مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سیمې د تجزیې خونړی پیل له بد خشان څخه

محمد انور ولید


د افغانستان د تجزیې پلان څه نوې او د نن خبره نه ده . پر(B)پلان له تېرو شپږو کالو را هیسې خبري رسنۍ راپورنه خپروي ، خو د افغانستان له پاره B پلان آن د ظاهرشا ه په زمانه کې د انګلیسانو او امریکایانو له خوا جوړ شوی ؤ . ځکه خو یې له یوې خوا اسماعیلیه فرقې ته د سید کیان تر مشرۍ لاندې د چترال د کریم آغاخان او صدرالدین آغاخان په مالي مرسته وده ورکوله ، او له بلې خوا یې د طاهر بدخشي تر مشرۍ لاندې د ستم ملي تجزیه طلبه ګوند ته د نفاق اوبه ورکولې . ترڅود ملي یووالي ضد د ( سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه ) انګریزي فورمول په سمه توګه پرافغانانانواو افغان خپلواکه جغرافیه  باندې تطبیق کړي او اوسني انګرېزان د امریکایانو پرمټ ځانونه خپلو هغو موخو ته په کې ورسوي چې پخوا دری ځلې په افغانستان کې د انګرېزانو نیکونو او پلرونو خپل ناولي ارمانونه ګورته ورسره وړي وو.

 .
امریکایانو او انګرېزانو د خپل دغه (B) پلان د عملي کېدو له پاره د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې په سړه جګړه کې یواځې خپل پوځي تخنیک ته زور ورکړ . کله چې روسانو په (۱۹۷۹) میلادي کال کې افغانستان د ځمکې او هوا له لارې پر پوځي یرغل اشغال کړاوغوښتل یې چې د هند سمندر تودو اوبو ته ځان ورسوي . نو انګرېزانو او امریکایانو د ناټو په سره یو موټی کېدو پیل وکړ . افغان مجاهدینو ته یې وسلې ، مهمات او مالي مرستې د پاکستان اوعربو په لاسونو ورکولې ، ترڅو د شوري مخه پر افغان مجاهدینو باندې ونیسي . انګرېزان او امریکایان په خپل دغه شوم پلان کې بریالي شول . روسانو په افغانستان کې ماتې وخوړه . د نجیب حکومت د اقتصاد د نشتوالي له امله سقوط وکړ .

مجاهدین له پرچمیانوسره د یوه پټ نا مقدس ایْتلاف په صورت کې د واک پرګدۍ باندې کېناستل . افغانستان او د افغانستان سویلي عایْقې سیمې د روسي وسلو او مهماتو ګودامونه جوړشول . شل مېلیونه افغانان نر او ښځې ټول له هرډول وسلو استعمالولو او جګړې سره بلد وو چې دغه خود جوشه ملي پوځ د انګلیس او امریکې په مشرۍ کینه کښې نړیوالې ناټو ټلوالې او د افغانستان کینه کښوګاونډیانو ته د منلو او زغملو وړنه ؤ .

ددې د پاره چې دغه پوځ ، وسلې او مهمات له منځه یوسي ، نو اسلام آباد ته یې دستور ورکړ چې (۵۰۰۰۰) افغان خادستان له افغانستان څخه د پاکستان له لارې را وباسي او د غرب په اختیارکې یې ورکړي . همدغو خادستانو بیا د مجاهدینو په مختلفو صفونو کې د دوی د بدنامولو او سره پاشلو په موخه ځانونه ځای پرځای کړل . بن غونډې ته له تلو وروسته استاد برهان الدین رباني په نوي ډیلي کې ښکته او هلته یې د امریکې له سفیرسره پرافغان موضوع (پنځه) ساعته پټې خبرې وکړې . چې دا خبره هغه وخت پاکستانیو ورڅپاڼو ( ډان او مسلم ) افشأ کړه . خادستانو د مجاهدینو له بر یاوو او لاسته راوړنو څخه هغه نکریزې ورته جوړې کړې چې د جهادي قربانیو او بریا وو د اختر په ورځ هم ورته ونه رسېدلې ، او بیا یې د نفاق او بدنامیو پردېوال ورته وویشتلې .

حکومت د نظار شورا په لاس کې د هغه پروتو کول له مخې ولوېد چې احمد شاه مسعود له پاکستان سره د توپ خانې د کوتل له لارې په اسلام آباد کې د روسي وسلو او مهماتو د له منځه وړو په بدل کې لاسلیک کړی ؤ ، پښتانه یې چورلټ ترې و ایستل . خپل منځي شخړو زور واخیست . بېګناه سړي ، وسلې او مهمات او ټولې بنسټیزې ملي برخې په کې له منځه ولاړې . او هرڅه د ( ارګ یا مرګ ) ترشعارلاندې د نفاق د اور خوراک شول . د امنیت او قانونیت پر ځای انارشي او سوټه کراسي ، وېره ، ترهه او وحشت داسې حاکم شول چې زاړه کفن کښ ته خلکو دعاوې کولې . ځکه له جګړو ځپلي هېواد څخه علم ، عقل او حیأ دری واړو کډه کړې وه . کبر، غرور ، ظلم اوټولو ناروا تېریو پر بې دفاع او مظلومو افغانانو تر خپلو تورو وزرو لاندې توره شپه جوړه کړې وه

 .
کله چې روسان له افغانستانه ووتل (۴۰۰۰ ) جوړ ټانکونه  او (۵۰۰ ) جنګي الوتکې او چورلکې  افغان مجاهدینو ته په میراث ور پاتې شوې . خو پاکستان د انګلیس او امریکې په دستور دغه ټانکونه او الوتکې پرغلو چارواکو اره او کباړ کړې . د افغان خادستانو دنده اومأ موریت داؤ چې مجاهدین یې پرې بدنام کړل . له شانه یې د ( آی اس آی ) د مأ مورینو په ملاتړ د طالب په نامه یوه داسې مشر تابه پرې را پورته کړه چې هغوی د پاکستان د سترا تېژیک عُمق د خوبونو تعبیر اوکلي په لاس کې ورکړه . د مجاهدینو تش په نامه حکومت یې ورختم کړ . له افغانستانه یې پاتې وسلې پرې ټولې کړې . چې همغه وسله همدا اوس پاکسانی پوځ پرافغانانواو افغان خاوره  باندې استعمالوي .


خو له یهودي او صلیبي اشغالګراو تجزیه طلبه سیاست او د افغانستان له تاریخ او جغرافیې نه ناخبره طالبانو ترڅنګ یې د القاعده مشران هم ځای پرځای کړل . ترڅو امریکایانو او انګرېزانو ته پلمه پرې جوړه شي . ډېره کمه وسله په شمالي ولایاتوکې د امریکې او انګلیس په دستور ددې له پاره پاته شوه  چې په (۲۰۰۱) میلادي کال کې امریکایي ایْتلاف د شمالي ټلوالې په لاس ترې کار واخيست . احمد شاه مسعود یې د د ووعربوژورنالېستانو په لاس ورترورکړ، او هغوی یې هم د همدې موخې له پاره د طالبانو په وړاندې داسې استعمال کړل لکه طالبان یې چې ددوی په وړاندې استعمال کړي وو .

امریکایي او انګرېزي ایْتلاف په (۲۰۰۱) میلادي کال کې د شمالي ټلوالې پر مټ د لرغونو آثارو او ځمکنیو طبیعي زېرمو ډک افغانستان د خپل (۵۰۰) پرسونل او پر مختللې پوځي تېکنالوجۍ په زور اشغال کړ . اوولس کاله پرافغانانو باندې د ترورېزم په پلمه جګړه ور وتپل شوه . لرغوني آثار او د ځمکې د سر زېرمې ټولې لوټ شوې . د هلمند د دیشو ؤلسوالۍ ، د کندهارد هوایي پوځي اډې یورانیم او د باګرام د هواي اډې کوه ساپي له غره څخه د پلاتینیمو کانونه ټول انګرېزانو او امریکایانو یووړل .


امریکه او انګلیس له  (۴۹) غربي هېوادو سره یو ځای افغانستان ته را غلي . دوی غواړي د افغانستان ټولې  طبیعي زېرمې په زور او غلا سره زموږ له هېواده وباسي . دوی دهمدې مقصد تر لاسه کولو له پاره د افغانستان ټولو جنګي وسایلو ته د ( ډي ډي آر ) په نامه یو پلان جوړکړ، چې په سرکې یې مسلکي صاحب منصبان له دندو وشړل او پرځای یې نا لوستي اوغیرمسلکي خلک ملي اردو ته راوستل . کله چې مطميْن شول چې نورافغانان له ځانه دفاع نه شي کولی ، ځکه دخپلې د فاع څه په لاس کې نه لري او ترشک لاندې سیمې او کورونه یې ټول بمباري کړل اوهرڅه یې په کې له منځه یووړل . د سر، مال او ناموس تاوانونه یې افغانانو ته ور واړول . ترڅو افغانان مجبور،  بې غیرته او افغاني غرور او مورال یې ورمات کړي .


دمخه پلان شوې ترورېستي پردۍ پدیده افغانستان ته راغله . حملې پیل شوې . افغان مشران په کې له منځه ولاړل ، بندي شول او مغاروته ورټېل وهل شول.

   
د رباني وژل کېدل ، پرکونړاو نورستان باندې بریدونه  او د لوی بدخشان لومړی پاچا د چترال د کفاروستر مذهبي مشراو د یهودو خاص نماینده  کریم آغا خان یوه داسې ډرامه ده چې له پخوا را هیسې انګلیس او امریکې په لاره اچولې وه .انجینر احمد شاه مسعود چې کله له پنجشېر څخه د چترال پرخوا د توپخانې د کوتل سړک پر بندیانو باندې جوړکړ، هم د همدغه مقصد له پاره ؤ ، ځکه خو ددې سړک تر تمامېدو وروسته احمد شاه مسعود پرهمدې سړک د چترال له لارې پاکستان ته ولاړاوهلته د یوې کوچینۍ درې یوه عادي قوماندان ته د استقبال په خاطر په اسلام آباد کې د توپ (۱۲ ) تشویقي تشرفاتي ډزې وشوې .


د پاکستان خیبر پښتونخواه ایالت ابدره روډ کې یوې امریکایۍ ښځې یو دفتر ، او په سرحدي عایْقو سیمو کې یو اوښ ، یو آس ، او دوې غاطرې  درلودې چې کله نا کله به یې هلمند ، چترال ، کونړ او نورستان ته د تریاکو د پرو ګرام تر نامه لاندې سفرونه  ورباندې کول . خو په اصل کې هغې امریکایۍ ښځې ښایي د همدغې پروسې په اړه پټ کارونه کول . خلک به یې پټ اسماعیلیه فرقې ته هڅول . پیسې به یې ورکولې او دعوت به یې ورته کاوه . ښایي نورو امریکایانو به هم په دې اړه ډېرسترکارونه کړي وي . یوه بله بېلګه یې له افغان پنډغالو د (۶۰۰) افغان ماشومانو ټولېدل او په اېبټ اباد کې پټ د عیسویت د تثلیث درسونه ورته ویل کېدل چې لویو ماشومانو د امریکایانو او انګرېزانو دغه فعالیتونه افشأ کړل اوله هغه مرکز څخه ځینې یې را و تښتېدل . په پېښورکې یې د جلب او جذب تر ټولو ستر مرکز ( شېلټرنو) ؤ .


د جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پروخت امریکې له نوموړي وغوښتل چې د پاکستان په نورو برخو کې به له نورو پروژو سره تېرشو ، خو ټول سوات ترچترال او ګلګیت پورې موږ ته را خوشې کړه ، پر وېزمشرف دا خبره ورسره د چین په اشاره ځکه ونه منله چې چین په پاکستان کې په پوځي او اقتصادي لحاظ ډېر نفوذ کړی ؤ ، اوبل دا چې دا سیمه تر جمو او کشمیر، ګلګیت او چترال پورې له چیني ترکستان سره پرپوله پرته ده ، او چین وېره لرله چې کېدی شي امریکا به په دې پلمه له چین څخه دا سیمه یو وخت بېله کړي .

پروېزمشرف له وېرې هزاره ډیوېژن ته ارتقأ ورکړه او په هزاره صوبه یې ونوماوه . امریکایي اډه هم له کونړه را په شا شوه ، او سیمه یې هم همغه طالبانو ته د فعالیت د پاره ور خوشې کړه . له همغه ځایه د پروېزمشرف د واک کاسه مخ پر نسکورېدو شوه . امریکې او انګلیس ملا فضل الله او د هغه خسر مولانا صوفي محمد ورته را پورته کړل ، د شریعت نفاذ محمدي تر نامه لاندې یې خپل سیاسي فعالیت پیل کړ . او وسلې ، مهمات اودستورامریکې ورکړ چې په اسلام آباد کې دې د لال مسجد څخه انقلاب پیل کړۍ .

هغوی همداسې وکړل . ملا فضل الله ټول سوات ونیو . د پاکستان حکومت د هغه د وژلو یا نیولوهڅه وکړه ، او مولانا فضل الله زخمي شو . په رسنیو کې را غلل چې مولانا فضل الله په باګرام هوایی اډه کې امریکایانو تداوي کړ. او بیا یې د کونړاونورستان خواته را واړاوه اوهمدا اوس د پاکستان له خواپر نورستان او کونړونو باندې د پاکستان د پوځ له خوا پوځي تېري روان دي ترځود کونړ سرحدي سیمې د اوبو او ځنګلونو خپلولو په خاطرد ځان کړې .

شمالي او جنوبي وزیرستان ته د پاکستان یو نیم لک پوځ ورلېږل او په هغه سیمه کې د ډېورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د پښتني قبائلو د ( ۵۰۰۰) مشرانوپټ تروراو (۶۵۰۰۰) قبائلي پښتنو وژنه او د هغو کورونه ورانول او د اغزن تارغځول ټول د دې له پاره وو او دي چې لوی افغانستان له منځه یوسي او د افغانستان خاوره پر پاکستان باندې ورګډه کړي ، ترڅوپه افغنستان او سیمه کې د یونیم سل الی دوسوه کالوپه اوږدو کې د امریکې او انګلیس پاتې کېدواو بوختیاوو ته څه صدمه ونه رسېږي ، نوددوی په آند باید پښتانه تل سره بېل وساتل شي او د سره بېلولو طریقه یې همدغه ده چې لر پښتانه له برو څخه د ډېورنډ پر ډالنګ سره بېل کړي . خودا ارمان به ګورته ورسره یوسي .

په لرو پښتنو کې ( سي آی اې ) او( ام آی سیکس ) د ( آی اس آی ) په مرسته داسې ځالې جوړې کړې چې له یوې خوا یې ځینې مشران چوپه خوله دي ، او ځینې یې په پاکستان کې د خپلو حقوقو د تثبیت نارې سورې جوړوي او ځینې نور یې بیا د خپلې آزادۍ نارې وهي ، خو ډېر شمېر یې ځانونه د افغانستان خاوره او د افغانستان خلک بولي . له همدې امله اوسني خوځښتونه په کې مصنوعي ښکاري او حقیقت ته ډېرلږ پام وراړول کیدای شي ، ځکه سیاسي ځینې مشران یې د خپلوناولو موخو له پاره له مرد مي قوت څخه ناوړه ګټه پورته کوي .

 
بل دلیل یې د افغان مجاهینو د ملي اوعقیدتي یووالي قومانده سره وېشل وو ، چې هرکس او ناکس ته یې په پاکستان کې د خانۍ پېځوان پرپزه ور وځړاوه ، او ترآخره یې یو بل ته غاړه نه سره اېښودله .


بل دلیل یې په هند کې د امریکې د سفیر خبره وه چې ویلي یې وو : د افغانستان د لانجې د حل یواځینۍ لار تجزیه ده .
بل دلیل یې د امریکایي او انګلیسي ديپلو ماتانو هغه پلان ؤ چې په هلمند کې انګرېزانو (۲۰۰۰ ) طالبانو ته د نوي حکومت او تشکیلاتو جوړېدو کار پیل کړی ؤ او د هلمند والي اسد الله وفا هغوی افشأ کړل . پایله یې دا شوه چې دوی له افغانستانه وایستل شول ، او اسدالله وفا خپله دنده له لاسه په کې ورکړه.


بل دلیل یې د امریکایي سناتورانو او جرمني انډیوالانو له خوا د شمالي ټلوالې د مشرانوجرمني ته  وربلل کېدل ووچې د افغانستان په تجزیې او پلانونوعملي کولو ورسره غږېدلي وو .


بل دلیل یې د افغانانو ترمنځ د سولې مخه نیول دي . ترڅو ملي یووالی په کې را څرګند نه شي .


بل دلیل یې د حکومت ترڅنګ د دونرانو او( ان جي او) ګانو موازي حکومت دﺉ چې کلیدي او تعلیم یافته خلک یې تر څنګ ورسره نیولي او په افغان حکومت کې یې د ننه سپېشلېستان ورد ننه کړل او (۱۳) کاله یې افغانان د ښې حکومتولۍ په پلمه د اداري فساد او اختلاسونو په ډولونو په کې روږدي کړل .

 
بل دلیل یې په حکومت کې د غربي مافیایي ډلګیو ځای پرځای کېدل دي چې اداري فساد ، لوی اختلاسونه او غلاګانې همدغو خلکو کړې دي .او له بله اړخه یې د اخلاقي فساد له پاره پراخې زمینې برابرې کړې او هر لوړ چارواکی ځانته معشوقې لري . چې د ځینو د تورنېدو خبرې په مېډیاوو کې هم انعکاس مومي . 

 
بل دلیل یې له هلمند څخه کندز ته په چورلکو کې د طالبانو په نامه د نا څر ګندو خلکو انتقال ؤ چې په کندز کې یې جګړه پرې توده ساتلې وه او بیا یې له هغې لارې منځنۍ آسیا ته ورسول .


بل دلیل یې د مخدرو موادو د انتقال مسأ له وه منځنۍ آسیا ته د بدخشان له لارې چې تراوسه پورې دوام لري . بل دلیل یې د لراو برپښتوڼ ځپل دي ترڅو چې کله انګلیس او امریکا په لوی بدخشان کې د اسماعیلیه فرقې دغه شوم پلان عملي کوي ، نودوی به د پښتون میشتو سیمو ټول پوځي او مردمي زوراوبه کړی وي ، او بیا به له شانه برید نه شي ورباندې کولی . تاسې وګورۍ چې د دوستم اوعطا محمد نورد فلمي سناریوګانواو اکټونو ترشا څه روان دي ؟

د هزاره ګانود سیاسي او مذهبي حرکاتوګراف پرکومه خوا روان دئ ؟ ولې په رسمي ډول اکثریت هزاره ګانوخپل مذهب هم پرېښود او پرځای یې د عیسویت دین ومانه ؟ که یې نه منۍ ورشۍ په ایټالیا او نوروغربي هېوادو کې د ورغلو هزاره ګانوصورت حال وګورئ چې هغوی هلته پرڅه باندې لګیا دي او دلته یې ولې له ایرانه تر بدخشانه په سیاسي بڼه فزیکي دهلېز پرانستی ساتلی ؟


بل دلیل یې دادﺉ چې امریکې اوانګلیس له تاجکستان سره داسې قراردادونه لاسلیک کړي چې پر مټ یې امریکې او انګلیس په ګډه په ګوسفندي تاجکستان کې هندوستان ته د درېیو پوځي اډو ورکولوځای ورکړی ، ترڅو د روسانو او چینایانو د مداخلو مخه پرې ونیسي .


بل دلیل یې دادﺉ چې پاکستان ته یې دستورورکړی چې پرکونړاونورستان باندې خپل بریدونه جاري وساتي ، ترڅو افغان دولت دېته اړشي چې له چین سره د عینک د مسو او د آمو حوزې د تېلو قراردادونه فسخ او له امریکایانو سره یې ددوی په خپلو شرایْطو ومني چې اوس دادي همداسې وشول او زلمي خلیلزاد د همدې له پاره خپله سیاسي قبله  لنډې خوا ته اړولې ده


بل دلیل یې دادﺉ چې امریکایانو اوانګرېزانو دواړو د هغو سیمه ییزو خصوصي امنیتي کمپنیو ډلګۍ بېرته سره را ټولې کړې او د خپلو (۳۰۰۰۰ ) پوځیانو په ملاتړاوس له ګلګیته تر چترال او بدخشانه پورې پوځي فعالیتونه کوي

 .
بل دلیل یې د ځمکواو سړي تښتونو مافیایي سیستمونه ټینګول  اود بانکونو لوټول دي . چې په ښکاره د جانیانو نړیوال حمایت هم ور سره موجود دﺉ .


بل دلیل یې په امنیتي او قضأ یي سیستمونو کې د قانون او شریعت تر پښو لاندې کول دي تر څو پر کوم جاني او مجرم اسلامي حد جاري نه شي

 .
بل دلیل یې د بشري حقونو د تش په نوم ټولنو نهادونه دي چې تل یې په پټو سترګو یواځې د بد اخلاقه مجرمینو یو اړخیزه دفاع کړې ده او بس .


بل دلیل یې د امریکایي رورا باکر ښکاره مخالفت ؤچې د افغان حکومت او ملي یووالي په وړاندې یې په څوڅو ځله زموږ د ملې ارادي خلاف خپل غبرګون ښکاره کړی.


بل دلیل یې د ؤلسمشرۍ په وروستیو ټولټاکنو کې د ډاکترعبدالله عبدالله را پورته کول وو . خو بیا و نه توانېدل او بدنام شولنو بیا یې له جان کئیړي څخه د شړومبو مچ جوړکړ او دنده یې ورکړه چې دده په منځګړتوب دوه سری حکومت په افغانستان کې جوړکړي اود اشرف غني چې یو متخصص او کاري افغان دي په دولتي ملي کارونو کې د نوموړي د پلانونو مخه  پرې ډپ کړي ترڅو افغانستان له کاري دولتي سیستم څخه شاته پرې ولوېږي .

اوس د کلیفورنیا یو سناتور وایي چې د ډېورنډ فرضي کرښه دې په رسمیت و پېژندل شي ، خو امریکه ځکه دا کارونه کوي چې پاکستان ته د افغانستان خاوره اوافغان کورنې ورډالۍ کړي او په بدل کې یې پاکستان دېته اړکړي چې ددوی د (B) پلان عملي کولو مخه خلاصه ورته پرېږدي . په دې مانا چې امریکایان اوس زموږ خاوره پردیوخلکو ته د خپلو ناولواهدافوله پاره په نذرانه کې ورکوي ، خوافغانان وارله مخه ورباندې پوه دي اوهېچا ته به اجازه ورنه کړي چې ددوی په خاوره باندې سودا بازي وکړي .


بل دلیل یې دادﺉ چې په هلمند ، کونړ او نورستان کې داسې فرمایشي والیان کېنولي وو چې تل یې هغه ؤلسونه پرانګرېزانو، امریکایانو او پاکستانیانو باندې ځپلي ، او د پاکستان پرلاسوهنواو تېریو یې سترګې پټې کړې دي . چې دغه ډول  والیا ن ټول د پیرصاحب  او حضرت صاحب په ګوندونو پورې تړلي خلک وو او سړي ته شک پیدا کېږي چې خپله پیر صاحبان او حضرت صاحب چاته کارکوي ؟ افغانستان ته ، اوکه  پردیو ته ؟ که نه نو څنګه دغه ډول مشکوکو خلکو ته  د چارو واګې ورسپارل کېږي ؟


بل دلیل یې دادﺉ چې امریکې د شوروي اتحاد له  ړنګېدو سره جوخت په ترکمنستان او ازبېکستان کې ( اووه سترې کمپنۍ ځای پر ځای کړې دي ، د کسپین او تور سمندرګي د زېرمو را ایستو له پاره یې لا له وړاندې سر مایه ګزاري کړې ده

 . 
بل دلیل یې د بلخ د والي عطا محمد نور پر پښو درول ، ؤلسمشرۍ ته درېدل او ښکاره توشه ده  چې د شمال لږه کي پښتانه یې په زوره له تاجک او هزاره مېشټو سیمو پرې را ایسار کړل.

 
بل دلیل یې دادﺉ چې په افغانستان کې یې ځنځیري هدفي وژنې پیل کړې ، مهم کسان یې ووژل ، خو قاتل معلوم نه شو . او ټول قتلونه پرهغو طالبانو ور وتپل شول چې اصلاً په مغارو او بندیخانو کې پراته دي.

 
خو چې کله دا خبره د (۱۳۹۴) لمریزکال د اسد په اوومه ، اتمه ، او نهمه نېټه په پرله پسې ډول په طلوع نیوزاوکابل نیوز کې د یوې موثقې منبع په حواله چې نوم یې نه دﺉ افشا کړی خپره شوه چې : (( امریکا غواړي اوس د تاجکستان او افغانستان بدخشانونه تر چترال او ګلګیت پورې سره یو ځای ، او د دولت اسماعیلیه په نوم یو نوی دولت جوړ کړي . ))

 پاکستان هم  له امریکې سره په دغهB) ‌ ډوله  پلان عملي کېدو کې همغږی دﺉ . ځکه خو امریکه وخت ناوخت پاکستان ته ډالري باجونه ورکوي ، ترڅو له یوې خوا په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو په موخه ورسره همکاري وکړي ، او له بل پلوه په سیمه کې تجزیه له همدغې نقطې څخه پیل کړي .


پر پاکستا ن باندې هم په کراچۍ ، سند او بلوچستان کې د نا امنیو فشاردﺉ چې دواړه صوبې له پنجابي ادارې څخه خپله آزادي غواړي . ځکه همدا اوس د مهاجر قومي غورځنګ مشر په لندن کې ناست دﺉ اوله هغه ځایه د آزادۍ قوماندې ور کوي . هره ورځ خلک وژل کېږي ، او د تجارت ، صنعت ، تولید او ټولواقتصاد ي سیستمونوستنې یې پرصفر درولې دي  او د بلوڅانو مشران خو آن تر پېنتاګون پورې ور وغوښتل شول ، او په شپو شپو د بېلتانه مشورې ورکړل شوې . (۳۰۰)بلوڅ ځوانان خو آن د لومړي بوش په زمانه کې د امریکې سمندري ځواکونو ته د ټرېنېنګ له پاره وروړل شول . نو پاکستان  ځکه پر افغانستان باندې د هر ډول فشار راوړو ته لاس په نامه درېدلی ، چې د امریکې د خوښې افغانان ور ته ساتي اود امریکې مخالفین وژني او په زندانونوکې یې اچوي.

 
امریکه او انګلیس دواړه په تاجکستان ، افغانستان او پاکستان کې اسماعیلیه نوی دولت ددې له پاره جوړوي چې له همدغې سیمې څخه د منځنۍ آسیا او نورو آسیایي هېوادونو تجزیه پیل کړي ، ترڅو په آسانۍ سره د نویو دولتونو جوړولو په پلمه د هغوی ملاتړ ترلاسه او د سیمې ټولې ځمکنۍ زېرمې غربي مافیایي پوځي ډاکو ګران لوټ کړي .


اوس یې روسانو ځکه مخالفت وکړ چې د منځنۍ آسیا زېرمې د خپل ځان حق ګڼي ، او د تاجکي برخې او نورو اړوندو سیمو عامو خلکو ته یې دد فاع په خاطر سپکې او درنې وسلې او توپخانه یي رصد خانې  ور وېشلې دي ، او خپله یې پوځونه د افغانستان سره پرپوله په تاجکستان کې واچول ، د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پوله یې وتړله ، بل لورته افغانستان هم وویل چې خپله پوله یې له تاجکستان سره وتړله ځکه چې له تاجکستان څخه اور پکي افغانستان ته را اوړي او زموږ په هېواد کې نا امنۍ او د جګړې اورته لمن وهي .

خو خبره دا سې نه ده ، اصلي خبره داده چې ډېره موده وړاندې له یوې خوا اسماعیلیه فرقې له بدخشانه تر بغلان او نورو شمالي سیمو پورې د خپل عقیده تي کمپاین لمنه پټه غځولې سا تلې ده . د کرزي له راتګ څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه .

 رسنۍ  وایي : کرزی هم داسې څوک نه دﺉ چې پرته له شیعه ګانو څخه یې بل افغان ته ګټه رسېدلې وي .
په افغانستان کې د احسان الله بیات  مخابراتي او ساختماني شبکې ، او د آغاخان د لرغونو آثارو رغولو او طبي پروژې ټولې د همدغه دولت د تشکیل او دعوت له پاره په افغانستان کې روانې دي . چې ټول باستاني آثار یې لوټ ، او مصنوعي بیا رغونه یې ترشپږو میاشتو آخوا نه ده پایْېدلې .


که څه هم دا خبر په کابل کې د امریکې اوسني سفیر رد کړ ، خو بیا هم امریکې او انګلیس دواړو په ګډه په هغه سیمه کې دداسې یوه کفري دولت د جوړېدو تابیه له پخوا را هیسې نیولې ده . اوخپل (۳۰۰۰۰ ) پوځیان د اسماعیلیه دولت د جوړېدو او ملاتړ په خاطر هلته همغې سیمې ته له افغانستانه د وتو په پلمه وړي .

 د واخان سیمه ددې شاهدي وایي چې ټول واخانیان یې له غرواو سر درو څخه ښکته د آموسیند غاړې ته را وکوچول ، هغوی ته یې د کوکنارو د کرلو پیسې ورکړې او دتریاکو په کارو بار باندې یې مصروف وساتل ، خو خپله د واخان د غرونو پرر سر پر پوځې قرارګاه ووجوړولواوکانونورا ایستلو باندې لګیا دي .

 
په افغانستان او سیمه کې دغه ټوله پوځي ، سیاسي او اقتصادي سناریو د همدغو دوو هدفونو ترلاسه کولو ( تجزیې  او ځمکنیو زېرمو لوټولو او غلا کولو) له پاره روانه ده .


خو که ددغې سترا تېژیکې سیمې پر سر جګړه پېښه شي ، امریکا د ستراتیژیک سند له مخې له افغان خاورې هم استفاده کولی شي . چې په دې ترڅ کې به افغانستان له یوې خوا له تجزیې سره مخ شي ، او له بله اړخه به د پردیو اتومي جګړو د اور خوراک شي . ځکه دا پېښې په داسې وخت کې را منځته کېدونکې دي چې په افغانستان کې مشر تابه نوره پر ختمېدو ده ، او وروستی زعامت هم په خطرکې دﺉ . که داسې وشي ، نو د افغانستان د خپلواکۍ  ، خلکو او د خاورې د تمامیت برخلیک به څه وي ؟

!!!..... افغانانو ته په کار ده چې د وسله وال قصاب چړې ته خپل پام ور واړوي ، د قصاب د انډیوالانو په خوله ونه کړي ، ترڅو په ژوند پوستکی ترې و نه باسي . چې بیا به یې وروسته له مرګه هم څوک جسد تشخیص نه کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery