مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-10-31   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دژوند يوه خوږه خاطره

حبيب الله غمخور
دژوند يوه خوږه خاطره دماشومانولپاره ديوې پياوړي سوېډني ځواني ليکوالي کتريناگېنر Katarena Genar سره لېدنه اوخبري راته ډيري په زړه پوري وي .ددې ليکوالي له خبرونه اوقيصونه مي ډېرڅه زده کړه ، کله حې دې خبري راته کولې په سترگو کي یې دخپل هيواد وماشوم سره مينه رورايه ښکارېده . ددې غښتلي ليکوالی سره څودقيقې ناسته ډېره په زړه پوري اوجالبه وه ،دا زما لپاره دژوند يوه بله خوږه خاطره ده . په سويډن کي يو شمېر ليکوال دماشومانو لپاره کتابونه ليکی،اودسويډن دولت لخواهم ترځانگړي مالي اومادي حمايي اوپاملرني لاندي دي ،ددوي لپاره دليکلو اوژوندکولو ټول امکانات برابرېږي ترڅو وکولاي سي په ارامو اعصابو دماشومانو لپاره ددوي علاقی اوخوښي وړخوږې اوجاليبي قيصي وليکي . دروان کال داکتوبر په ۲۳ مي دسويډن دهغې مشهوري ليکوالی سره ليدنه درلوده کوم چې دمالمو ښار دروزنگورد اومولونگ ښوونځيو(( Rosengårdskola او Möllevångskola))دشاگردانوسره دنږدې ليدنې لپاره دمالمو ښارته راغلې وه . ددې ځواني ليکوالي تر اوسه دماشومانو لپاره دقيصو اوداستانو ۱۵ کتابونه ليکلی اوچاپ سوی دي .دنوړي ليکوالي په وينا کوښښ کوي له شپږکلنی نه تر نه کلنی پوري ماشومانولپاره قيصې وليکي . چې هير مي نشي ددې اوبل هر سويدني ليکوال کتابونه چي دماشومانو لپاره يې ليکلی ماشومان په ډيره مينه لولي اوډېر څه ورنه زده کوي،ځکه ليکوال ددوي دپوهی اوعلاقی مطابق په ساده اوداستاني جملو ټولنيزاوعلمي پيغام ورسوي. ددې ليکوالي په خبره دوي کوښښ کوي ماشومان دبشري ټولني په عالی انساني عاطفه وروزي اوپه خپلو کتابونوکي ماشوم لوستونکي ته دقيصې په بڼه همدا پيغام ورسوی . ليکواله وايي لمړي کتاب مي په ۲۰۱۰ کال کي د(( يومحرم دوست En hemligvän )) په نوم وليکی . ليکواله وايي تراوسه مي ۸ کتابونه د((اسرارويا رازونو ډکه ښوونځی )) (Mystiska Skolan ) تر نامه لاندي چې سلسله یې همدا اوس هم جريان لري ليکلی اوپه هرکال کي یې يوجلدليکم اوچاپېږي . ديوې پوښتني په جواب کي چې دماشومانوسره دليدنې په وخت څه احساس دره سره پيداکېږي وويل : ماشوم داسي يو پاک اوسپېڅلی انسان دي چې په سترگو اواوازکي ئي ځانگړی محبت احساسېږي ،زه لدې احساس نه لذت وړم اوهرځل دماشومانوسره ليدنه زما دژوند خوږې اونه هېرېدونکي خاطرې وي،که رښتيا ووايم دماشومانوسره ليدنه ماته دنوو کتابونولپاره دموضوع پيغام رارسوي . ډېره جالبه خبره یې راته وکړه چې معمولا شاعران اونويسنده گان پرې پوهيږي وايي :کله ،کله داسي پېښېږي چې پرنيمه شپه راپورته کيږم اوهغه څه چې ترلاس لاندي کتاب دموضوع په هکله په فکر کي راوگرځی پرکاغذ یې ليکم اوپه سبا یي کمپيوټر ته رسوم . غوښتل مي يوه ټوکه ورسره وکړم چې دژوندملگری موڅنگه تحمولوي خو داټوکه مي ونکړه ،ځکه هغه پوهېدی چې کورودانه یې ليکواله ده اودليکوالو ژوند لکه دشاعرانوهمداسي وي . ليکواله دسويډن دلنشا پينگ په ښارکي دخپلي کورنی سره اوسي دوه ماشومان لري چې يو یې 15 کلن اوبل يې 16 کلن دي . دادخوږې خاطري قيصه پدې ټکو رانغاړم ،کاشکي زموږ ودهيواد په ټول تاريخ کي کوم چارواکي خپل ليکوال داډول نازولی واي ؟ اوس به پدې نه شرمېداي چي وايو پنځه زره کلن تاريخ لرو،خودچا خبره پنځه سوه عالمان نلرو اونه چا دعالم سره مرسته کړې . دنن ماشوم دسباورځي پلار اوزموږ دهيواد جوړونکی دي که اړونده دولتی اوشخصی ادارې دهيواد دراتلونکي پلار اومعمار له برخليک سره مينه لري نوبايد دماشوم ساليمی روزنې ته جدي پاملرنه وشي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery