مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-08-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نورزو قومي مشران: مرکزي حکومت د ټاپي پروژې په تړاو پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ.

راحیله جواد

د نورزو قومي مشران وايي چې مرکزي حکومت د ټاپي پروژې په اړه په خپلو ترسره کړو ژمنو نه دی ولاړ او د دغې پروژې چارې د دوی له مشورو پرته مخ ته روانې دي.
دغو قومي مشرانو د نیمروز ولایت د مرستیال والي سردار محمد همدرد سره په یوه غونډه کې نیوکه وکړه چې د مرکزي حکومت له ژمنو سره سم په کومو سیمو کې چې ټاپي پروژه عملي کیږي، د اړوندو سیمو اوسیدونکي د کاري فرصتونو په ورکړه کې لومړیتوب لري؛ خو زیاته یې کړه چې اوس مرکزي حکومت په خپلو دغو ژمنو کې پاتې راغلی او په دې تړاو یې د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي ته پا اشارې و ویل چې د ټاپي پروژې ټولې چارې په خپل سر پر مخ بیايي او د دغه قوم د مشرانو مشوره په کې نه اخیستل کیږي. د دوی په وینا چې ټاپي پروژه له هرات څخه تر کندهار نوي سلنه د نورزو قوم په سیمو کې تیریږي.
پر دې سربېره دغو قومي مشرانو په مرکز کې په خپلو ځینو استازو هم نیوکه وکړه چې ګواکي د دوی غږ تر مسوولینو نه شي رسولی او د استازولی وړ نه دي. د دوی په وینا که چېرې یې مرکزي حکومت غوښتنې ونه مني، په هرات، نیمروز، فراه او هلمند کې به احتجاجي غونډې وکړي.
تېره ورځ هم د هلمند د ولایتي شوری پخواني وکیل بشیر احمد شاکر د ټاپي پروژې په برخه کې د مرکزي حکومت پر چلند نیوکه وکړه.
نوموړي و ویل که چېرې مرکزي حکومت په خپلو وعدو ونه دریږي، هېچا ته به په خپلو سیمو کې د دغې پروژې د کار اجازه ورنه کړي.
ښاغلي همدرد د غې ناستې له ګډونوالو سره ژمنه وکړه چې ستونزه به یې له مرکزي حکومت سره شریکوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery