالبه راوتلې خامې ادارې د وږي مرغومي په څېرهم د نړيوالې ټولنې شیدې وخوړلې ، هم کورنۍ او باندنۍ مافیا په ګډه وده په کې وکړه اوهم یې له جنګي ښکروسره لوبې کولې ، چې د پیوله پاره یې هېڅ ډول ملي مدیریت اوپلان له ځان سره نه درلود اوله جنګي ښکروسره په لوبه کې یې خپل ملت ټول ځکه ورباندې خراب کړچې له ترورېزم سره د جګړې قراردادونه د افغانستان پرجنوبي ، شرقي اوجنوب غربي سیموباندې د وخت د دووغیرملي او په سمت او ژبه پورې تړلو وزیرانو له خوا لاسلیک شوي ووچې پرمټ یې جګړو ورځ تربلې په ټول هېواد کې زورواخیست .

که څه هم افغان حکومت په غیرمستقیم ډول له خپلومخالفووسله والو سره د پخلاینې اړیکې پاللې ، خودا اړیکې د طالبانواو نورو د مشرتابه په کچه نه بلکې په منځنۍ ، درېیمه اوڅلورمه کته ګورۍ کې روانې وې ، بل داچې د سولې د خبرو اصلي سر واګې بیا هم د افغان مخالفینو په لاس کې نه ـ بلکې د پردیو استخباراتو په لاس کې وې .

ښاغلي کرزي صیب له دې فورمول څخه ډېرکارواخیست چې له مخالفینوڅخه وړې وړې ډلګې را بېلې او د هغوی صفوف پرې ضعیف کړي ، خوکله به چې کوم یو مخالف راغۍ ، د هغو ساتنه به یې هم پر وس پوره نه وه ، اود شپې به چاپه ورباندې واچول شوه او ګوانتاناموته به یووړل شواویا به ووژل شو. ځکه خو په ننګرهارکې د حزب اسلامي له کشمیرخان اوپه کابل ـ سرینا هوټل کې د حقاني له زامنو سره د ښاغلي کرزي تشوخبرونتیجه ورنه کړه اوخپله هم په واک کې د پاتې کېدو پرسر له سولې سره چندان جوړنه ؤ اوپه پټه یې له سولې کرکه لرله .

بلخوا د سولې د خبروله پاره یوداسې شخص څوکاله د سولې د عالي شورا سر مشریزه په لاس کې لرله چې په اصل کې د قضیې یواړخ بلل شوی اود افغانانوترمنځ د کورنۍ جګړې اصلي عامل اولامل ګڼل کېده ، په دې مانا چې هغه په عین زمان کې هم مدعي ؤاوهم مصلح اوحکم .

له دې جوړښت څخه داسې معلومېدل چې د هغه وخت حکومت اوورسره شریکانو یې په لوی لاس په افغانستان کې سوله نه غوښتله اود افغانستان جګړه یې د خپل ځان د مالي درآمد له پاره د سرو زرو پروژه یې ویاله بلله . اوکه د افغان مخالفینوسره به د سولې د خبرو په تړاوکوم څرک ولګېد ، د هغوی استازیتوب به هم د پاکستان په واک کې ؤ . ځکه پاکستان تر ډېره هڅه کوله چې پرافغانستان باندې خپل کنټرول ټینګ کړي ، ددې کارله پاره یې پرطالب پروژې سربېره عائقو سیموته خپل عسکرداخل کړل ، پاکستاني آزادو رسنیو خو دا هم ویلي چې پاکستان په دې لوبه کې ( ۵۰۰۰) قبائلي قومي مشران او(۵۵۰۰۰)عام سرحدي وګړي پعائقو سیمود خپل واک ټینګولو له پاره په لره پښتونخواه کې وژلي دي .

دوهم : ـــ  د افغان سولې خبرې څنګه پیل شوې ؟ 

څه وخت چې د ملي یووالي حکومت جوړشود جمهور رئیس محمد اشرف غني ترمشري لاندې افغان سولې ته یوه بنسټیزه سترا تیژي جوړه شوه چې پرمټ یې لومړی په مري ، ورپسې په  قطر، ترکیه اود افغانستان په ځینو سیموکې له ځینو طالبانوسره غیررسمي خبرې وشوې ، خوپایلې یې ځکه دومره اغېزمنې نه وې چې هغوطالبانوپرطالب مشرتابه ، اوطالب مشرتابه بیا پرپاکستان باندې تسلط نه درلود ، بلخوا پاکستان په افغانستان کې د پردۍ جګړې پروژه په اجاره نیولې وه ، ولې بیا هم ځینوطالب مشرانود ملاعمراوملا اخترمحمد منصورله وژل کېدوسره سم د طالبانو صف پرېښود اوځانته یې انشعابي ډلې اعلان کړې چې اوس هم له افغان حکومت سره پرسوله کولو باندې خوښ دي .

کله چې حکمتیارله افغان حکومت سره د سولې پرمېکانېزم باندې بېخپوره خبرې پیل کړې اوپه دې خبروکې دواړه خواوې له هغه بهیرڅخه بریالۍ راووتلې ، دا له نورومخالفو وسله واله ډلوسره د سولې یوه پخه بېلګه اوحکمتیارنوروډلوته د سولې د کاروان پُل جوړشو . هو! د سولې ریښتینې لارخوهمدغه ده چې حکومت له حکمتیارسره پرې تېرشو . نوبیا سوله ولې نه کېږي اوڅوک یې مخې ته خنډ دي ؟

درېیم : ـــ  افغان سوله له کومو خواوو څخه تخریبېږي ؟

د پاکستان مزبوحانه خلې ځلې :

له کومې ورځې چې طالبانوله افغان حکومت سره په رسمي ډول په چین کې د سعودي عربستان اوځینونوروهېوادوپه منځګړتوب دافغان سولې په تړاوخبرې پیل کړې ، هغوخبروهم سمه نتیجه ځکه ورنه کړه چې له یوې خوا چین په پاکستان کې ډېره پانګونه کړې اوله بل لوري چین هم پردې باندې ډاډه دی چې د پاکستان په خاوره کې د ګوادربندرله لارې د هند سمندرګي اوعربوبحیرې ته لاره موندلی شي ، نوباید د پاکستان رضایت په هره برخه کې د ځان کړي ، ترڅوله دې لارې خپل اقتصادي او تجارتي سیاست د خپل حریف ( امریکې ) په وړاندې سم پرمخ یوسي .

له بل پلوه پاکستان خپل وزن اوازرښت په دغه نړیواله اوسیمه ئیزه لوبه کې د سیمې اونړۍ د اقتصادي قدرتونوترمنځ آزاد رقابت ته وړاندې کړ، هرچاته یې د خپل ځان د اهم والي بیه وړاندې کړه اوله هرې خوا یې پرځان پېشکي پیسې واخیستې .   

ځکه خود افغان سولې د تخریب په اړه چې پاکستان هرفرمایشي نظرچین ـ یا روس ته ورکاوه ، هغوی ته د سرپه سترګود منلوؤ، له همدې امله چین د داسوبند جوړولواوپرډېورنډ کرښې د اغزن تارلګولوپرسرپاکستان ته په میلیاردونوډالرمرستې ورکړې اوهم یې پرګوادربندرباندې زیاته پانګونه وکړه ، ترڅود بلوچستان د بېلتون پالود بېلتون مخه پرې ډپ کړي . له همدې کبله چین له افغانستان څخه د پاکستان په تله کې د وزن زیاتولوهڅه وکړه اود طالبانوخبرې له افغان حکومت سره بې پایلې پای ته ورسېدې .

همداسې پاکستان خپلواستخباراتي ملایانو( مولانا فضل الرحمن ، مولانا سمیع الحق اومولانا طاهر) ته دستورورکړچې په افغانستان کې د ځانمرګي بریدونواوجهاد د روا والي او په پاکستان کې د ناروا والي یوطرفه فتوا ورکړي . خوپرضد یې په زرګونوافغان علماء د کابل په لویه خیمه کې سره را ټول او په ښکاره نصوصو یې د افغانستان جګړه ناروا او مردوده ثابته کړه او په عین زمان کې یې د پاکستان له علماء وو سره ګډه ناسته اومناظره وکړه او پاکستاني ملایان یې پردې باندې قانع کړل چې د افغانستان جګړه جهاد نه بلکې یومردود جنګ دی .

ترهغې را وروسته کابل ته د اندونیزیا د جمهور رئیس له راتګ وروسته د یاد هېواد د جمهور رئیس په بلنه اندونیزیا ته د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا علماء ور وغوښتل شول او په ګډه یې په افغانستان کې روانه جګړه د اعلامیې په خپرولوسره ناروا ورور وژنه  وبلله ، خود افغانستان په جګړه کې ښکېلو استخباراتي اړخونو په اندونیزیاکې د علماء وو ددې غونډې په غبرګون کې چاودنې وکړې او دا یې وښودله چې جنګ باید په افغانستان کې همداسې دوام پیدا کړي .

له بلې خوا افغان وسله والو طالبانو په اندونېزیا کې د علماء وو په غونډه کې ورغلوعلماء ووته د نه ګډون خبرداری ورکړ، اوهم یې ګوت څنډنه ورته وکړه چې افغان جګړه دې نه تحریموي ، زموږجګړې ته دې جهاد اوځانمرګو ته دې فدائیان ووایي ، په داسې حال کې چې ځان وژنه په قطعي توګه د اسلام په هېڅ متن او شرح کې نه شته . له همدې امله په ننګرهارکې د علماء وو د شورا رئیس د مزدورو طالبانو له خوا په شهادت ورسېد .

بل لورته پاکستان طالبان له همغه روسانوسره په یوه ميزباندې څوڅوځلې کښېنول چې په کلونوکلونویې افغان مجاهدین اوهمدغه طالبان په وړاندې جنګېدلي وو. روسانود ایران له لارې طالبانوته وسلې ورکولې چې موږ یې ښکاره بیلګې د فراه اوهلمند وروستي بریدونه په ګوته کولی شو . څه موده وړاندې ازبکستان د افغان سولې په تړاوکوربه هېواد ؤ ، خوطالبانو په هغه غونډه کې د پاکستان په اشاره ګډون ونه کړ. ترکمنستان هم څوځلې د افغانستان د سولې په اړه هڅې کړې دي .خوطالبانومنفي غبرګون ښوولی او پلمه یې یوازې همدا وه چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي ، خو په اصل کې ددوی په خوله دا د پاکستان غوښتنه وه ، ځکه چې که بهرني ځواکونه په داسې حالت کې له افغانستان څخه ووځي ، نو پاکستان لکه د پخوا په څېرپه آسانۍ سره کولی شي افغانستان یوځل بیا ونیسي . خو دا د پاکستان هسې یوخوب دئ چې لیدلی یې دئ ، ځکه افغانستان اوس هغه د رباني اوطالبانود وخت افغانستان نه دئ چې افغانان په خپلوکې سره وجنګوي او( آی اس آی ) حکومت ورباندې وکړي . اوس افغانان تربل هروخت خپل دښمنان اوخپل دوستان ښه وپېژندل . ځکه پاکستان همدا اوس د افغانانود سولې د کاروان د برحق غږ په وړاندې منفي غبرګونونه ښیي اومزدورطالبان دې ته هڅوي چې ووایي ګواکي دا د امریکایانوپه دستوریوحرکت دئ . خود انګلیسانو په لارښوونه خپل منا فقانه حرکتونه بیا له پامه غورځوي .

څلورم : ـــ  آیا په افغانستان کې د افغانانو په وړاندې روانه جګړه روا ده ، که ناروا ؟

اوس چې د مکې مکرمې سترامام الشیخ عبد الرحمن السدیس د مکې له ممبره د افغانستان جګړه حرامه و بلله اود سعودي د حکومت له خوا د اسلامي نړۍ د بهرنیوچارود وزیرانو له پرېکړې سره سم د نړۍ په سطح د اسلامي هېوادونودعلماء وویوه لویه غونډه را د سه شنبې په ورځ را وبلل شوه  اوپه هغه غونډه کې په ژوندۍ بڼه را بلل شووعلماء وود اسلامي متونواواسلامی شریعت له مخي د افغانستان د جګړې پرحرام والي باندې مؤجه دلایل وړاندې کړل ، داسې ښکاري چې وروستۍ متفقه فتوا به هم  پرې صادره کړي ، نو پاکستان افغان طالبان هڅولي چې ورته ووایي ددوی د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ علماء باید منفي فتوا ورنه کړي . خووروسته له دې فتوا به څرګنده شي چې پاکستان اوملاتړي یې د خپلوشوموګټوموندلوله پاره څومره د اسلام او افغانستان پرضد ګامونه اخلي . اوس خوامریکې اود اسلامي نړۍ (۳۷) هېوادو په ګډه په افغانستان کې ددغې نارواجګړې د ختمولو او سولې راتلو په تړاوژمنې کړې او ویلي یې دي چې موږ د افغانستان د حکومت ددریځ ملاتړي یو، او په بروکسل کې د ناټود وزیرانوغونډه هم د افغان سولې په اړه روانه ده چې جمهور رئیس غني هم هغې غونډې ته وربلل شوی .

پایله :

که چېرته ناټواود سیمې هېوادونه په ریښتیا غواړي چې په افغانستان کې دغه ناروا پردۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي ، نو باید د جهان اسلان د علماءوو د فتوا ملاتړ او ننګه وکړي ، ترشایې ټینګ ودرېږي ، پرپاکستان دې له دیني ، فزیکي ، سیاسي او اقتصادي اړخونو فشارونه ور زیات کړي ترڅو لومړی په افغانستان کې ريښتینې سوله منځه ته را شي طالبان دې د پاکستان له منګولو وژغوري ، او بین الافغاني سولې ته یې دې اړکړي ، ترڅو په افغانستان کې سوله اوثبات ټینګ شي ، ځکه په افغانستان کې سوله په حقیقت کې په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په مانا ده . او په افغانستان کې جګړه او نا امني په اصل کې په سیمه او نړۍ کې د جګړې او نا امنیو په مانا ده .

افغانستان د ټولې سیمې اوټولې نړۍ له پاره هم د امن او اړیکوټینګولو دروازه ده اوهم د نا امنیو او بې ثباتیو خزانه . اوس به معلومه شي چې څوک د افغان سولې ملاتړي دي اوڅوک د افغانستان بې ثباتي غواړي ؟! دا ګز، اودا میدان ! 

                                                                                                                      وما علینا الالبلاغ    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery