مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایا د نجیب په وژلو، خوندیتوب رامنځته شو؟

سرلوڅ مرادزی


پاچاهانو که قصرونه کړل اباد
ما د عشق عمارتونه کړل بنیاد
رحمان بابا
منم چې د ډاکټر نجیب الله په وژلو به د هغه نازولې درېواړه لوڼې هیله، مسکا او اوونۍ چې ۲۲ کاله مخکې سپېڅلې ماشومان ول او مېرمن يي ډوکټور فتانه، نوره درنه کورنۍ او پلویان يي دردېدلې او ژوبل شوي وي، لکه څنګه چې مسکا لور يی په انګریزي شعر کې چې BBC په پښتو ژباړلی، لیکي:
«دا د سپټمبر تر ټولو اوږده شپه وه
زما سترګې د تلویزیون د پردې سره سریښ شوې وې
خبریال وویل«اعدام شو»
ځای کې مې وچه شوم، باور مې نه راتلو
ځان ته مې څپېړه ورکړه، اوښکې مې راټینګې کړي»
خو پوښتنه دا ده ایا د ولسمشر نجیب په وژلو افغانستان او افغانان خوندي شول، یا سیمه او نړۍ له پخوا زیاته خوندي او ډاډمنه شوه؟
ایا د شلمې پېړۍ د پای جګړه سړه شوه او هغه یوویشتمې پېړۍ ته ونه غځېده؟ ایا هغه مهال پر افغانستان تپل شوې لس کلنه جګړه نن څلوښت کلنه نه شوه؟
ایا د نجیب په وژلو د هغه کورني او بهرني مخالفین او دښمنان هم خوندي پاتې شول؟
که دا وژنه د ټولیزې ورانۍ او بربادۍ لپاره نه وه په نښه شوې، ایا څوک يي د ښېګڼې او خوندیتوب کومه بېلګه ښودلای شي؟
ایا تر ټولو لومړی، نن د نجیب د وژنې عاملین ځان خوندي شمیرلی شي؟
ایا ببرک کارمل او کارملیان چې د نجیب په وژنه کې برلاس لري نن تر پخوا خوندي دي؟ایا په هېواد کې نن تر دوی بل څوک زیات مختورن بللای شي؟ ایا جنرال دوستم او پلویان يي ځان ژغورلی بولي؟ ایا نظارشورا او اسلامي جمعیت دا مهال ځان تر پخوا ارام ګڼلای شي؟ احمدشا مسعود، برهان الدین ربانی، قسیم فهیم په کومه لار لاړل او ایا د نورو لار هم مخ پر ترکستان نه ده؟
طالبان هم تر نورو زیات د تاریخ مختورن شول او د مجاهدینو پشان چې نجیب سره يي د ماسکو د دوستۍ په پلمه روغه نه کوله، اوس د ماسکو په دروازو کې د سر خیرات غواړي!
بهرني توطیه ګر هم خوندي پاتې نه شول؟ څه د پاسه درې زره امریکایان د نیویارک د سوداګریزو برجونو د اور خوراک کې پوپنا شول او د افغانستان په جګړه کې د نورو اروپايي ملګرو سره تر پنځو زرو زیات ووژل شول او لړۍ لا ادامه لري.
د ماسکو او روسانو پر مخ، خو د شرم څه پاتې نه دي او د وارسا تړون ځای کې نن، ناټو غونډه کوي. د بل مختورن جعلي هېواد پاکستان راتلونکې هم تر پخوا بدتره ښکاري او ترهګر به یوه ورځ لکه ساتلی مار ټک ورکوي.
له بده مرغه په یوه یا بله بڼه، دا ټول د ملګرو ملتو په ګډون د بېوزلي افغانستان د یوه ځوان او ژمن ولسمشر په وژلو کې بې برخې نه دي!
۲۲ کاله وروسته د پېښو شالید ښۍ چې د ډاکټر نجیب الله د هېوادپالنې اندیښنې ورځ تر بلې قوت اخلي. نوموړی که په فزیکي لحاظ له منځه یووړل شو، خو د هېوادپالنې اندیښنو او اقداماتو يي ابدي کړ او دښمن چې پرون يي د هغه په فزیکی مرګ ځان بریالی او مغرور شمېره، نن د هغه د اندیښنو او وړاندوینو د ریښتیاوالي او رساتوب په مقابل کې ماتې خوړلی او شرمېنده ښکاري.
دا هم د منلو وړ ده چې مخالفین يي نن په هېواد کې د غلا او لوټ په پیسو لوړ برجونه او دنګې بنګلې لري، خو نجیب او پلویان يي په هېوادپالنه او پاکۍ کې تر ټولو اوچتې او لوړې شملې لري.
نن هم د نجیب الله پلویان هېوادوالو ته د هغه پخوانۍ تلپاتې خبرې وریادوي او د هغو پلیتوب ته ژمن دي:
سر ورکوو، سنګر نه ورکوو
یا وطن یا کفن
ټول افغانان پر یوه ټغر!

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery