مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سرحدي ځواک په ځانګړو او پرمختللو وسلو تجهيز کيږي

راحیله جواد

 

د سرحدي ځواکونو عمومي  قوماندان تورن جنرال جمعه ګل همت وايي:  سرحدي ځواکونه به په نږدې  راتلونکي کي د يو خاص ځواک په بڼه په پرمختللو او ثقيله وسلو  تجهيز شي.

 نوموړي دغه څرګندونې  د سرحدي ځواکونو د لومړۍ  لوا   قرارګاه  کې   سرتيرو نه د ليدنې پر مهال وکړې.

 د هيواد د سرحدي ځواکونو عمومي  قوماندان تورن جنرال  جمعه ګل همت د دې  لوا د قرارګا  او سرحدي کنډکونو د وضيعت ارزونې  په موخه  ننګرها ولايت  ته د يو پلاوي په مشرۍ  راغلی.

  تورن جنرال جمعه ګل همت   د لومړۍ سرحدي  لواء له  قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل   څخه  مننه وکړه، چې   د ښه مديريت او سوق ادارې  له امله يې  د هېواد  د سرحدي لوا ګانو په کچه د سرتيرو د تلفاتو کچه صفر او لاسته راوړنې  يې  زياتې دي.

نوموړي د دې  لواء د سرتيرو فداکاري وستايله، چې   په ننګرهار کنړ او نورستان ولايتوتو کې  يې  د ګډو  او ځانګړو عملياتو په ترڅ کي د ښه همغږۍ له مخې  دندې  تر سره کړي.

همت سرتيرو  ته د څرګندونو پر مهال ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ،  چي د جمهور رئيساو وسله وال ځواک اعلی  سر قوماندان د لارښوونې  په اساس او د ملي دفاع وزير د هڅو له مخې  به سرحدي ځواکونه د يو خاص پياوړي ځواک په توګه له  پرمختللو وسلو او تجهيزاتو برخمن کيږي او هوايي حمايه به  هم ولري  چې  له مخې  به يې  د وسله والو مخالفينو ټولې  مخې ور‌‌‌‌‌‌ډب کړي.

د سر حدي ځواکونو عمومي قوماندان  تورن جنرال جمعه ګل همت وويل:  ختيځو ولايتونو د سرحدي ځواکونو لومړۍ لوا ته يې  د راتګ موخه د ستونزو حل دی  چي په دي برخه کې  به د سرحدي ځواکونو د تحکيماتو او نويو پوستو د ايجاد د کار لومړيتوبونه وي.

حسين خيل وويل:  چې  تير يو نيم کال کې  يې  د  دښمن په لسګونو حملې  په شا تمبولي او دشمن ته يې  اجازه نده ورکړې  چې  خپلې  شومې  کړني تر سره کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery