مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پاکستان پوځ او آی، اس، آی سره څو خبرې :

دوکتور ع، تره کی
پښتون ږغورنې غورځنګ ( پ ، ږ ، غ ) د 17 کلن توکمن وږنه ( ږنوساید ) په غبرګون د پښتانه چیغه ده .
چیغه د پاکستان پوځ او آي، اس، آي د جنایتونو په مقابل . چیغه د مشرف او نواز شریف په وړاندې. چیغه د کرزي او غني په ضد . چیغه د ولس دښمن واکدارانو په پته چه د خپل ولس د وږلو په بدل ملیاردونو دالرو د لویدیزوالو نه تر لاسه کړل.
نن د وخت غوښتنې سره سم پښتون وږنه د توقع نه خلاف جهت موندلې ده : ( پ ، ږ ، غ ) د سوله ایزو منظمو میتنګونو او اعتراضونو د لارې په داګه کړه چه پښتنو د بل هر وخت په پرتله ، په ځان باور، یو موتې او پیاوړې دي. د مدني ژوند سره دشمني نلري . د تروریزم او اسلامي رادیکالیزم سره نه جوړیږي . دغه واقعیتونو ته په پام نړیوال نظامي ائتلاف دیته اړ شوې چه د پښتنو په وړاندې د تقابل او تکر کړنلاره په مفاهمه بدله کړي.
پرون پاکستان د نړیوال نظامي ائتلاف په ملاتړ پښتنو ته د یو ژیوپولتیک تولید په توګه کتل چه په سیمه کې د ماستر پلان د پلې کیدو په وړاندې د یو مزاحم په توګه باید وځپل شي . خو داسې مالومیږي چې نن پاکستان د ( پ ، ږ ، غ ) په ځپلو کې د نړیوال نظامي ائتلاف ملاتړ ځان سره نلري . اَن تردې چه ممکن د امریکا له مخالفت سره مخ شي.
د دغه سیاسي چاپیریال د ننه پرون ( 03/06/2018 ) په وانه کې ( جنوبي وزیرستان ) د پاکستان پوځ او اي، اس، ای سره تړلې طالب ملیشیې په ګډو عملیاتو کې د ( پ ، ږ ، غ ) یو شمیر پلویان ووژل.
پرون د پاکستان کمیشن کار جنرالان د ناتو په ملګرتیا د پیسې په بدل پښتون قام د تروریست په نامه په نښه کړې وو. خو نن په یوازیتوب او بی له پیسې پښتون ږغورنې پسې کلاشنکوف اخیستې.
خو موږ پاکستاني چارواکو ته مشوره ورکوو چه د پاکستان اساسي قانون ( آئین ) ته درناوي ولرې . د ( پ ، ږ ، غ ) سوله ایزو، قانونيو او مشروعو مخالفتونو سره چه د اساسي قانون په بنست ترسره کیږي د توپک له خولې نه ځواب ورنکړې . پښتون وږنه ودروي. د دې نه غیر دا احتمال لرې نده چه په سیمه کې ذینفعو هیوادونو د پاکستان پوځ او استخباراتي ملیشیې په ضد د پښتنو اوسني بیسارې بالقوه سوله ایز مخالفتونه په بالفعله وسله وال دشمني او مقاومت چه ملیشیایي بنه ولري، بدله کړي.
‘’ پاي ‘’
فرانسه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery