مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-09-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان قضائې اورګانونه ولي د حاجي محمد قاچاقبر پر غلاو پټه خوله دي؟

benawa afghanistan
خالد هادي


د کندهاریانو سره تر کرزیانو راورسته تر ټولو لوی ظلم او خیانت حاجي محمد صراف (سودخور) کړی دی !
حاجی محمد صراف او زوی یې بشیراحمد ګلزاده د افغانستان په کچه په ځانګړی ډول د کندهار،هرات او هلمند د خلکو څخه په بیلابیلونومونو میلونونه ډالر په غیري قانوني لارو غلا کړې .
حاجي محمد صراف په لمړی ځل د ( رویال پیور ګولډ ) وروسته بیا د( ویژن مالي خدمتونو ) په نامه په فریب او حیله پیسی ترلاسه کړلې په داسي حال کي چي د یادو شرکتونو لپاره نه د افغانستان بانک جواز لاره او نه هم کوم بل دولتي اجازه نامه ، ددې ترڅنګ ئې خلکو ته ویل چي د امریکایی او اروپایی شرکتونو سره اړیکه لری او همدغه امریکایی او اروپای شرکتونو کې تاسی ته اصلی اکونټونه پرانیستل کیږی،خو په حقیقت کي نه یوازي داچي د نوموړي سیسټم د کوم بهرني شرکتونو وصلیت نه لاره بلکي په ډوبۍ کي ئې په جعلي شخصي انلاین سرور باندي خلکو ته د زروجعلي اکاونټونه پرانستل او کله چي به دطلا د قیمت په وخت کي کوم چاته د ګټلو چانس په لاس ورتله نو حاجي محمد صراف به ورباندي سیسټم دتخنکي ستونزو په نامه بندوی چي یاد کس به نه یوازي هغه ګټه د لاسه ورکول بلکي د اکاونټ د خلاص پاته کیدو په صورت کي به ئې هغه خپلي پسې هم په یو او بل نامه ځني خوړلې . د کره معلوماتو پر بنسټ د میلیونونه امریکایی ډالر د کندهار ، هلمند ، نیمروز او هرات ولایتونو دخلکو څخه حاجی محمد صراف او زوی یی بشیر احمد ګلزاده په همدې نومونو غلا کړې .
د یادونی وړ ده چې دواړه پورتنۍ شرکتونه تزویری جوازونه جوړ کړی وو چې اصلاً د افغانستان بانک سره هیڅ ډول ثبت او راجستر نه وو او نه دی.بلکي د افغانستان د عمومي ریس په وینا چي یاد شرکتونو ئې د خلکو د مسلسل شکایتو په ترڅ کي به نه یوازي بلاک لیست کړي بلکې عدلي اورګانونو ته به ئې هم معرفي کړي.

کله چی نوموړی شرکتونه بدنام شول ، اوس مهال نوموړی اشخاص د (البشیر صرافی) په نامه شرکت تاسیس کړی دی او یو ځل بیا غواړی په مختلفو لارو چارو د خلکو څخه پیسی غلا کړی او لا هم اوس خلکو ته په پټه د یادشرکت په څنګ کي د طلا (غیري شرعي ) اکاونټونه پرانیزي
.
د افغانستان د نافذه جزایی کوډ پر بنسټ حاجی محمد صراف او کورنۍ د فریب کاری، د تزویری اسنادو په جوړولو، غلاو او د مالیاتو څخه د تیشتی په جرایمو مرتکب شوی دی، هیله ده چې عدلی او قضایی ارګانونه په دی اړه اقدام وکړی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery