مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان کمانډو/ د وطن د ننګ او عزت ساتونکي

سردار محمد همدرد

 


د وطن اوږدې غمیزې یو شمېر افغانان دومره مایوسه کړل او داسې فکر کوي، چې دا وطن نه پردي جوړېدلو ته پريږدي او نه په مونږ کې د هېواد جوړونې اراده سته.
د ولسمشر اشرف غني له واک سره سم یو څه د هېواد جوړونې هېلې را ژوندۍ سوې. د ولسمشر په سپېڅلې اراده او وطن دوستۍ د افغانستان فرد ــ فرد باور لري او داسې باور، چې دا بوډا د غازي امان الله خان او داود خان د ارمانونو لپاره کار کوي. له بده مرغه باید و وایو، چې په واک کې یو شمېر دخیلې کړۍ له ولسمشر سره دا دروند بار په صداقت او مسوولیت نه ادا کوي.
له بل لوري هغه کسان چې له واک څخه لرې سوي دي، ظلمونه یې کړي دي، خلک یې وژلي او بلند منزل او محلونه یې جوړ کړي دي، یوه ورځ یې هم د دې هېواد د جوړلو فکر نه دی کړې؛ بلکې دوکانداري یې کړې ده، چې څنګه او څومره جمع کړم. هغو خلکو له اتلس کاله ناکام سیاست وروسته هم له نړیوالې ټولنې سره مشترکه او ګډه ژبه پیدا نه کړه، چې هم خپلې ملي ګټې په پام کې وساتي او هم له هغوی سره انډیوالي وکړي.
دا قانون ماتوونکي او ټوپکسالاران لا هم په دې ملت زړه نه سوځوي او ولسمشر کار ته نه پرېږدي. قومي او نفرتي سیاست ته لاره هواروي، څو اوبه خړې او کبان په کې ونیسي. زه جلالتماب ولسمشر ته یوه مشوره ورکوم، چې ولسمشره! په تاریخ کې دې د دوطن په حق کې څو کرښې جوړې کړې دي. ټول ملت ستاسره دی او پر ټوپک سالارانو او قومي ټیکدارانو باندې لعنت وايي. ستا پر یوه غږ سره د دې ټوپک سالارانو په وړاندې یوازې دا نه چې زمونږ ملي سربازان ستا د حق چغې ته لبیک وايي؛ بلکې ملت دې هم په څنګ کې دریږي.
مونږ چې کله د کمیت او کیفیت خبره کوو، دا په دې معنی ده، لکه یو پلار چې تر لسو ډېر زامن ولري، خو د پلار عزت ونه ساتي. بل پلار بیا یو زوی لري؛ خو هغه یې روزلی وي، چې بیا هم د پلار او هم د خپلې ټولنې عزت کوي.
دلته هم داسې ده. افغان کمانډو ځواکونه چې د کمیت له اړخه کم او د کیفیت په لحاظ لوړ دي، په ډېره مېړانه او زړورتیا له دې طن څخه ساتنه کوی. زمونږ ټوله جګړه یوازې د دې وطن د سرلوړۍ، ټولنیز عدالت، د قانون حاکمیت او ښې حکومتولۍ لپاره ده. هرڅوک چې له قانون څخه سرغړونه کوي، باید خپله سزا وګوري.
په دې وروستیو کې د ټوپک سالارنو په واړندې ستاسو دریځ ولس ته ډېر امیدونه ورکړل. نه دا وطن څوک تجزیه کولای سي او نه بیا څوک پر مونږ ټوپک حاکمولی سي. نور دې خاموشه ملت هم دا فیصله کړې ده، چې هم به جګړه بندوي، هم به افغان طالبان د سولې مېز ته کښېنوي او وطن ته به سوله راولي او هم به د ټوپک سالارانو په وړاندې ټینګ دریږي.
د افغانستان پر ټولو با احساسه ولسونو باندې ژغ کوم، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پراخه غونډې جوړې کړئ. دا یوازې د ولسمشر او حکومت کار نه دی، چې وطن څنګه وژغورو، دا مسوولیت ولس هم لري، چې د حق او باطل په جګړه کې د حق ملګرتیا وکړي، څو له دې اوږدې غمیزې څخه ځان خلاص کړو.
زه د خپلو ټولو نظامي سرتېرو قربانیو ته په دوه لاسونو باندې سلامي کوم او په ځانګړې ډول په کمانډو دومره ویاړ کوم، چې دا هر ځل یې و وینم، زړه مې غواړي، چې په مخ یې ښکل کړم. په واقعیت کې هم چې د ښکلولو دي. با احساسه افغانان د دوی په لیدلو واقعي خوند اخلي. راځئ دا کار هم وکړو، چې د دغه قهرمانانو انځورونه په ښار کې په لویو لوحو باندې ولګوو او هم په غونډو کې د دوی د غیرتونو کیسې وکړو.
که زه دا و وایم، چې زمونږ افغان کمانډويي ځواکونه د سیمې په کچه پرتله کېدای سي، هېڅ مبالغه به نه وي.
پر خپل جلالتماب ولسمشر بیا ژغ کوم، چې هم ملت درسره دی او هم ډېر پیاوړي کمانډويي ځواکونه لرې. پر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، قومي شوری ګانو او علما کرامو باندې هم ژغ کوم، چې د حق اواز پورته، غاصبین، قانون ماتوونکي او د وخت د واک لېوني مهار کړئ او ورته و وایاست چې بس دی، نور د دې ملت په سرنوشت لوبې مه کوئ. راځۍ د سیاست، ولسواکۍ، بیان ازادۍ او ډيموکراسۍ په زور خپل ځان هدف ته ورسوئ. د ټوپک شپېلۍ او زور نه چلیږي.
د افغانستان معززو قومونو تاجک، هزاره، پښتون، پشه يي، نورستاني او ګجر ټولو دا نا اهله مشران پېژندلي دي. نوی نسل باید دا زاړه بوتان مات او له ننني سیاست او عصره سم سیاسي ډګر ته را ووځي.
په دې تاریخي شېبو کې باید هرڅوک خپل مسوولیت ادا کړي. که دا مسوولیت ادا نه کړي، نه یې ګوند او نه یې ملکي څوک مني. کنه نو بیا د مدني ټولنې په حیث د کوم عدالت او ښې حکومتولۍ خبرې کوي؟ خو همدغه یې ځای دی، چې باید ټول را ووځو او د حق او باطل په جګړه کې د حق ملتیا وکړو. د ولسمشر او د ملي وحدت حکومت ټینګه ملا وتړو.
حالات او شرایط هم دا ایجابوي، چې خلک نور د شعار او عمل تفکیک کولای سي. ملت نور د سټیج شعاري وعدې نه مني؛ بلکې په سپین مخ او ښکاره حساب غواړي. ما خو په دوه ولایتونو هلمند او نیمروز کې ماموریت وکړ. مظلوم او خاموشه ملت د ښې حکومتولۍ او ټولنیز عدالت غوښتنه کوي. د ګوتو په شمار څو غله د خپلو شخصي ګټو لپاره د ناروا ملګرتیا کوي.
اوس زمونږ په مخ کې دوه موضوعات پراته دي، چې لومړی راتلونکې پارلماني ټاکنې دي. ولس باید نور کمشن کاران د ملت اعظیم کور ته وانه ستوي. دویم دا چې ملت باید د ټوپک سالارانو په وړاندې کلک دريځ ولري. دا سمه ده، چې له حکومت څخه به ګیلې لري؛ خو دا په دې معنی نه دي، چې ملي ګټو ته زیان واړوو.
د افغان کمانډو د لا پرمختګ په هیله!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery