مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کي د اوبو طبعي زیرمي له ګواښ سره مخ دي.

وحیدالله – حقمل
اوبه د ځمکې په کُره کي یو له مهمو طبعي مادو څخه ده چي د ټولو ژوندیو موجوداتو په خاص ډول د انسانانو لپاره حیاتي او اقتصادي ارزښت لري.اوبه د ځمکې پر سطحه په متفاوته  شکلونو کي  او  په طبعیت کي یوازیني ماده ده چي په جامد ، غاز او مایع حالت کي موندل کيږي. دغه ماده په دریابونو ، رودخانو ، وریځو د غرونو په ګېډه او تر ځمکه لاندی برخه اونورو  کي په دوراني او ژوندي حالت کی موندل کیږي.‎اوبه چي په هر شکل کي وي د انسانانو لپاره د حیاتي  اړتیاؤ د رفع کولو  تر څنګ نوري ګڼي فایدې هم لري. د مثال په ډول  د دریاب اوبه  د تجارت ستره وسیله ده ، د رود خانو اوبه د زرعت او کښت لپاره او بهیدونکي د چاپیریال په پاکوالي کي مهم نقش لري.
افغانستان چي یو کرهڼیز هیواد دي وګړي یې په زیاته اندازه د ځمکي په لاندی طبقي کي ټولیدونکي اوبه د څښاک لپاره ، په کرهڼه ، فابریکو او نورو چارو کي استعمالوي. او په کمه اندازه وګړي یې د رودخانو له اوبو څخه مستفید دي. د وچ کالیو له امله  په افغانستان کي د ځمکي لاندی د اوبو طبعي منابع د کمښت له ګواښ سره مخ دي.
ترځمکي لاندي طبقې د اوبو زیرمي د طبعي اورښتونو لکه د باران او واوري د اورښت په صورت کي غني کیږي. کله چي اورښت وسي د ځمکي له چاقونو ( درځونو) یا هم هغه ډبرین سوري او غارونه چي اوبه ورڅخه تیریږي د ځمکي لاندی برخې ته چي له هغې اوبه نه تیری(clayey soil) برخې ته ځان رسوي. دلته جمع کېدونکي اوبه د ( Vodos) په نامه یادیږي.
 د ځمکي لاندي اوبیز منابع د غنی کېدا لپاره لاندي پنځه فکتوره مهم رول لري.
1. د اورښت مقدار
2. د اورښت ډول ( د واوري په اورښت سره تر باران  د ځمکي د اوبو زیرمه ښه تغذیه کیږي.)
3. د ځمکي د اوبو جذبولو ډول ( د ځمکي هغه برخه چي د ځمکي تل ته سختوالی ونه لري زیرمه یې ژر غني کیږي)
4.   د ځمکي تل ته تلونکي سوري او غارونو شتون
5. د ځمکي پر مخ ګیاوي ( د ګیاؤ هغه ډول چي د اوبو د تیریدو مخنیوي نه کوي زیرمه یې ژر غني کیږي)
د افغانستان د اراضۍ  زیاته برخه  د اوبو جذبولو قابلیت لري همدارنګه د شاړو ځمکو د خړوبولو لپاره په کافي اندازه  بهیدونکي رودونه لري  او د انرژۍ د تولیدلپاره د ډیمونو او بندونو د تړلو مناسبي ساحي لري.
په هیواد کي د بل اور او بدبختي جګړې له امله حکومت لا هم ناتوانه دي چي خپلی اوبه د پردیو هیوادونو څخه په نسبي کچه راو ګرځوي.په ورستیو کلنو کي د وچکالۍ  له امله  د ځمکي پر مخ او لاندي زیرمو د اوبو کچه ټیټه سوي. د وچکالۍ تر څنک د اوبو غیري مسلکي استعمال هم د اوبو د کچي په ټیټوالي کي زیات اثر لري. 
پخوا به په ښآرونو کي د آب رسانۍ ( آبیارۍ) حکومتي ادارې له لوري د څښاک او  د خلګو د ورځنۍ استفادې لپاره هرې منطقي او ساحې ته اوبه رسولي په بدل کي به یې معین مالیه هم اخیستل متاسفانه اوس په ښآرونو کي دغه سیستم هم مخ پر ختمیدو دي. ښاریان اوس په کورونو کي په غیر مسلکي ډول برمې وهی  چي دا طریقه د اوبو زیرمو ته ستر زیان رسوي. د کوهي، برمې او ځمککېندنې طریقې  د اوبو د فشار د رګونو د پریکېدا سبب ګرځي. که چیري په دې برخه کي حکومت همداسی بې تفاوته پاتي شي لیري نه ده چي په پیل کي  کابل وروسته  نور ښارونه د اوبو د سختي قحطۍ سره مخ سي. حکومت ته لازمه ده چي په دې برخه کي لازم اقدامات تر سره کړي او ترڅنګ یې په دې برخه کي د کارکونکو پر ظرفیت لوړونه باید کار وکړئ.د اوبو ستونزه د افغانانو لپاره  تر جنګ وروسته ستر اقتصادي ګواښ دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery