مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اې افغانانو! په حبل الله باندې څه وخت سره را ټولېږۍ ؟

محمد انور ولید

 

دا چې افغانان هره ورځ ، هره اونۍ ، هره میاشت اوهرکال په لسګونو، سلګونواوزرګونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تفرق په اورکې سوځي وژل کېږي ، ترهغې دا ډېره ورته ښه ده چې یوه ورځ دی تر یوه قیادت او یوې قو ماندې لاندې په ملي کچه د جګړې د پای ته رسېدواو تلپاتې سولې راوستو له پاره ځانونه قرباني کړي ، ترڅونورومرګ ژوبلواونا امنیوته د پای ټکی ورباندې کېږدي ، خو په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو یوه ريښتینې پیلامه شي .  

خوکه چېرته یې د راتلونکي نسل په خاطرد خپل سرنذرانه کولواوارزښتناک وخت له لاسه وتلواړتیا محسوسه او ولیدله ، نولومړیتوب یې باید دافغانانوله پاره د سولی په فضا کې د حریت اوخپلواکۍ ژوند کول اوپه حبل الله باندې سره یوموټی کیدل وي . ځکه چې افغانان ټول ترپنجابیانواواېراني آخوندانوهم ډېرښه ټینګ مسلمانان دي اواسلام په ټولیزډول د الله (ج) پررسي (حبل الله ) باندې د منګولو ټینګولوحکم ورته کړی چې له تفرق او ډلې ډلې کېدویې ورته د منع کېدو ټینګاراوترکیزپه کې ډېردئ .

خود افغانستان کورنیو، سیمه ئیزواو نړیوالو دښمنانوته د افغانانوددې ستروملي قبیلوملي یووالی سترګواښ برېښي ، نوځکه یې له پېړیورا په ایسته د سره وېشلواو پاشلوهڅې په کې پیل کړې دي ، د راتلونکي برخلیک پرضد یې په پټه اوښکاره زدوبندونه اوناروا معاملې کېږي ، همدا لامل دی چې افغانان یې له تېرو (۴۰) کالو را په ایسته په لوی لاس په حبل الشیطان سره را ټول کړي ، ځکه خپلمنځي تفرق په ډول ډول ګوندونوسره ویشلي ، پردیوناوړه ګټه ترې پورته کړې اوبې اتفاقي خوداسې بلا ده چې هم ددین ، هم د د نیا ده .

ځکه په خپلمنځي نفاق اوځانځانۍ کې خوتل بې اتفاقی ، حق پټول ، نا برابرۍ ، بې عدالتۍ ، مرګ ژوبلې ، تهد ید ونه ، زندانونه ، هجرتونه ، شومې بدې ورځې ، بد ګمانۍ ، مجبورۍ ، د د ښمن ناوړه تغذیه اوپردۍ جنګ جګړې حاکمې وي ، حقوق ترپښو په کې لاندې کېږي ، ماشومان له زده کړواوعاطفي چلند څخه په کې بې برخې کېږي اوحقیقي ملي مشران له سیاسي واک او برخلیک څخه په کې ایستل کېږي . ټاکنوته په سپکه سترګه په کې کتل کېږي ، هېچاته خپل حق اوونډه ځکه نه په ورکول کېږي چې د واک پرسینه باندې یې د خبیثوکړیوخپسې ورناسې وي . د یوې قبیلې اویوې کورنۍ خلک د پردیوپه لمسون پربلې کورني اوبلې قبیلې باندې سره وژل کېږي اولوی اکثریتونه  په وړواقلیتونوباندې له همدې لارې بدلېږي چې همدلته د افغانستان د خاورې ، شتمنیو، خلکو، خود جوشه اوخود ارادیته افغاني محوره نظام دښمنان د افغانانود ملي یووالي ارکان د څوتنوطامع ، شره اوحریصوافغانانو پرمټ د تاندولښتو په څېریو یو په ډاډه زړه په خپله خوښه را نیسي ، ماتوي یې اوله منځه یې وړي .

ځکه په ملي یووالي کې خو یې زورنه پرې رسېږي ، نود پاکستان ، ایران او روسیې په څېراستثمارګرواستعماري اړخونو ته د افغانستان د نیواکواک ، اوبو خپلولو اونورو ملي شتمنیود چوراوغلاکولو له پاره ترټولوارزانه اوآسانه لارهمدغه برېښي چې څو تنه کورني غله اوهغه معامله ګرخلک چې ټول افغانستان او په افغانستان کې ما فیها د بهرنیانواوکینه کښوګاونډیانودګټوخوندي ساتلوله پاره ددروازه وانۍ د څوکۍ اوڅو روپیو په بدل کې په څنګ کې ورته ونیسي ، ملي شخصیتونه پرې ټکوي اوخپل ځانته د چور، علاوواولوټماریوزمینه پرې برابروي . 

ځکه خو څوک په مرګ اوڅوک په ژوند لکه په دا تېرو (۴۰) کالوکې د پردیو په خوښه له صحنې څخه ایستل کېږي ، په هجرت مجبورېږي ، ملي او بین المللي توطئې ورته جوړېږي ، پردۍ جګړې ورباندې تحمیلېږي ، د متضا د و وارداتي احزابو، ډلوټپلو، عقید واوعُقدو له امله یوبل سره وژني ، ځکه خو په افغانستان کې ټولې پښتون مېشتې سیمې څوک د ترهګرو، اوڅوک د افراطیانو په نوم د نړۍ په تورو لیستونوکې په قصدي توګه د کورنیوحریفانوپه ملاتړورشامل کړی شوې دي ، هغوی یې د پردۍ جګړې په دایره وي دام کې داسې را ګیرکړي چې د تخت او بخت پراقتصادي کوپړۍ باندې یې د افغانستان د دښمنانوپېریان ورناست دي .  

خوکه د افغانانوځوان کهول په خپلې ځوانې او سپېڅلي انرژۍ سره د تعهد او ملي یووالي لاسونه سره ورکړي ، د قربانۍ او خود ارادیت حس په ځان کې ژوندی ، پیاوړی او خوندي وساتي ، نو په ګډه دې سرله اوسه سره غاړه غړۍ شي اوله همدې ځایه دې خپل ملي کارپه بشپړه ملي روحیې سره  د ملي دندې او ایماني وجیبې له مخې پیل کړي اوهغه لارې چارې دې ورته ولټوي چې څنګه افغان ګوندونه ، ډلې ټپلې بېرته تریوه ملي جنډه ، یوه ملي قائد اویوه ملي اودیني نظام ترچترلاندې په ( حبل الله ) باندې سره راټول اوپه ګډه یونوم اویومشرځانته غوره کړي ، همدا به ددوی د موجودیت اود حقوقو پراعادي باندې ژوندی تاریخي ثبوت وبلل شي .

افغانان دې په خپلونا امنو سیموکې د پنجابي استعمار، ایراني آخندیزم او ماتې خوړلي روس پرضد خلک پاڅون ته وهڅوي ، ترڅو په خپلوسیموکې د پنجاب ، آخندي رژیم او روسي غلامانوته اجازه ورنه کړی چې د افغانستان اقتصادي شارګونه (سرکونه) ، فکري سنګرونه ( ښونځی ) ، روغتونونه او پلونه وران کړئ او یا زموږ بیګناه هېواد وال ووژنی او یا پرافغان ملي امنیتی اودفاعی ځواکونو برید ونه وکړئ .

که په کومه نا امنه سیمه کې د هغۍ سیمې اوسیدوونکې د ترورېزم د ناروا جګړې پرضد غږ پورته کړی باید په ګډه یې عملي ملاتړوکړي، هغوی ته عملي ډاډ ورکړي چې تاسو یوازې نه یۍ اومونږاوږه پراوږه په یوه سنګرکې په سراومال درسره ولاړیو. هو! د سره یو موټی کېدو او په حبل الله باندې د منګولو ټینګولومعنا همدغه ده .ځکه ملي یووالی او د الله (ج) پررسۍ ( حبل الله ) باندې کنګولې ټینګول همدېته وایي .

خو په دې مبارزه کې د عمل هیڅ ځوان باید داسی فکرونه کړی چې زه یوازی یم ، بلکې داسی فکردی وکړی چې په وطن او دین باندې مین اود هیواد ملي ګټو ته ژمن ځوانان یې ټول ترڅنګ ملا تړلي ولاړدی . همدغه ملي یووالی دئ چې د خپلو خلکو د ټولوملي نوامیسواوملي ارزښتونو، ویاړونواولاسته راوړنواجرأیي تاریخي ضمانت اوملي امانت یې په لاس کې پروت دئ .

خوځوانان باید تل هوښیاراود کورنیو، سیمه ئیزواونړیوالو پېښوملي محوره څارونکي وي ، ترڅوبله ورځ د خپلې یوې وړې تېروتنې په کېدوسره لوی ملي او نړیوال ناورینونه منځته پرې را نه وړي ، چې بیا به یې جبیره په ډېرولویوقربانیوباندې هم نه شي کېدای .

ځکه مخکینو تېروتنې کړې وې ، دادي اوس یې په سراومال باندې موږ بیې پرې کوو، خوکه موږ تېروتنې وکړو، نو بیا به یې راتلونکي نسلونه په سراومال بیې پرې کوي . ددې له پاره چې زموږځوانانوداوسنیواوراتلونکوقربانیومخه نیولې وي ، بایدهردم اوقدم یې په ملي حساب اومسؤولیت سره پورته شي . خومسؤولیت پردې سره نه اداء کېږي چې هرکس او ناکس ته په واک کې ونډې ورکړل شي ، اوهغوی بیا را ولاړشي د خپلې غیرملې روحیې ، بې علمیواونا مسلکیتوب پربنأ چرګ ته د فیل اوفیل ته د چرګ برخې کېږدي چې د ترسره کېدویې هېڅ امکان نه لیدل کېږي ، ځکه موږ په تېرو(۲۲) کلنو او (۱۸) کلنو دوروکې دغه ډول ترخې تجربې اوسمپلونه په خپلوسترګوولیدل چې له ستروملي زیانونواړولو پرته یې د یوې پیسې ملي ځای هم نه دی نیولی . ځکه که یې نیولی وای ، نو بیا دغه شته بحرانونه په کې له کومې خوا پیدا شول ؟

خوموږ په ډاګه ویلای شو چې په افغانستان کې دغه روان بحرانونه د همغه زاړه ملا د بې اوداسه لمونځونوورکولو پایلې دي چې موږ ته په میراث را پاتې دي . ځکه اوس هم په همغه زاړه جومات کې د همغه زاړه ملا چړیان اوچټان ناست دي چې هره ورځ یې د خپل امامت پرمهال په ټولو لمونځونوکې د لمانځه د فساد ترکچې پورې سهوې اواشتباه ګانې کړې دي ، ټول لمونځونه یې فاسد کړي دي ، خواوس یوځل بیا د امامت ترلاسه کولومدعیان دي اوغواړي د قضاء شویولمونځونو د سهوې سجدې له سره پرموږ باندې وکړي ، په داسې حال کې چې د ده په فاسدوشویوقضا ء لمونځونوکې د سهوې سجدې له کومه شوې ، ځکه په شریعت کې خوداسې نه شته ، نود افغانستان په قانون به یې بیا امامت څوک څنګه ومني ؟

افغانان دې په خپل ګرېوان کې له سره خپل سرونه سرټيټ کړي ، د آزمویل شویو په اړه دې له سره په خپل انتخاب کې غوروکړي ، مسلمان خو له یوغارڅخه یوځل چیچل کېږي ، که دوهم ځل وچیچل شو، خپل ایمان ته دې له سره بیا کتنه وکړي اوخپل ایمان دې له سره تجدید کړي . ځکه مسلمان تل هوښیاراوبېداروي اوهره ورځ څوک معاملې نه شي ورباندې کولی .

افغانستان دا مهال اساسي قاون لري اواساسي قانون زموږ د ټولو بحرانونو د حل یوازینۍ کلي ده . که څوک غواړي چې د افغانستان راتلونکي زعامت ته ځان کاندید کړي نو د قانون له مجري دې واک ته را وړاندې شي ، نه د کورنیو بحرانونو زیږولوله لارې .

اوس په افغانستان کې د سولې څه څرک لګېدلی چې دعلماء وواړخ یې په افغانستان کې د جګړې تحریم اود سولې پر ټینګېد وخپل مؤجهه اوکره دلائل لومړی په اندونېزیا او ورپسې په حرمین شریفین کې د علماء وو له خوا وړاندې شول ، فرهنګي اړخ یې په مدني ټولنواو ؤلسي خوځښتونوکې ننګه وکړه ، اوسیاسي خوایې په نړیواله کچه ترڅنګ  ودرېدله ، خواجرائیي ضمانت یې مرحله په مرحله د افغانانوپه ذاتي هلوځلواوملي اجماع پورې اړه لري ، ځکه په افغانستان کې جګړه  دوه پړاوونه لري ، چې یویې (۲۲) کلن پړاو ؤچې له (۲۰۰۱ ) زیږدیزکال مخکې تېرشوی ، اودوهم پړاویې همدا اوس (۱۸) کلن  روان بهیردئ چې دوام لري .

خوسوله له جګړه ئیزوبحرانونوسره داسې پړاوته ورننوتې چې کله یې سیوری په کورني او سیمه ئیزاړدوړکې پیکه ـ اوکله هم تازه را ښکاره شي چې د تلپاتې سولې هیلې او زېری له ځان سره لري .

افغانان باید په خپلوکې شخصي معاملې او سیاسي مسابقې یوې خواته سره پرېږدي او په خپل ملي یووالي سره دې د سیمې ، نړۍ اوپه کورد ننه د ؤلسي اومدني ټولنودغه سوله ئیزروان بهیرژوندی اوخوندي وساتي ، ترڅوله دې لارې خپل سپېڅلي هدف اوملي آرمان ( په افغانستان کې د جګړې پای ، اوتل پاتې سولې ) ته پرې ورسېږي . په ټول افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د جګړو د پای ته رسېدو او تلپاتې ریښتینې سولې په هیله . و ما علینا الاالبلاغ . ( محمد انور ولید )         

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery