مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-09-24   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

افغانانودابله ډالی مو مبارک سه .

حبيب الله غمخور
که همداسي ويده اودشعارونوقربانيان اوسئ چې تر تاسو جنگيالی اوجهادي نسته اوس ځان ورته ټينگ کړی . همدا شېبه چې دشپې ډوډی خوړلوته مو تياري نيول په تاند ويب پاڼه کي دا دردونکی او حيرانونکی خبر ولوست :د داعش مشر ابوبکر بغدادي افغانستان ته راغلی . زه پوه نسوم چې دا ښاغلی تر افغانستان پوري څنگه راورسېدي ؟ اوبياسمدواره ډله ايزي رسني پرې خبري سوې ؟ داخبره ځکه کوم ،که داښاغلی په جعلي اسنادوتر افغانستان پوري رارسېدلی وي نو بيا داډله ايازي رسنی څنکه ډير ژرپرې خبري سوې ؟ دالاندي افسانه چې نړيوال قاتل دراتگ لپاره جوړه سوې ديوه بې عقل او ماشوم لپاره به دمنلو وړوي ،ځکه که امريکا رښتيا وايي هغه دامريکا داستخباراتي شبکې تر کنترول لاندي دي ،نوکه داسي ده داکنترول داډول وي ؟ چي يوه هوښيارته دامريکا اونړيوالی ټولني لخوا داډول کنترول دمنلو وړندي ،بلکي دولسونو غولول دي . تاند- د شرق الاوسط ورځپاڼې د راپور له مخې، د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د ایران له لارې افغانستان ته تښتېدلی دی . زما له نظره داخبره دهيچا لپاره دمنلو وړنده . ځکه ايران له داعيش ره مذهبي اختلاف اودښمني لري .دايران هيوادته داخيلېدل اوله هغه نه وتل داسي ساده ندي لکه چي موږ ته یې پدې راپورکي راڅرگندوي ،ځکه ايران پرخپلو سرحداتوتر اروپا زيات کنترول لري . ورځپاڼې نن /دوشنبه/ ویلي چې بغدادي د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پولې ته نژدې مېشت شوی دی . د پاکستان د امنیتي سرچینو پر اساس بغدادي د ایران له زاهدان ښاره، چې د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې دی، افغانستان ته اوښتی دی . شرق الاوسط زیاتوي، د سرچینو پر اساس د داعش غړي د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک له لوري په زاهدان کې ساتل کېږي. ورځپاڼه وايي چې د سپاه پاسداران له لوري د داعش ملاتړ دې ته په پام حیرانوونکی دی چې ایران په سوریه کې د داعش په شان له ترهګرو ډلو سره جنګېږي. ایران په سوریه کې د بشاراسد د رژیم د پلوي ځواکونو ملاتړ کوي او د سپاه پاسداران ځواکونه یې هم د همدې هدف لپاره سوریې ته لېږلي دي. September 24, 2018
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery