مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-08-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پکتیکا ولایت مقام کې د وګړو د خدمتونو د ودانۍ جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

راحیله جواد

 

د پکتیکا ولایت مقام کې د وګړو د خدمتونو د مرکز جوړولو ډبره نن پنجشنبه د روان ۱۳۹۷ کال د سبنلې میاشتې په ۸ نیټه د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له لورې کېښودل شوه.

یاده ودانۍ د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د محلي حکومتولۍ د تقویې پروژې (UNDP/ LoGo-Afghanistan) له لورې د پکتیکا ولایت مقام په انګړ کې جوړیږي.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د دې ودانۍ د ډبرې ښودلو پرمهال وویل: د دې ودانۍ جوړول د عصري حکومتولۍ په لور یو بل ګام دی او په جوړولو سره به یې د ولایت مقام مراجعینو ته اسانتیاوې نورې هم زیاتي شي.

وحدت وویل، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د ولایت مقام مراجعینو ته زیاتې اسانتیاوي برابرې شي او دوی به په اسانۍ سره خپلو مربطه ادارو ته لاس رسی ولري او چارې به یې له ځند او خنډ پرته پرمخ ځي.
په پکتیکا کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د محلي حکومتولۍ کارشناس صفي الله سلطاني وویل، چې پروژه به د درې نیم میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۸۰ متره مربع ځمکه کې جوړیږي او چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې په سم کیفیت بشپړیږي.

سلطاني زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام به د دې پروژې د سرته رسولو ترڅنګ د تجهیز چارې هم په غاړه واخلي او ټول اړین توکي به ورته برابر کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery