مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان ترانزیتي سرچینې -پنځمه برخه :

محمد انور ولید

که څه هم افغانستان د آسیا په زړه کې پروت یوداسې هېواد دئ چې له څلوروخواووڅخه په وچه پورې مښتی اومستقیماً سمندرته لاره نه لري ، خوسترا تيژیک موقعیت یې داسې دئ چې د سوئل له خوا د هند له سمندرګی سره د تفتان اوبلوچستان له لارې ، د پارس خلیج اوعرب بحیره د ایران له لارې ، توره بحیره اومدیترانه بحیره د ترکمنستان اوترکیې له لارې ،همداسې منځنۍ آسیا ، اروپایي هېوادونه، منځنی ختیځ اوعربي ټاپو وزمه د ایران ، ترکمنستان ، ازبېکستان اوتاجکستان له لارې اوچین مستقیماً د واخان له لارې سره تړي . پخواهم دغرب اوشرق تجارتي اوسوداګريزمالونه ټول له همدې لارې سره تبادله کېدل .ځکه ترټولولنډه اقتصادي لاره د نړۍ د ټولو هېوادوله پاره همدغه نننی افغانستان دئ چې شرق یې له غرب سره تړلی .

له همدې کبله پرټوله سیمه اونړۍ باندې واجبه ده چې ددې لارې ستراتیژيکي ارزښت ته په درنه سترګه وګوري اوپه ګډه د افغانستان امنیت اوټیکاود سیمې او نړۍ د امنیت اوټیکاوراوستوپه خاطرمنځته راوړي ، ځکه چې د سیمې اوټولې نړۍ امنیت اوټیکاود افغانستان له ثبات اوټیکاوسره تړلی دئ .که افغانستان روغ وي ، ټوله آسیا ، سیمه اونړۍ ورسره روغه ده ، اوکه افغانستان ناروغ وي ، نوټوله آسیا ، سیمه نړۍ ورسره ناروغه ده .

افغانستان خپله یوشتمن هېواد دئ چې په خپله خاوره کې د ترېلیونو ډالرو په ارزښت ډېرې طبیعي سرچینې او ژېرمې لري ، که چېرته سیمه اونړۍ له افغانستان سره مرستې کوي ، نو لومړی دې زموږ د هېواد په ثبات را وستوکې له موږ سره مرسته وکړي ، ځکه نن سبا تربل هرڅه مخکې موږثبات اوامنیتي ټیکاو راوستوته ډېره اړتیا اولېوالتیا لرو. که چېرته امنیت نه وي د تېروڅلورو لسیزو په څېربه له موږڅخه ټول ملي کارونه شاته پاتې وي اود خپلوملي پروژوپلي کولوبندوبست به نه شوکولی ، ځکه کورني او بهرني دوښمنان به موږ د خپلوملي پروژو پلان کولواوعملي کولوته په قلاره نه پرېږدي اوموږمجبوریوچې په داسې حالاتوکې موږد بیا رغونې پرځای له هرې ممکنه لارې څخه له دښمن سره مقابلې ته ترجیح ورکړو .

که چېرته د سیمې هېوادونه اونړۍ افغانستان ته په رېښتیا سره صادق وي ، نو په افغانستان کې دې د افغانستان د حکومت په ټینګه ملاتړوکړي ، په حکومت کې دې حکومت اونورموازي حکومتونه نه ورته جوړوي ، پردۍ جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي ، خپلې وسلې د ې د افغانستان د جګړې په تودولوکې نه پلوري ، اوخپل ذروي ، آزمېښتونه دې زموږ په خاوره کې نه ترسره کوي ، د هرډول کورنیواوبهرنیولاسوهنومخه دې ونیسي ، اود تخریبونو پرځای دې په ګډه د افغانستان د حکومت لاسنیوی وکړي .

دا خوټولوته معلومه ده چې افغانستان پخوا ځمکنۍ اوهوایي فعالې مواصلاتي لارې ، په وچه کې بندرونه اوهوائي ترانزیت درلود . خواوس چې زموږد تجارت د ملاتیراو ستون فقرات په منځ کې پردیورا باندې تپل شویوجګړوبوټ مات کړی اوله تېروڅلورولسیزورا په ایسته پرله پسې تخریب شوی دئ ، دا ددې معنا نه لري چې موږمواصلاتي لارې اواقتصادي شا رګونه نه لرل ، بلکې هرڅه په نسبي توګه فعال موجود وو. خود ویجاړېدواوله منځه وړوډېرې هڅې یې کینه کښولیرې اونږدې ګاونډیانو( ایران ، پاکستان ، تاجکستان اوروسیې ) وکړې ، ترڅود جګړوځپلي افغانستان د تولید اوصادراتودروازې دتل له پاره را باندې وتړي اوپرځای یې ترډېروخت پورې د خپلوغیرمعیاري بې کیفیته توکوپلورلوپه وارداتي مارکېټ باندې بدل کړي .

زموږ ځينې ګاونډیان په افغانستان کې افغاني تولید نه غواړي ، افغانۍ صادرات نه غواړي ، د افغانستان د صادراتواو وارداتوله پاره ترانزیتي لارې هم نه غواړي ، بلکې ورباندې تړلې یې دي ، له همدې کبله یې پردۍ ترورېستي جګړې په کې تنظیم اوپيل کړې ، سولې اود ملي یووالي سره پاشلوته یې داسې دامونه اېښي چې کورپه کوریې د بدۍ بریدونه په کې کېښودل . ترڅوله یوې خوا افغانستان شاته پرې وغورځوي اوله بل پلوه د افغانستان له اوبو، کانونواومواصلاتي لارواوهوا یي دهلېزونوڅخه پرته له کوم ټکس ورکولوغیرقانوني اوناوړه ګټې پورته کړي .

هو! دغوحسودوګاونډیانوترنن پورې همدا کارونه کړي دي . دوی په افغانستان کې د خلکو په پاکو رائیو مردمي ملي حکومت نه غواړي ، بلکې تش په نامه یوداسې مزدورنظام راوستل په افغانستان کې غواړي چې ریښتیني استعمارضد ملي مقاومتونه پرې وځپي اویوازې ددوی خپلې ګټې په پټوسترګوورسره خوندي کړي .

دغه ترانزیتي لارې په افغانستان کې دوه ډوله دي :                   

الف : ـــ ځمکني دهلېزونه :

دغه دهلېزونه په افغانستان کې رېنګ روډ ته ورته والی لري چې له کابل څخه پیل شوي اود افغانستان مشرقي ،جنوبي ، جنوب غربي ، غربي ، شمال غربي ، شمالي ، شمال شرقي اومرکزي برخې یې سره تړلې چې اساسي برخې ( پل او پلچک ) اود ځينو پخو ډمبرونوکاریې د ظاهرشاه په زمانه کې پیل شوی اوبشپړشوی ؤ،خوداؤد خان هغواونوروفرعي سرکونوجوړولوته وده ورکړه اوله پاکستان څخه یې د یوه ترانزیتي دهلېزغوښتنه وکړه ، خوشوروي د خپلو پلو یانو په لاس د هغه د تخت اوبخت تخته ورباندې واړوله اودا ارمان یې د شاه امان الله په څېرګورته ورسره ټيټ کړ. څه چې په فزیکي لحاظ رغول شوي وو، د هغوی یوازې رسم د ځمکې پرمخ پاتې شو. هغه ګړندي موټربه چې پخوا په څلوروساعتونوکې له کابله ترکندهارپورې رسېدل ، د جګړوپرمهال هغه په (۱۶) ساعتونواوآن په (۲۴ ) ساعتونوکې د تخریب شویومواصلاتي لاروله کبله هم نه رسېدل .

ایران د خپلو قاچاقبرانود قاچاق له پاره د سیمرغ په نامه د رېګ ضد موټرافغانستان ته را وارد کړل چې پرمټ یې ایراني استخباراتو د هلمند ، کجکي ، دوغارون ، کمال خان اوسلما بندونوروان کارونه په ټپه ودرول ، د افغانستان د منځنۍ برخې غربي خواته ټولې بهېدونکې اوبه یې له تېرو(۴۰) کالو را په ایسته په غیرقانوني توګه یوازې د ځان په ګټه استعمال کړې اود افغانستان غربي دښتې د ایران د تخریبي کارونوترسره کولواومزاحمتونوله امله ترنن پورې همداسې بې حاصله اوشاړې پاتې دي چې له دې کبله افغانستان ته له تېرو(۴۰) کالورا هیسې په میلیاردونوډالرملي تاوانونه وراړول شوي دي . 

ځکه افغانستان پخوا ګمرات اود ټکس اوما لیاتو را ټولو فعال سیستمونه ( مستوفیتونه ) لرل چې د کورنیوعائداتوله دغه سرچینوڅخه د دولت د مأمورینو معاشونه تادیه کېدل اوهرسرحدي ګمرک د کال له (۶۰۰) میلیون ډالرو درواخله تر( ۹۰۰)میلیون ډالرو پورې عایدات لرل .

د بېلګې په توګه : د هرات د ګمرک کلنی عاید (۹۰۰) میلیون ډالره ته رسېده ، د سپین بولدک کلنی عائد له (۶۰۰ـــ۸۰۰ ) مېلیون ډالرو پورې ؤ، د حیرتانود بندرکلنی عايد له (۹۰۰ ـــ ۱۰۰۰) مېلیون ډآلروپورې رسېده ، د تورخم د بندر کلنی عاید له (۷۰۰ ـــ ۸۰۰) مېلیون ډالرو پورې رسېدلی ؤ . کله چې موږددې عمده بندورونوهغه ټيټ کلنی عاید حساب کړ، د کال ټول (۳۱۰۰) مېلیون ډالره کېدل .

اوس چې ددې ملي تاوان (۴۰) کاله پوره شول ، اوموږ د (۳۱۰۰) میلیون ډالرو ټول تاوان وسنجاوه ، یوازې د همدغوڅلورو بندرونوڅلوېښت کلن ټکس اومالیه (۱۲۴۰۰۰) میلیارد ډالره شول چې متأ سفانه (۱۰٪) د یاد رقم ددولت خزانې ته نه دي لوېدلي اوپاتې (۹۰٪) نوریې ټول د زورواکواو سیمه ئیزې مافیا له خوا حیف ومیل شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ټول ټال د خپل حضورپه دا تېر(۱۸) کلن بهیرکې تر(۶۰۰) میلیارد ډالرو زیات لګښتونه نه دي کړي چې د افغانستان د ټولوعایداتو په پرتله دا رقم ددې هېواد له نوروکورنیوعایداتوڅخه پرته یوازې د افغانستان دګمرکاتوله کلني عاید څخه ( پنځه ) برابره لږدئ . په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې دغه (۶۰۰) میلیارد ډالره یوازې د افغانستان په بیا رغونه باندې هم نه دي لګولي ، بلکې دغه پېش شرط پیسې یې په خپلو پوځي اونورواقتصادي اوسیاسي موخو باندې هم لګولې دي چې اوس یې پړه یوازې د افغانستان پرحکومت باندې ورغورځوي .

نړیواله ټولنه که په ریښتیا غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي نو د هوایي ترانزیت (۱۸) کلن ټکس اومالیه دې افغان دولت ته په پوره ډول ورکړي ، خپل احسان دې پرافغان دولت باندې نه وراچوي ، افغانستان خپله له دې لارې خپل ځان تمویلولی شي . ځکه دوی په زرګونو پروازونه د افغانستان په خاوره اوهوایي قلمروکې کړي دي ، خوټکس اومالیه یې نه ده ورکړې .        

پردې سربېره افغانستان د خوست ، غلام خان ، نیمروز، فراه ، تورغنډۍ ، شېرخان بندر، اونورو په څېرفرعي بندرونه هم لرل چې له هغوڅخه هم ګمرکي عایدات ترلاسه کېدل ، ولې د پاچاهي ګردشي ، انارشیواوکورني اړدوړله امله ټول پردیوشخصي جیبونوته لوېدلي . که چېرته دغه فرعي بندرونه هم په رسمي توګه له پخوا را هیسې سم مدیریت شوي وای ، اوس به د افغانستان د ټولو ګمرکاتوکلني مالیاتي عایدات تر(۵۰۰۰) میلیون ډالروهم وراوښتي وای چې دا رقم د افغانستان د ټول کورني مایحتیاج له پاره کافی ؤ اوهرڅه موږد خپلې کورنۍ بودجې پرمټ رغولی شوای . ځکه افغانستان پخوا له خپلوشپږوپُلوان شریکوګاونډیوهېوادوسره تجارتي رغنده اړیکې لرلې ، پرهغې سر بېره یې د سیمې اوله سیمې ورآخوا له نورې نړۍ لکه ، جرمنی ، پخواني شوروي اتحاد ، جاپان ، فرانسې ، سوېس ، عراق ، هالنډ ، دانمارک او بریتانیې سره هم د تجارتي راکړې ورکړې له پاره د وچې اواوبوله لارې تجارتي دهلېزونه لرل چې د افغاني سوداګروکلنۍ پانګه په کې د پام وړبلل کېدله .   

که چېرته پرافغانستان باندې دغه پردۍ وارداتي جګړې نه وای ورتپل شوې اوخپلومواصلاتي لارواوګمرکاتوجوړولواوپخولوته یې پرله پسې د پخوا په څېردوام ورکړی وای ، اوس به یوازې د ځمکني ترانزیت له لارې د یوه منظم مدیریتي ملي پلان په چوکاټ کې د زرګونومیلیاردوډالروکورني عاید ترلاسه کولو څښتن شوی ؤ، افغانستان به اوس د نړۍ له نورولوېدلیوهېوادوسره مرستې کولې ځکه د خپلو کورنیوعایداتواوتولیداتوله برکته به په خپلو پښو ولاړیوخپلواک هېواد ؤ .

پردې سربېره افغانستان په کورد ننه څه نا څه خپل تولیدات ، صادرات او له بهره واردات لري چې لېږد را لېږد یې له همدغو مواصلاتې ځمکنیواو هوایي لاروصورت مومي . که چېرته زموږمواصلاتي سیستمونه په معیاري اونړیواله کچه ورغول شي ، زموږد سوداګرومالونه به سیمه ئیزواونړیوالوبازارونواومارکېټونوته پروخت اوآسانۍ سره لارې ومومي ، خصوصي سکتوربه وده وکړي ، سیمه ئیزاونړیوال پانګوال به په افغانستان کې د ترانزیتي چارود لوړکیفیت پیداکولوپه موخه په هېواد کې پانګونې وکړي اوزموږد ملي سوداګروپانګې به ورسره نورې هم پیاوړې اوزیاتې شي .

ب : ـــ  هوایي دهلېزونه :

په مشهد کې افغان څېړونکې بصیراحمد حسین زاده د هوایي چلند د تاریخي نړیوالې ورځې په تړاو په خپله یوه کره کتنه اوخپره کړې مقاله کې د افغانستان د هوایي چلند په برخه کې د ( فراز و فرود هوا پیمایی افغانستان ) ترسرلیک لاندې لیکلي چې :


(( آریانا شرکت په افغانستان کې په (۱۳۳۴) لمریزکال کې په فعالیت پیل کړی ، په (۱۳۳۵) لمریزکال کې نوموړی شرکت خپلواکه ملکي هوایي اداره جوړه شوه ، په (۱۳۳۹) لمریز کال کې د امریکې د متحده ایالاتو له خوا د ملکي هوایي چلند زده کړې پیل شوې چې له دې سره له ډېرو هېوادو سره دافغانستان د هوایي چلند قراردادونه لاسلیک شول ، په دې معنا چې ؛ ((  له نورو هېوادو سره د لېږد را لېږد د هوایي چلند د قراردادونولاسلیک او تسلسل له پاکستان، پخواني شوروی اتحاد ، ایران، ترکیې، هند، اتریش، هالند، لوېدیځ آلمان ، لبنان، یوگسلاویا ، چکسلواکیا، فرانسې، سویس، عراق، سوئد، دانمارک او بریتانیې سره د ( ۱۳۲۵ ) څخه تر(۱۳۵۰) لمریزکال پورې پرله پسې جاري روان ؤ.))

له (۱۳۴۵) لمریزکال څخه تر(۱۳۵۴) لمریزکال پورې ټول ټال (۳۹) هوایي ډګرونه جوړشول .

 

همدا اوس افغانستان (۶۵) نظامي او ملکي هوایي ډګرونه لري چې د بګرام ، هرات ، شنډنډ ، کندهار، کابل اومزارشریف هوایي ډګرونه یې نړیوال دي اوهره ورځ په کورد ننه اوخارج ته د لېږد را لېږد الوتنې لري ، خوسربېره پردې (۴۵ ) نورملکې هوایي ډګونه لري چې په داخل کې کارترې اخیستل کېږي .   

 

اوس مهال په افغانستان کې پرآریانا افغان هوایي شرکت سربېره د پامیر، کام آئیراوصافي په نوم شرکتونه هم فعال دي چې ملکي خدمات ترسره کوي . افغانستان له پخواني شوروي اتحاد څخه یوه بوئېنګ الوتکه پېرلې وه چې تر(۷۰۰) د زیاتو کسانو د لېږد را لېږد ظرفیت یې درلود ، خومتأ سفانه چې استاد برهان الدین رباني هغه الوتکه د خپل واک پرمهال پر آیران باندې وپلورله .

 

کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې پوځي ماتې وخوړله ، افغانستان خپلې اوله روسانو ورپاتې د (۴۵۰) په شاوخوا کې جنګي اوملکي روغې الوتکې او (۴۰۰۰) زغره وال جوړټانکونه لرل ، خوله پاکستان سره د وخت د چارواکوله خوا د واک پرسرد نا مقدسې غیرملي معاملې اوکورنیوجګړوله امله ټول تباه اوبرباد شول .

 

افغانستان تر( ۲۰۰۱ ) زیږد یزکال پورې په بګرام ، کندهاراو شینډنډ کې (۳) سترې نطامي پایګاه وې لرلې چې اوس د شمالي اتلانتیک ( ناټو) له راتګ  سره د دغو پایګاه ووشمېرد کابل اومزارشریف د نړیوالوهوایي ډګرونوپه شمول (شپږو) ته ورسېد . خو په هلمند کې د بسش کمپ د هلمند په موسی قلا ؤلسوالۍ کې کجکي بند ته نږدې پروت دئ چې له (۲۰۰۱) زیږدیزکال را په ایسته انګرېزي پوځ په کې مېشت اودا مرکزیې د مخدره توکواوخامو یورانیمود قاچاق په مرکزباندې بدل کړی دئ ، چې ورسره جوخت د هلمند د زراعتي پیداوارو ځای کوکنارو او تریاکو نیولی او د افغانستان د بشري ځوا ک ( یو پرلسمه ) برخه ، یعنې د افغانستان د ټول نفوس (دری نیم مېلیونه )خلک یې په نشو پرې اخته اوله کاره ولوول .   

 

سربېره پردې افغانستان نورملکي هوایي ډګرونه هم لري چې موږ یې په لاندې ډول یادونه کوو:

 

دغزني هوایي ډګر، د غزني د سرده بند هوایي ډګر، د بامیانوهوایی ډګر، د جلال آباد هوایي ډګر، د هلمند د بوست هوایي ډګر، دغوریا فیروزکوه د چغچران هوایي ډګر، د بدخشان ددروازهوایی ډګر، د فراه هوایي ډګر، د خوست صحرایي هوایي ډګر، د بدخشان د فیض آباد هوایي ډګر، د بدخشان د کران ومنجان د د ره زرهوایي ډګر، د بدخشان د خواهان هوایي ډګر، د بدخشان د شغنان هوایي ډګر، د تالقانوهوایی ډګر، د میمنې هوایي ډګر، د بادغیس د قلعه نوهوایي ډګر، د شبرغان هوایي ډګر، د ارزګان د ترین کوټ هوایي ډګر، اود نیمروزد زرنج هوایي ډګر.

 

خو په دغوملکي هوایي ډګرونوکې ډېری یې د پخواني شوروي اتحاد ، پاکستان اوناټوټلوالې د اشغال پرمهال د پوځي ډګرونو په توګه استعمال شوي دي .

 

نن سبا په ټوله نړۍ کې هره الوتنه چې د کوم هېواد هوایي حریم ته د ننه ترسره کېږي ، ټکس یې په نړیواله کچه (۷۰۰) ډالرټاکل شوی دئ .

خو په افغانستان کې له تېرو(۴۰ ) کالو را په ایسته د رادارسیستم د نه موجودیت له کبله خپلسرې پردۍ الوتنې روانې دي چې نه د الوتکې ټکس افغان دولت ته ورکړشوی ، او نه هم سړي سر ( ۱۰) ډالره ) خاک پولي ، دا په داسې حال کې ده چې آفغانستان ته ناڅاپه ( ۱۲۰۰۰۰) روسي پوځیان راغلل ، زموږ د هېواد هوا یي اوځمکنی حریم یې اشغال کړ، ( لس ) کاله یې زموږ په هېواد کې پوځي ، استخباراتي ، سیاسی اواقتصادي بوختیا وې لرلې ، هره ورځ په سلګونواو زرګونو پروازونه کېدل ، خوافغان دولت ته نه چا د خپلې الوتکې ( ۷۰۰) ډالرټکس اومالیه ورکړه اونه هم سړي سر( ۱۰) ډالره خاک پولي ؟ که یې د وخت حکومتونو ته ورکړې وي ، نوهغه بودجه څه شوه او چېرې غیب شوه ؟ ځکه دا خوکمې پیسې نه دې .

خوماچې خپله د هوایي چلند په تړاوکوم معلومات را ټول کړي او په دې برخه کې مې خپلې څېړنې ورباندې ترسره کړې دي ، له افغان پیلوټانومې پوښتلي ، د معلوماتوغورچاڼ  یې په لاندې ډول د درنولوستونکو مخې ته ږد م :

 

که موږ ترزرګونو پروازونوهم تېرشواو د اوس مهال همغه د نن ورځې (۳۵۰) خپلسري پروازونه په پام کې ونیسواود یوې ورځې هرپروازپه همدغه (۷۰۰) ډالروحساب کړو، نود یوې ورځې د (۳۵۰) پروازونو ټول ټکس (۲۴۵۰۰۰) ډالرکېږي . اوکه د یوه کال حساب کړونو(۸۹۴۲۵۰۰۰) ډالرکېږي ، اوس روسانو دلته په افغانستان کې (۱۰) کاله نظامې حضور درلود ، (۳) کاله یې نورې سیاسي ، اقتصادي اواستخباراتي بوختیاوې لرلې اوکه په منځنۍ کچه یې هره ورځ لږترلږه (۳۵۰) پروازونه ترسره کړي اود افغانستان خاوره یې کارولې وي ، نود (۱۳) کالو ټول ټکس یې ( ۱۱۶۲۵۲۵۰۰۰) ډالرکېږي ، اوزه یقین لرم چې دغه ټکس روسانو افغان حکومت ته نه دئ ورکړی .

 

همداسې پاکستانیانوهم د خپل اشغال پرمهال افغان حکومت ته د خپلوالوتنوټکس اومالیه نه ده ورکړې او پنځه کاله یې د افغانستان هوایي اوځمکنی حریم پرته له ټکس اومالیې ورکولومفت کارولی دي چې د پورته حساب له مخې پاکستان هم د افغانستان (۴۴۷۱۲۵۰۰۰) ډالره پوروړی دئ .

 

په همدغه ډول د امریکا په مشرۍ شمالي اتلانتیک ( ناټوټلواله ) له ( ۲۰۰۱ ) زیږدیزکال را په ایسته ترنن پورې ( ۱۸) کاله کېږي چې په افغانستان کې پوځي ، سیاسي ، اقتصادي اونورې بوختیاوې اوخپلسرې الوتنې لري ، چې د اشغال په لومړي سرکې یې د الوتنوورځنی شمېرزرګونوته رسېده ، خواوس یې خپل پروازونه لږکړي دي چې په دغو پروازونوکې د الوتکې دعملې د لېږد را لېږد اوباربرۍ پروازونه هم شامل وو . ولې د ټکس ، مالیې اوخاک پولۍ یې هېڅ نه دي محسوس شوي ، خوافغان حکومت ته امریکایانواو ورسره ټلوالې د خپلو پروازونواوعملې انتقالولویوه پیسه هم نه ده ورکړې ، ځکه ددوی دغیرمترقبه تلو راتلوپه اړه افغان حکومت ته هېڅ هم نه ویل کېدل اونه دا معلومه وه چې دوی څه وړي اوڅه بېرته راوړي ؟ که یې ورکړې وي ، نوپه کوم حساب د چا په اکونټ کې جمع شوې دي ؟ هغه شخصي ؤ، که دولتي ؟

 

ښاغلي کرزي صیب اوورسره ټیم خویې په خپله (۱۳) کلنه واکمنۍ کې تل د نړیوال حاتم طایي د مرستوهمیانۍ ته سترګې نیولې وې خود سیګارڅراغ په لاس مفتشین یې نه لیدل ، ځکه دده د حکومت تنفس اوتغذیه ټوله له همغه ځایه وه ، بهرنۍ مرستې یې د خپل ځان اقتصادي زېربنأ ګڼله اوخپلوملي تدارکاتو ته یې له سره ورپام هم نه ؤ، خکه خوخپلې مالي سرچینې ترې هېرې وې اویا له سره هډوپرې نه پوهېده . خو کله چې امریکایانو د روسانو د وخت او خپلو پنځه سویز جیولوجستیک ټېمونو معلومات سره را ټول کړل او د افغانستان د ځمکنیو زېرمو راپور یې خپورکړ، نو بیا کرزی صیب پرې خبرشوچې افغانستان د څه باندې دری ترېلیونو ډالرو په کچه ځمکنۍ زېرمې لري .  

 

ناټوټلواله چې له تېرو(۱۸) کالورا هیسې په افغانستان کې نظامي حضورلري ، هره ورځ د (۳۵۰) پروازونوپه ترسره کولو سره د افغانستان خاوره کاروي ، اوله هغې ورځې وړاندې چې افغان حکومت ته یې د خپلې خاورې د څوهوایي ملکي ډګرونود بېرته ورسپارلواجازه ورکړه ، د افغانستان نورټول ډګرونه په خپل سرد پردیوله خوا په غیرمسؤولانه توګه مفت کارول کېدل چې له کبله یې د افغانستان تجارتي ، دولتي اونادولتي سکتورونوته په سوونواوزرګونومیلیارده ډالرتاوانونه ورواړول . 

که موږ په افغانستان کې د پردیوله خوا دورځې همدغه (۳۵۰) سوه خپلسري پروازونه في پروازپه (۷۰۰) ډالروحساب کړو، نوباید له مخې یې دورځې ( ۲۴۵۰۰۰ ) ډالرعاید د افغانستان حکومت ته ورکړي وای ، اوکه دغه رقم ټکس په کال کې ضرب کړونوکلنۍ مالیه او ټکس به ( ۸۹۴۲۵۰۰۰ ) ډالروته لوړشوی ؤ، خواوس چې د ناټو ټلوالې په افغانستان کې (۱۸) کاله مخ په پوره کېدو دي ، نود (۱۸) کالو ټول ټکس یې (۷۱۵۴۰۰۰۰۰) امریکایي ډالروته باید لوړشي ، چې له دې رقم څخه یې یوه پیسه هم افغان حکومت ته نه ده ورکړې چې پدې حساب ناټو ټلواله هم د هوایي ترانزیت له مخې په سوونومېلیون ډالره د افغانستان پوروړې ده . او باید دا پیسې چې د افغانستان خپل حق دۍ د افغانستان دولت ته ورکړي .

 

که چېرته د افغانستان دهوایې ترانزیت مدیریت له تېرو (۴۰ ) کالو را په ایسته روغ اوخپلواک وای ، اوس به یوازې د هوایي ترانزیتي سرچینې د عایداتو له لارې افغانستان په خپله ملي بودجه کې ( ۲۳۲۵۰۵۰۰۰۰ ) ډالرلرل . خومتأسفانه چې هغه موږ ته نه دي راکړشوي اولاهم ځینې پوځي سترډګرونه د امریکایانو په لاس کې دي .

په هغو (۹) ساحوي زونونوکې چې امریکایانوخپل پوځي تأسیسات او بېزونه رغولي اود افغانستان خاوره یې له خپلو سمندري قرارګاه وو سره پرې تړلې ، د هغوخوهېڅ خبره نه کېږي چې دوی هلته څه روان کړي دي ؟ ځکه هغو بېزونوته بپرته له امریکایي پوځیانونورهېڅ افغان چارواکی د ورتلواواښتنې پوښتنې اجازه اوحق نه لري .

 

اوس خودلته پرآریانا افغان هوایي شرکت سربېره په لسګونونوربهرني هوایي شرکتونه هم فعال دي چې په هېواد کې د ننه ، اوله هېواد څخه بهرالوتنې ترسره کوي . هغوی هم افغانستان ته ټکس اومالیه ورکوي چې ددغې ټکس اومالیې ورکولوروغ او پرځای منېجمېنټ ته یې له سره اړتیا لیدل کېږي .

 

که چېرته موږد پخوا په څېرسړي سرخاک پولې (۱۰) ډالرحساب کړو، نولږ ترلږه د ورځې له افغانستان څخه بهرته د لېږد را لېږد (۳۵۰) ، او په دا خل کې هم تر (سلو ) زیات پروازونه کېږې ، که چېرته موږ په اوسط ډول د هرې الوتکې عمله (۱۰۰) تنه پوځیان حساب کړو، د (۳۵۰) الوتکوهره ورځ ټوله عمله (۳۵۰۰۰) تنه کېږي ، که د هرسړي خاک پولي یعنې (۱۰) ډالره په (۳۵۰۰۰) سیاره عمله کې ضرب کړو ، ټوله ورځنۍ خاک پولې (۳۵۰۰۰۰) ډالرکېږي ، اوکه دا رقم د یوکال په (۳۶۵ ) ورځوکې ضرب کړو، نو ټول حاصل به (۱۲۷۷۵۰۰۰۰) ډالرشي .

 

همدې ته ورته د هېواد په داخل کې هم د بهرنیومرستندویه ټولنواوهم د ملکي هوایي شرکتونوله خوا هره ورځ ، هره اونۍ  اوهره میاشت په لسګونوالوتنې ترسره کېږې . که چېرته د هغوی ټکس اومالیې هم سمې مدیرت شي نوله دې لارې هم په کورنیوعائداتوکې د پام وړ زیاتوالی را تلای شي .

 

(( د افغانستان اقتصادي پر مختګ )) په نوم کتاب چې کرستین لنګه او ریااشوکهاو  کیلی او ابراهیم هوتک په بښتو ژباړلی دي د افغانستان د هوایي تراتنزیت په برخه کې لیکلي  :

 

(( د هوایي کرښود مسافرینوخدمات :

د ا هېواد (۳) نړیوال او (۶۲) کورني هوایي ډګرونه لري . بشري ټو لنه کولای شي چې د تجارتي ، غیر دولتي سازمان  (PAC TEC) ، ملګرو ملتونو (UNAMAاوUNHAS) او د سره صلیب د نړیوالې کمپنۍ له خدماتو څخه ګټه واخلي . ))

د یاد بحث په یوه بله برخه کې یې لیکلي : تدارکات ،هوایي خدمات : ((UNHAS))

د تجارتي هوایي کرښود هوایي خدماتو 7 مهم وړاندې کوونکي شتون لري چې د هېواد په د ننه کې الوتنې کوي : (( UNHAS,ICRC.UNAMA.TEC.PAC)) د هوایي کرښود مسافرینوخدمات د (2012 ) کال د نومبرمیاشت :

 

ورپسې یې زیاته کړې ده چې : (( ډېری وختونه امنیتي او روغتیایي آسانتیاوې د هوا یې خدماتو د کمښت له امله په غرني افغانستان کې ستونزمن وي ، له همدې امله لږ ترلږه (۲۰۰) نوروغیردولتي سازمانونواو بسپنه ورکوونکواستازوته اړتیا ده چې د هوا له لارې د خپل اشتغال کچه (۶۵٪) ته لوړه کړي ، همدغو سازمانونو په میاشت کې (۲۵) مرکزونو ته الوتنې کړې دي او د (۲۵۰۰)تنو په شاوخوا کې خلک یې لېږدولي را لېږدولي دي . ))

(۲۰۰) نادولتي سازمانونوپه افغانستان کې د خپلو بوختیاوو په تړاوافغان دولت ته باید د خپل هوایي لېږد را لېږد ټکس ، مالیه اوخاک پولي ورکړې .

 

پایله :

موږ په هېواد کې د هوایې ترانزیت پرېمانه سرچینې لرو، د توکود انتقال ( لېږد را لېږد ) پروسه خویې لا بېله ده چې موږ باید له هغې لارې څخه هم محصول اود هوایي ګمراتوعاید ترلاسه کړو . خوستونزې چېرې دي اوڅنګه د ې ستونزوته د حل لارې ولټووترڅود هوا یي دهلېزونوعایداتي سرچینې پرې عادي ، کره اویقیني کړو؟

 

که موږ دې مسئلې ته په ځيرسره وګورود افغانستان د کورنیوعائداتوپه وړاندې بهرنیوځواکونو، خیریه ټولنواوسازمانونوهم د افغان دولت په وړاندې د خپلوموازي حکومتونوجوړولوله کبله ځینې خنډونه جوړکړي اوپه ځمکنیواوهوایي دهلېزونوکې یې زموږعائداتو ته صدمه پرې رسولې ده چې باید داسې یې نه وای کړي . ځکه افغانستان خپله یوداسې بېوزله اوفقیرهېواد دئ چې لا یې هم نوروته د مرستوغوښتلوپه موخه لاس وراوږد کړی ، نود خپلوکورنیوهغوممکنه عائداتوبرخې خو باید پرې پارچاوې نه شي چې په خپل هېواد کې یې د شتون امکانات ورته شته ، بلکې په دغو برخوکې باید نورې مرستې ورسره وشي ترڅوپه اقتصادي محاظ نورهم پیاوړي شي .

 

دولت له هرې ممکنه لارې څخه د خپلوملي عائداتود تحفظ ، ودې او پیاوړتیا له پاره ترټولومعتبره ، ذمه واره اومسؤوله مرجع ده چې باید له هرې خوا یې بشپړه څارنه اومدیریت وکړي ، خوله دولت سره ملت هم تړلی دئ چې باید په ټولوملي ټولګټوکارونوکې د خپل دولت ننګه اومرسته وکړي ، ترڅولومړی دولت اوملت په ګډه خپل ملي نظام پیاوړی کړي ، ځکه عائداتي نظام له حکومتي ملي نظام پرته نه خوپرمخ ځي اونه هم ژوندی اوخوندي پاتې کېدی شي .  دوام لري .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery