مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیکا: د ۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو لپاره لیلیی جوړیږي.

راحیله جواد

 

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره د یو شپېته میلیونه دوه نوي زره افغانیو په ارزښت مجهزه لیله جوړيږي چې چارې یې نن ورځ رسمآ پیل شوې.

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د پوهنې ریاست مسؤلینو، قومي مشرانو او لسګونه ځوانانو برخه اخیستي وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د پوهنې په برخه کې دا یو ستر ګام یاد کړ او په وینا یې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې وتوانېدل چې د نجونو زده کوونکو لپاره د لیلې جوړېدو چارې پیل کړي.

ښاغلي وحدت له پکتیکا والو وغوښتل چې خپلو خویندو او لوڼو ته د زده کړو اجازه ورکړي او د بې ځایه کلتوري محدودیتونو پروا دې نه ساتي. 

پکتیکا والي دغه راز زیاته کړه، د پکتیکا والو کلک ملاتړ او همکاري ددې لامل شوې چې په بېلابېلو برخو کې ستونزې هوارې او پرمختګونو ته زمینه برابره شوې ده.

دده په خبره، د پوهنې په برخه کې هم په دې ولایت کې زیاتې لاسته راوړنې لري او د ولسونو په همکارۍ به دغه بهیر پیاوړی کوي.

په ورته مهال د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس انجینر محراب الدین شفق وایي په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره جوړېدونکي څلور پوړیزه ودانۍ ۳۲ اطاقونو لري چې چارې به یې  د دوو کالونو په موده کې بشپړې شي.

شفق زیاتوي چې د یادې لیلیې په جوړېدو سره به ۲۸۴ تنو نجونو زده کوونکو ته د اوسېدو زمینه برابره شي او ټول اړین سهولتونه به ولري.

په همدې حال کې د پکتیکا د ولسونو په استازیتوب ملک پاچاه خان وایي چې ددې ولایت ټول ولسونه د پوهنې په برخه کې له هر ډول پروګرامونو ملاتړ کوي او په وینا یې هر ډول همکارۍ ته اماده دي.

دیادونې ده، د نجونو لپاره د لیلیې د ودانۍ ترڅنګ د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي احاطه هم جوړیږي او موده وروسته به په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery