مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-08-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي د پښتنو او بلوڅو د پیوستون غونډه ولمانځل سول

راحیله جواد

په دې هکله  یوه غونډه چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کښي جوړه سوې وه پرمهال يې مرستيال والي عبدالحنان منيب او ترڅنګ يې په ټولنيزو چارو کښي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د بلوڅو د قوم د شورا رئيس مولوي سيداحمد غفوري، د يو شمېر دولتي ادارو سکتوري رئيسانو، دکندهار پوهنتون استادانو، د بلوڅو او پښتنو د قومونو استازو او ځوانانو حضور درلود .

مرستيال والي وويل : دغه ورځ د ۱۳۲۸ لمريز کال راهيسي لمانځل کېږي، نوموړي د دغه ورځي مبارکي ټولو پښتنو او بلوڅو قومونو ته وويل او هيله يې څرګنده کړه چي پر دواړو قومونو پوري نېکمرغه سي .

نوموړي زياته کړه : دغه دوه لويو او بهادرو قومونو لکه پښتانه او بلوڅ د تاريخ په اوږدو کښي خورا ژوري اقتصادي، سياسي، فرهنګي او مذهبي اړيکي لرلي دي، پردې سربېره دواړو قومونو د ازادۍ اخيستلو په لار کښي نه هېرېدونکي قربانۍ ورکړي .

ښاغلي منيب د پښتنو او بلوڅو د قومونو له مشرانو څخه وغوښتل چي د خپلو مشترکاتو له مخي متحد و اوسي او له روان محکوميت څخه د خلاصون لپاره دوامداره مبارزه وکړي څو دغه قومونه د نړۍ له نورو قومونو غوندي پرمختللی، هوسا او ارام ژوند ولري .

په ټولنيزو چارو کښي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري هم د دغي ورځي مبارکي دغو دواړو قومونو ته وويل او زياته يې کړل : پښتانه او بلوڅ هروخت متحد اوسېدلي، يو بل ته يې لاسونه ورکړي، د دښمن په وړاندي يې سخته مبارزه کړې او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره يې برحقي مبارزې ته دوام ورکړی دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery