مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جمهور رئيس دریځونه او ملت!

دوكتور صلاح الدين سعيدي


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس محمد اشرف غني روستي دریځونه د قانون د حاکمیت، ټاکنو او د وطن د روستیو سیاسي حالاتو په هکله په کلکه د ملاتړ ګڼو، اصولي او ممکنې د حل درستې لارې دي. سلیم، افغاني او ولسواک پلوي ځواکونه باید د هغو پراخ ملاتړ وکړي او کوي.

د افغانستان او سولې په هکله د سعودي عربستان د جدې د اسلامی نړېوال کنفرانس چې له ۳۳ هېوادو د ۱۲۲ علماو پریکړه او فتوا، چې د افغانستان د مسایلو د حل لپاره باید ټولې خواوې مذاکراتو ته کښېني  د افغان اولس ، سلیم منطق او د اسلام د اصولو سره برابره د افغان اولس او حق بری دی او مونږ یې پوره ملاتړ کوو.

له ټولو افغاني سیاسي ځواکونو د طالبانو د ټولو حلقو او خواوو په شمول  غواړو چې دغه اسلامي، انساني او معقولې فیصلې او فتوی ته غاړه کیږدي او د افغان مسلمان اولس د تراژيدۍ د اوږدیدو مخنیوی وکړي. د مطرحو مسایل د حل لپاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په شمول، توافق ته ناستې او مذاکراتو ته چې د با عزته اسلامي او  انساني توافق موجب شي، غاړه کېږدي او عملاً ورته  کار وکړي.

په افغانستان کې ټولې خواوې د سیاسي احزابو په شمول حق لري چې د وطن او افغان اولس د غمیزې د پای ته رسیدو لپاره، هوساینې او استقرار لپاره د هر حزب او سازمان د هویت په ساتلو سره سره ، ګ‌‌‌‌‌‌ډ افغاني او اسلامي پلاتفورم لپاره کار کول پکار دي او باید سره کار وکړي.

مونږ د دې اونۍ د افغانستان د سترو سیاسي ګوندونو د مشرانو له ناستې نه په کلکه ملا تړ کوو او هغه ددوی د خبرت او سیاسي پوخوالي علامه او مشخصه بولو چې ددوی د سیاسي متفاوتو مواضعو سره سره خپلې هڅې د افغانستان د خلکو د نجات په هدف او موخې شریکوي.  اما دوی ته د قانون د حاکمیت په چوکاټ کې د فیصلو او د التیماتوم  د نه ورکولو سفارش کوو. 

انتخابات او موجوده دیموکراسي چې

زیاتې نیمګړتیاوې لري، یواځنی سیستم، نظام او ممکن وسایل دي چې بشریت یې اختیار کې لري. له هغوی نه بهتره او ممکنه استفاده کول چې په بهترین ممکن ‌‌‌‌‌‌ډول د خلکو د ارادې مظهر شي، کار اخیستل او کار کول په کار دي. د ملت په غیاب کې د ملت په سر معامله د منلو نه ده.

د ملت د ارادې بهترین ممکن ممثل په آزادو، پراخو او د قانون تر نظارت لاندې کېدای شي. هر‌‌‌‌‌‌ډول لن‌‌‌‌‌‌ډې لارې تجربه کول، د ملت اراده دور وهل د منلو نه ده. سیاسي احزاب باید پوځي ساختارونه و نه لري، او که لرل خپل نظامي ساختارونه باید منحل او حاکمیت باید ددې کار تحقق  پوره نظارت او تحمیل کړي.

د نامطلوبو او نیمګړو  قوانینو اصلاح د افغانستان د اساسي قانون په شمول باید د قانون په چوکاټ کې وشي.

هر ‌‌‌‌‌‌ډول ناروا معاملې چې  له مارانو نه یې اژدهاران جوړ کړل د منلو نه دي.


دا ټول هغه مواضع او مطالب دي چې جناب جمهور رئيس اشرف غني پرې تأکید وکړ .

دا مواضع منطقي، اصولي، ممکن عادل، او د عملي ممکن مواضع دي  او  ملاتړ کول یې د وطن او خلکو د ګټو د ساتلو  سره سم

مواضع دي!

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery