مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دُعا وه او که د ميلياردونو سودي پور د ورکړې معامله وه

سيد حسين پاچا

طالبان :
دوعاګانو" ملابرادر له بنده آزاد کړ
الله تعالی خو دُعا د هر چا قبلوي، خو خوله د ملا شاد ګل غواړي

دُعا وه او که د ميلياردونو سودي پور د ورکړې معامله وه، خو دا ښه شوه چې برادر د پنجاب له غوجلې راخوشې او له خپلې کورنۍ سره يوځای شو


د ساده ګانو ((لوده ګانو)) طالبانو د پام وړ :
د طالبانو د بادار بادار هندوستان د سرو زرو مرغۍ بلله، خو نن يې نوکران طالبان ځانته د سرو زرو مرغۍ او مفته لاټري بولي. داسې د سرو زرو مرغۍ يا وړيا لاټري او ايله جار ناپوه، تور سترګي او تورڅڼي خو دې خدای هر چا ته ورکړي، لکه زموږ طالبان يې چې پنجاب ته په لاس ورکړي دي. د پنجاب سياسي ملايانو ټول اسماني دين دوی ته په دريو سنتو يا مستحباتو (( مسواک، رنجو او څڼو)) کې نچوړ ګړی. احکام و وجوبات يې ناديده کړي دي.

دا به وخت روښانه کړي چې دوی ملا برادر ولې او څنګه ونيولو، خو تر ډېره داسې برېښي چې نوموړی بختور وو چې د CIA تر څارنې لاندې ونيول شو، کنه د نورو طالب چارواکيو غوندې به يې د ژوند څکه نه وای کړی او خپ جپ کړی به يې وای. پنجاب حراميتوب وکړ او نوموړی يې پنتاګون ته په لاس ورنه کړ. له يو لورې يې طالبان راکنټرول، له بل لورې يې کابل ته پرې زور ورکړ او هم يې امريکا او نړيوالو ته پيغام ورکړ چې که تاسې کومه معامله کوئ، نو له موږ سره يې وکړئ. د برتانيا د هغه وخت سفير د بي بي سي په مستند فلم ((Secret Pakistan)) کې هوبهو همداسې ويلي وو. هم يې ملا برادر له خپل ژونده بېزاره کړ. د ملا محمد عمر په شمول يې د طالبانو ټول لوړ پوړي او ټيټپوړي چارواکي سخت ووېرول چې د ملا برادر نوم پر خوله وانخلي.

شېراد کوپر کول د برتانيا پخوانی سفير :
څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

پنجاب ملا برادر د همدغسې يوې سختې ورځې لپاره يې ساتلی وو چې پر لوړه بيه يې وپلوري. پنجاب د خپل کمونيست دوست چين له پوره توبه ګار شوی وو، بيرته يې IMF ته مخه کړه. پاکستان سملاسي له دولس تر پينځلس ميليارده ډالره پور ته اړتيا لري چې سودي ګټه او نورې ستونزې پرې حل کړي. سعودي عربستان چې د خاشقجي په مساله کې تر نړيوال فشار لاندې راغلی د امريکا په خوښه يې سملاسي شپږ ميليارده ډالر د پور په توګه ورکړل چې درې ميليارده نغدې او پاتې درې ميليارده د تېلو له درکه به ورته په قسطي ډول ورکوي.

ملا برادر خو دوی څه د خدای د رضا لپاره نه دی خوشې کړی، بلکې خپلې اقتصادي او سياسي موخې يې ورپورې تړلي دي. سملاسې خو يې امريکا، قطر وسعودي پرې خوشاله کړل، خو له بل لورې يې ملا برادر داسې څنډلی دی چې هغه به د سولې پر پروسه کې هغسې ونه ځلي، لکه څومره چې ورته تمه کيږي. ښکاره بېلګه يې د حزب اسلامي مشرتابه دی چې هغسې ونه ځلېده، لکه څنګه چې ورته حکومت هيله لرله. دا ځکه چې پنجاب د افغانستان ستونزه د ځان په خوښه حلول غواړي، نه د افغان حکومت او نړيوالو په خوښه. ځکه خو يې نظاميان، څارګره اداره، سياستوال او ملايان وخت ناوخت په رسنيو کې د افغانستان ستونزه د کشمير پورې تړي. ان تر دې چې مولانا فضل الرحمان يې زموږ ټاکنې تر کشميره پورې غوټه کړې.

خلقۍ شيري رحمان خو تر دې مخته تللې وه او ويلي وو :
((کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري)).

د ښاغلي کرزي ستونزه دا وه چې هغه خپل لوری ((قبله)) يا په بله مانا مشر لالا (امريکا) پرېښې وه او ناسم يا بېواکه لوری يې راټينګ کړی وو. که هغه په پيل کې امريکا او عرب راټينګ کړی وای، نو خبره به دومره اوږده شوی نه وای او نه به يې د کابل واسلام اباد ترمينځ خپلې موزې شکولی. ښاغلي غني دغه سوړه درک کړې ده چې د پنجاب د سومبۍ رګونه د دوی په لاس کې دي. که دوی يې وغواړي هر وخت يې د سومبۍ رګونه راټينګ او راکشولی شي.

که مشر لالا په رښتينې وغواړي، نو د پنجاب د رامولو لپاره ورسره نور ډېر څه شته چې له دغسې بېځايه ډتو يې غورځولی او لارې ته سمولی شي. وايی چې ((ابۍ يې وغواړي، نو پياتي ته هم تبی کولای شي)). له مشر لالا سره ځينې سره خطرناک کارتونه شته، خو که زړه وکړي او ويې کاروي، خو نه يې کاروي. زه باور لرم که چېرې يو کارت وکاروي، نو نه به د حقاني شبکه وي، نه طالب او نه داعش ان تر حافظ سعيده پورې به يې غوږونه ورتاو کړي.

پنجاب لا په رښتينې راټينګ شوی نه دی، که راټينګ شي او د خپل ځان خطر احساس کړي، نو بيا به د مار په شان خپله سوړې ته سم شي او سيده به ورننوځي. لا تراوسه پورې پرې د چا د لاس سيوری شته او د بل چا سپېړې ته يې نه پرېږدي. سره له دې چې د خپلې پخوانۍ اصلي قبلې ((سپينې ماڼۍ)) تر څنګ يې دوه نورې د ((بېجينګ او مسکو)) قبلې هم راټينګې کړي، ولې بيا هم مشر لالا ورته څه نه وای.

زموږ لوده ګان او ساده ګان بيا يې په دې خوشاله کړي دي چې ملا برادر په دُعاو راخلاص شو. د طالبانو استاذان دې ځانته دُعا وکړي چې له سوده خلاص شي. که زموږ ساده ګان او لوده ګان نه پوهيږي، خو د دوی استاذان او ملاتړي يې پوهيږي چې هغه سيمې ته د چا د يون (سفر) په پايله کې راخلاص شو چې دوحه، رياض، کابل واسلام اباد يې ګزوګام کړل او د قطر د بهرنيو چارو وزير راغی د مشر لالا په خوښه او مشوره يې را ايله کړ. دا چې سم به وځليږي او يا نه وخت به يې روښانه کړي، خو هغسې به ونه ځليږي، لکه څومره چې ورته تمه کيږي. تر څو چې د پنجاب د زړه مدعا پوره نه شي دا وړۍ به شړۍ نه شي.

ګپ (غولونه/تېرايستنه)) :
پنجاب طالب له ډېر وخت راهيسې له امريکا سره په مخامخ خبرو خوشاله کړی او افغان حکومت يې ورته له پامه غورځولی. پنجاب ملا برادر د مشر لالا له خوښې پرته په خپل سر نه شو خوشې کولای او نه يې داسې د شپږ ميليارده ډالرو شوړه وهلی شوه. هوښياري يې دا وکړه چې هم يې ښه شوړه ووهله او هم يې ځان د مشر لالا له مسووليته خلاص کړ او. ملا برادر يې د ښاغلي خليلزاد په ترو د عرب په سپارښتنه خلاص کړ. د طالب عزت په دې کې وو چې دا غوښتنه يې له خپل ادرسه ((افغان حکومته)) کړی وای، نه د بل له ادرسه. دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې پنجاب دا ټوله معامله په خپل لاس کې نيولې او په خپلو سياسي، اقتصادي، نظامي او ستراتيژيکو موخو او ګټو يې څرخوي. طالبګل به دېته خوشاله وي چې موږ د امريکا له استازي سره خبرې وکړې، خو په حقيقت کې يې د خپل ځان ايماني، سياسي واخلاقي سپکاوی وکړ. داسې کله هم په نړۍ کې نه دي شوي چې څوک دې د چا د شوړو وهلو لپاره وپلورل شي.

درنښت ومشوره :
دا به طالب ته ښه وي چې له خپل افغان حکومت سره پخپل کور کې پر يو ټغر کښېني او خپلې ستونزې، ښېګنې د خپلو ملي - اسلامي ګټو په رڼا کې تشخيص او خپلې غوښتنې له خپل ادرسه له نړيوالو سره شريکې کړي او خپل ځان د نورو د ګټو لپاره د چا پر لاس ونه پلوري. لومړی خو ځان پلورنې ته اړتيا نشته، خو که څوک بيا ځان پلوري، نو پخپله يې ولې نه پلوري؟ د بل په کور کې ځان پلورنه بې ارزښته او سپکوونکې وي. ولې نورو ته پر ځان د پلورنې واک ورکړ شي؟

دعا او معامله په خپلو خپلو ځايو کې :
اسلامي نظام، اسلامي شريعت او احکام هم د دې اجازه نه ورکوي چې څوک دې د چا د موخو بلهاري شي. ښاغلي پمپيو هم ويلي چې ((د سعودي د پور له اعلانولو وروسته پاکستان زموږ غوښتنې عملي کړي))، نو فاعتبروا يا اولی الابصار!

دا به وخت روښانه کړي چې ملا برادر دعاوو راخلاص کړی او که په معاملې کې راخلاص شوی، خو زه شخصًا په راخلاصونه خوشاله يم. لږ تر لږه خو به له خپلې کورنۍ سره وويني. د ليبيا مرغابي هم همداسې د يوې معاملې په پايله کې راخلاص شو چې ډاکټرانو يې ژوند وړاندېينه هم کړې وه، ولې د کال په راغبرګېدو سره د ليبيا مشرتابه هم پکې خپل سر و ليبيا دواړه وبايلل. موږ خو هم اوس خپل درې پياوړي او نوموتي کسان له لاسه ورکړل څښتن تعالی دې نور خير راپېښ کړي. امين

په درنښت


طالبان وايي "دوعاګانو" ملابرادر له بنده آزاد کړ
https://www.pashtovoa.com/a/Taliban-mullah-brother-released-/4628858.html
طالبان: ملابرادر له خپلې کورنۍ سره يوځای شو
http://www.taand.com/archives/115086
پامپيو: هيله ده د سعودي د پور له اعلانه وروسته پاکستان زموږ غوښتنې عملي کړي
http://www.taand.com/archives/115077
پاکستان د ملابرادر، ملارسول او ملا عبدالصمد ثاني خوشي کېدا تاييد کړه
www.taand.com/archives/115070

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery