مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښاغلي کرزي او نورو دبله مارو و ټوپکمارو د پام وړ :

سيد حسين پاچا

له غني سره دښمني به مو خپله سخت سپک کړي
غني د دې هېواد د ښېرازۍ، بيا جوړونې او د تېر ملي حيثيت و پرتم جوړونې لپاره يوه ستره هستي ده

افغانستان بيا له سره نوي سيستم جوړونې اړتيا لري نه خاني سيستم او نه د واک جلا جلا جزيرو ته چې دا اړين او بنسټيز کار له غني پرته نور کدوان او دبله ماران نه شي کولای


ښاغليه مخکېنی خانزاده ولسمشره،
د هېواد ډېره کی قشر يا په بله مانا ټول افغانان له تا د ځېنو نامناسبو حرکتونو هيله نه لري، بلکې له تاسې درانه مشره غواړي چې د ښاغلي غني په مخکې هسې بېځايه عملاً، اشارةً و دلالةً خنډونه جوړ نه کړې.

تاسې د خپلې وسې ښه يا بد خدمت کړی، خو نور ښاغلي غني ته وخت ورکړه چې هغه ستاسې د تېر دور نيمګړتياوې پوره کړي او هېواد يوې سمې لارې ته برابر کړي.

زما مشوره تاسې ته دا ده چې تاسې پر څښتن تعالی اتکاء وکړئ نه پر دې حرامخورو زورواکو، کنه د الله تعالی مواخذه (نيونه) ډېره سخته ده. که يو پلا د الله تعالی په نيونه کې راغلې بيا دې خير نشته.

زه پر هغه ښويه کي سروبيوال افغان ملتي هم غږ کوم چې لږ تر لږه د هغې خپلې علمي مسلکي زده کړو او دکتوری درناوی دې له خپل اخلاقي پلوه هم وکړي، هسې بېځايه دې يو لوري و بل لوري ته نه ځغلي او د ښاغلي پښې دې نه وهي. دا د ښاغلي غني په شمول زموږ د ټولو افغانانو ګډ ټاټوبی دی چې په ګډه به يې به ريښتينې سره چوپړ کوو او د پرديو له تاړاکونو او له کورنيو پرديپالو به يې په ښه مېړانه ساتو.

موږ ټول دلته د تېر رژيم د ډاکټر نجيب الله د حکومت له پرزونې راوروسته تر ننه پورې ملت ته ښه وازمايل شو. که چا ښه کړي هم روښانه دي او که بد يې کړي هم روښانه دي. تاريخ رااخېستي او ساتلي يې دي. په پرتليز ډول د يو منصفانه قضاوت له رويه زموږ تر ټولو جهادي وناجهاديو پورې دغه سړی دې ملت ته، دې هېواد و ټاټوبي ته د خدمت (چوپړ) رښتينی هوډ لري، نو د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ چې ((وتعاونوا على البر والتقوى ولا تعاونوا على الإثم والعدوان واتقوا الله إن الله شديد العقاب)) يې بايد موږ هر اړخيز ملاتړ وکړو نه دا چې مخې ته يې خنډونه ايجاد کړو.

خوښه د ښاغلي کرزي چې د يو مسلمان - افغان په توګه اسلامي ارزښتونه په پام کې نيسي او که زورواکي او د واک بېلا بېلې جزيرې چې د خپل تېر دور پاتې شونې يې دي؟ خو د الله تعالی وېره او سخته سزا هم بايد له پامه ونه غورځوي چې بيا يې څوک خلاصولی نه شي.

غني تاسې او دې ملت ته په زړه کې پاک او روغ دی چې تاسې هم بايد ورته په زړه کې پاک و روغ اوسئ. نوره مو خوښه خپله.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery