مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-09-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د شيطان محقق په ځواب کې : د جواد ظريف خبرو ((د فشار لارې)) رنګ راوړ

سيد حسين پاچا


که شپېته برخې خاوره له طالب سره وي، نو تا شيطان به د ((شمال ټلوالې)) په څېر د کولاب له سمڅو، د قُم له تکيه خانو پرته کله هم څوک دلته په دې خاوره کې ونه ويني. طالب به بيا هم تنها پر مېدان پاتې وي

يو لاس دې پر قُم او بل دې پر پنجاب اېښی، له امريکا وناټو يې هم خورې، له مسکو و بېجنګ سره هم ناڅې

زه نه پوهېږم چې د افغانستان څارګرې ادارې او حکومت ولې د دغه تور زړي او دوه مخي په اړه چوپ دی او څه نه وايی؟ له کابله د خپل نژدې يو همکار په مرسته چې ورور يې هلته په نظاميانو کې دنده لري او دی دلته له ده سره يارانه کوي او د نيونې په وخت کې هم همده مرسته کړې او له اړوندو ادارو څخه يې خوشې کړی دی او د رسنيو له ليارې ځينې خبرې پخپله منلي دي، خو بيا هم کله ناکله نوموړی دغسې بېځايه کارغان د قُم او د پنجاب په نغوته له خولې راوځي.

دا چې د ايران د باندنيو چارو وزير وړمه ورځ په رسنيو کې ډاګيزه کړه چې موږ کولای شو له بېلابېلو لارو افغان حکومت د اوبو په تړاو تر فشار لاندې ونيسو، نو نن د نوموړي خبرې هوبهو له دغه ډول سياسي فشارونو سره تړاو لري چې ښاغلي ظريف ورته اشاره کړې وه. ټول ولسي خلک او ان خپله حکومت هم ښه خبر دی چې د فراه د جګړې مديريت له هېواده بهر اداره کېده او همداسې د فراه، هرات، بادغيس او نيمروز ولايتونو ناامني زموږ د لويديز ګاونډي د څارګرو شبکو پورې نېغ په نېغه تړاو لري او ان د افغانستان د ټولګټو پروژو په تېره بيا د اوبو د بندونو د مخنيوۍ په تړاو ډېره لاسوهنه کوي او د همدې موخې لپاره يې طالبان د پاکستان په همکارۍ دې ډول تخريبي او وېجاړوونکيو کړنو لپاره له ځان سره ساتلي. ان تر دې چې روزنيز مرکزونه او د استوګنې ځايونه او نورې اسانتياوې ورته برابرې کړي دي.

په روسيه کې د افغانستان سفير ښاغلي عبدالقيوم کوچي له امريکا غږ وياند سيد سليمان اشنا سره د پاکستان د رول په تړاو د افغانستان يعنې د ((مسکو د راتلونکې غونډې)) په تړاو په روښانه ټکو همدې ټکي ته اشاره وکړه چې دا خو همدا پاکستان دی چې روسيه يې د سيمې په کچه دېته هڅولې ده. روسان د يو سيمه ييز ځواک په توګه هم نه غواړي چې د افغانستان په قضيه کې څنګ ته پاتې شي، بلکې دا همدا پاکستان دی چې د طالبانو اړيکي يې له مسکو او تهران سره رغولي دي.

دا چې د ((صيغه /متعې)) مساله زموږ د سُنيانو او اهل تشيعو ترمينځ اختلافي پاتې ده چې دوی يې روا او موږ يې ناروا بولو، نو اوس د طالب دغه سياسي نکاح چې د يوې ((مبيعې)) په توګه يې کله پر يو چا او کله يې پر بل چا پلوري. ان تر دې کله ناکله خو داسې هم شوي چې همدا يوه ((مبيعه)) يې څو ځايه پلورلې، خو ((مبيعه)) بېچاره چې له سياسي - علمي پلوه کمزوري او هم له تجربوي پلوه نيمګړي او سياسي شعور يې تر نورو پورې په نشت برابر دی، نو د مذهب په نوم باندې ډېر ژر غوليږي او نور د دوی له همدغه نېمګړتيا نه ګټه پورته کوي.  افغان سفير ښاغلي کوچي د طالب هغه اسلامي شرعي صبغه يې لا پسې بربنډه کړه چې د طالب د اسلام لپاره نه، بلکې د سيمې د قدرتونو د ګټو په محور څرخي او د هېواد پر ځای د نورو د ګټو ساتنه کوي. طالب د قُم او د پنجاب لپاره له يوې ((مبيعې)) پرته نور هېڅ ارزښت نه لري.

دا چې ښاغلي غني د غزني په تړاو ويلي وو ((د غزني جګړه د طالبانو د امتياز لپاره وه))، دا يوه پر ځای او معقوله خبره ده. د پوستو خوشې کول او طالب ته د ښار د راتګ لپاره زمينه جوړول دا بايد په دقيقه توګه يې تحقيق او څېړنه وشي. له شک پرته چې محقق به هم په دغسې پېښو کې سپين باز ونه خيژي او طالب ته په دغه زمينه جوړونې کې به ښکېل ثابت شي چې د ګاونډيو هېوادونو د فشار راوړلو لپاره يې پر حکومت باندې په دغسې استخباراتي لوبو کې خپله ونډه او دنده ترسره کړي وي. له شک پرته زموږ دواړه ګاونډيان خپلې ناوړه سياسي - اقتصادي او هم نظامي موخې لري او د هغو د لاسته راوړنو لپاره له دغسې ناوليو څېرو څخه ګټه پورته کوي چې له باندې نه طالب او د نظام په دننه کې يې بيا دغسې ذهني مغشوشې څېرې ځای پر ځای کړي دي چې پر حکومت باندې له هر اړخيز پلوه فشار وارد کړي او خپلو ناروا غوښتنو ته يې تسليم کړي چې هغه د اوبو ستونزه، د د بندونو په شمول د ټولګټو پروژو مخنيوی، زمکني او کلتوري يرغلونه دي چې هم مو خاوره وخپلواکي وګواهي او هم مو له کلتوري پلوه زيانمن کړي چې دا موخې د همدغسې له حکومته بهر پر طالبانو او داعشيانو او په حکومت کې دننه له همدغسې کړيو او اشخاصو مخته وړي او افغانستان ته ستونزې زېږوي.

تېر ته په کتو د طالبانو په پير کې د کابل له نيولو سره سم څوک د کولاب په سمڅو ننوتل او چا بيا نورې لارې ونيولې. ان تر دې چې ځينې خو د قُم په تکيه خانو کې د ملنګانو په شان خيراتخواره پراته ول، نو دوی نه شرميږي چې بيا لا د طالب خبرې کوي. د ايران يو لوړپوړي چارواکي خو ويلي وو :
طالب زموږ دښمن دی او له مينځه وړل يې زموږ د ملي ګټو سره سم دي.
نو اوس د قُم دغه استازی چې لا د مخه د قُم په زهرو لړل شوی د طالب په تړاو دغسې اپلتې وايی. طالب قسم کړی چې د پښتون بچی ترې د ښوونځي سترګې ونه ويني او نه ترې په راتلونکې د ښې ورځې څښتن شي، نو بيا ولې يې په غزني کې د ښوونځيو مخه نيولې وه او نورو ته يې لاره ورکړې وه؟

د پنجاب او د قُم پر اخور چې چا دانه خوړلي وي، له هغوی نه د هېواد د ښېرازۍ او سوکالۍ تمه نه کيږي، خو د شر وشرارت مخه يې له وخته مخکې بايد ونيول شي چې هېواد او خلکو ته يې هر اړخيز ضرر ونه رسيږي. پدرام، محقق او داسې نور ... چې چا د پنجاب او د چا د قُم له اخوره خوړلې هغوی به هېڅکله هم د دې هېواد او خلکو لپاره ګټور ثابت نه شي. کله چې حيا له انسان ولاړه شي، نو بيا ورته خپل معنوي ارزښتونه بې ارزښته شي چې نه بيا پر مذهب او نه بيا پر خپل کلتور و هويت اړ وي. هر څه چې ورته نور وايی بس هماغه زمزمه کوي. د محقق دغسې بېځايه او نادرسته ادعا د نورو د سياسي وپروپاګندې ښکارندويي کوي، نه د خپلو ملي - اسلامي ومعنوي ارزښتونو.

په درنښت

 

محقق: د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=70599


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery