مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-09-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارګ سره د حنیف اتمر د ټکرولو هڅې!

سرلوڅ مرادزی


که دښمن دې مخکې خم شي غافل مه شه
 د لېندې په غبرګېدو غشی تاو اخلي
 علي خان خټک
 ولسمشر اشرف غني د روان کال د اګست په ۲۵ مه، له خپلې دندې د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي حنیف اتمر استعفا ومنله. په دې تړاو، اشرف غني د ملي امنیت د نوي سلاکار ډاکټر حمدالله محب د معرفي کېدو په غونډه کې وویل «باید ووايم چې زما لپاره د یو ملګري او دوامدار همکار استعفی منل یو سخت کار وو، خو د هېواد د لوړو ګټو لپاره باید دغه تصمیم نیول شوی وای. د جناب اتمر د خدمتونو قدرداني کوم، اتمر صاحب د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیات زحمت ایستلی، هېواد اتمر صاحب ته ضرورت لري او انشاالله په نورو برخو کې به ورڅخه استفاده وشي.»
همدارنګه ښاغلی اتمر خپل استعفالیک کې لیکي چې د دندې له پیل څخه د هېواد د ولسمشر اشرف غني د اعتماد څخه برخمن وو. خو زیاتوي«د وحدت او ملي اجماع د حفظ او ټینگښت، د سولې او امنیت د رامنځته کیدو، سیاسي مدیریت، انتخاباتي چارو، ښه حکومتداري او دهیواد د سیمه یزو او نړیوالو اړیکو اړوند سیاستونو او روشونو په هکله د دولت د رهبرۍ په کچه د جدي اختلافونو په وجه مې استفا مې وکړه.»
ګه څه هم د ښاغلي اتمر په استعفالیک کې د دولت د رهبرۍ په کچه د جدی اختلافونو خبره کیږي، خو دا اختلافونه په هیڅ توګه په یوازې ځان ولسمشر غني سره په اختلاف نه شی تفسیرېدای چې ځیني غرضمن کسان غواړي له هغه د حضرت عثمان کمیس جوړ کړي. البته په دې اړه خپله ښاغلی اتمر هم زیاتوی د دندې له پیله د هېواد د ولسمشر د اعتماد څخه برخمن وو.
بلخوا لکه څنګه چې ښاغلی اتمر د یوه سیاستپوه او هېوادپال مشر پتوګه، هېواد کې د روانو ستونزو او ناخوالو څخه څنګځن نه شي تېرېدای، داسې دا پوهه هم شته چې دا ستونزې په یو وارنه دي رامنځته شوي او په یوازې ځان ارګ هم په دې اړه پړ نه شي ګڼل کېدای او هغه نه شي له منځه وړای، نو نېوکې باید د چارو د سمون په موخه او د نظام د لا ټینګښت او مرکزي حکومت د غښتلتیا او پیاوړتیا لپاره په پام کې وي.
د هېواد امنیت شورا کې د ښاغلي اتمر زیار او هڅه د ډیری افغانانو د پاموړ ده. دا امنیت شورا نه وه چې اتمر يي وځلاوه، که نه تر ده مخکې هم هلته سلاکاران تېرشوي چې افغانان يي نوم هم نه پېژني، بلکې ښاغلي اتمر وو چې د امنیت شورا يي د یوه واکمن بنسټ پتوګه راپورته کړه او هغه يي وځلوله. پخوا هم د کلیو پراختیا وزارت، پوهنې وزارت او کورنیو چارو وزارت کې اتمر بریالی وزیر تېرشوی او ولسمشر غني د ده په اړه پر ځای وايي چې «هېواد اتمر صاحب ته اړتیا لري او انشاالله په نورو برخو کې به ورڅخه استفاده وشي.»
له دولتي چوکیو لیرې کېدا یا استعفا په تېره بیا په بحراني حالاتو کې په حکومتولۍ کې عادي او منل شوی بهیر دی چې نه ښای له هغه د بحران په لا ژورتیا کې ګټه واخیستل شي. تر پرون پورې ځینو اشخاصو او کړیو ویل چې حنیف اتمر حکومت کې د پنځم ستون، داعش او ترهګرو مشر دی، هغه د پپېړۍ جلاد دی، خو نن د هغه په استعفا د مکر اوښکې تویوي! له هغې ورځې چې اتمر استعفا ورکړې، ډاکټر عبدالله عبدالله، امرالله صالح، د کندهار وکیل لالی حمیدزی، جمعیتیان او نور مخالفین وايی چې اتمر پیاوړی مدیر، کارپوه او هېوادپال شخصیت دی. په دې اړه امرالله صالح وايی« ښاغلي اتمر یو تکړه او متوازن ستراتیژیست او متفکردی، د ښاغلي اتمر استعفا د ملي یووالي حکومت لپاره یوه لویه ضایع ده.» د صالح په وینا، «د محمد حنیف اتمر استعفا د حکومت په مشرتابه کې د جدي اختلافاتو او شخړو ښکارندوي کوي او داسې ښکاري چې ولسمشر غني پر خپل ټیم هم باور نه لري.»
د امرالله صالح له خبرو ماشوم هم پوهیږي چې نوموړی، ښاغلي اتمر سره کومه خواخوږي نه لري، بلکې غواړي یوازې د خواخوږۍ په خبرو او تظاهر، د ولسمشر غني د کاري ټیم ترمنځ درځ پیدا او پراخ کړي او که وکولای شي ښاغلی اتمر هم ځان سره د «مرکزي حکومت په وړاندې د مزاحمت او سرخوږۍ!» په کومې ټلوالې کې راښکېل کړي.
بلخوا د تاند لخوا په یوه خپور شوي خبر کې ویل کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر دوې میاشتې پخوا په دوبۍ کې له جمعیت ګوند سره کتلي او له دې ګونده یې په راتلونکو انتخاباتو کې د ځان د کاندیداتورۍ د ملاتړ غوښتنه کړې ده، خو ښاغلي اتمر څو ورځې مخکې وویل چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې نه غواړي، ځان نوماند کړي.
مرکزي حکومت سره په ځینو برخو کې د چارو د سمون په موخه، اختلاف لرل او یا په دې برخه کې نېوکې، ناروا نه شي ګڼل کېدای، خو هغوی ته چې له داسې نیوکو ارګ سره د ټکر وسیله جوړوي، باید غوڅ ځواب وویل شی او څوک يي باید د توطيې په دام کې ونه نښلي!
د ۲۰۱۸ کال د اګست ۳۱ مه


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery