مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انحصار مافیاوي کاپیټالیزم او کالونیالیزم-دوهمه برخه

عبدالستار ایوبي


د خدای ج او اسلام څخه ویره 
کالونیالیسټان د خدای تعا لی ج او اسلام څخه ولي ویره لري؟ په تیرو متنونو کي یې علت واضح سوئ دئ. حق تعا لی ج د ټولو انسانانو خالق دئ او ټول انسانان د هغوئ د مادي ملکیتونو د توپیر پرته الله تعا لی ج ته یو شان محبوب دي. بلکه دا چي الله تعا لی ج د مادي لحاظه محروم شخص باندي زیات سخاوت کوي نسبت په مادي لحاظه غني شخص باندي. که د خوار او غریبو په اولادونو کي فوق العاده طبعي استعدادونه نه وای نو په ټولنه کي به د نه منلو رکود رامینځ ته سوئ وای او انحصار کونکي به د هغوئ لپاره حتی د ژوند د حق قایله هم نه وای. د ابراهیم علیه السلام یوه میرمن د وخت د پاچا لور وه او بله میرمن یې دهغې پاچا د لور وینځه. خو الله تعا لی ج د هغې وینځي څخه ډیر ژر نارینه اولاد ورکړ او د هغې د نسله څخه  یې د نړۍ تر ټولو عظیم انسان د ځیږیدلو سعادت ورپه برخه کړ خو خپله ددې وینځي بي بي تر سپینسرتوبه پوري د اولاد څښتنه نه سول. الله تعا لی ج هغه مهال نارینه اولاد ور په برخه کړ، کله چي د مادي اسبابو د لحاظه بشپړ مایوسه سوې وه او د عالي نصب او ځواني غرور یې کاملاً سرنګونه سوئ وو. الله تعا لی ج مظلوم ترینو انسانانو ته زیری ورکوي چي ښیګڼه په ځان کي پیدا کړي، خپل څښتن او د خپل څښتن د مخلوقاتو په وړاندي خپل مسئولیت ومني نو هر وخت د هر څومره زورور انحصارګر په وړاندي به یې غالب کړي. خدای پاک ج تل انحصار ناخوښه کړئ او لعنت یې پر ویلئ دئ نو ځکه یې په مختلفو زماني مقطعو کي د انحصار پر ضد د تحریکاتو د ایجادولو لپاره خپل پیغبران ع او انبیاء ع رالیږلي دي. د بشریت د ټولنیز ژوند د اداره کولو لپاره یې شریعتونه نازل کړي دي. د مافیایي ژوند اخلاق یې د منافق به اوصافو په عنوان غندلي دي. د حضرت رسول الله مبارک ص په زریعه یې خپل شریعت بشپړ کړ. د هغه مبارک ص وروسته هم د حضرت امام ابو حنیفه رح او علامه سید جمال الدین افغان رح غوندي انسانانو ته دا توفیق ورکړ چي د انحصاري، مافیایي او کالونیالیسټي شیطاني نظامونو د شر او ضرر څخه بشریت وپوهوي او په دې لاره کي زحمتونه وګالي. همداعلت دئ چي انحصار ګر او مافیاوي تل په ټولنه کي تفرقې ته لمن وهي خلګو ته مادي او معنوي رشوتونه ورکوي څو د الله تعا لی ج د امر څخه سرکښه سي چي خالق ج ځني بیزاره سي او دوئ اول خو خپله  خپل خالق ج د مرستي لپاره ونه ننګوي او که د ډیرو زحمتونو د لاسه مرسته ځني وغواړي هم ددوئ دعا د قبولیت ټیټ ترین معیار هم پوره نه کړای سي. اوپه دې توګه تل ددوئ د کاذب وحشت تر تاثیر لاندي د مریتوب او وینځیتوب ژوند غوره کړي او پسله مرګه ددایم لپاره ددوئ د جهنم هم نشینه وګرزي. همداعلت دئ چي کاذب ادیان، کاذب عقاید، ګمراه فرقې ځیږوي. د یهودي مذهبي فرقو وروسته، عیسوي مذهبي فرقو او بیا د پلورالیزم، سیکولریزم، دهریت، کمونیزم او کاذبي ډیموکراسي (حقیقي ډیموکراسي یواځي په اسلام کي تضمین سوې ده) نغارې ږغوي. سقراط په خپله زمانه کي کفري ډیموکراسي د سوال لاندي راوستله چي د رهبرانو او مشرانو ټاکل و یوه ډیر لوړ علم او پوهي ته اړتیا لري او موږ د یوه داسي نظام پلوی کوو چي د رهبرانو ټاکل او مهم ملي تصامیم د بیعلمه، ناپوه او بې بندوباره خلګو ته سپارو. سقراط د ډیموکراسي ضد نه وو. هغه په زړه صادقه او یو مخلص شخص وو. څه چي به یې احساسول، هغه به یې ویل. دده د مړیني زرهاوو کلونه وروسته محمدي ص انقلاب دده دا سوال ورجواب کړ چي د علم زده کړه یې پر هر نر او ښځه فرض کړل. د هغوئ څخه د هر یوه څخه یې د بشپړ مسئولیت حلف (د کلمه ویلو په واسطه د الهي اوامرو او منهیاتو پالنه) واخیستل سو، د هغه وروسته یې ټول په حقوقو کي سره مثاوي کړل. اسلامي مثاوات خپله دا معنا لري چي یو شخص نه سي کولای چي بل شخص ته حدود وټاکي یا دا چي قانون پر یوه شخص د تطبیق وړ دئ او پر بل نه دئ. دا چي غیر مسلمان ذمیان په اسلامي ټولنه کي نور بنیادي حقوق لري خو په حکومتوالي کي ګډون نلري، علت یې دادئ چي دوئ د اسلام هغه اخلاقي معیاراتو د مرائتولوژمنه نه ده کړې چي د هر ډول مسئولیت د بار د اخیستلو لپاره اړین دي. دا چي د انحصارګرو، مافیاوو، کاپیټالیسټانو او کالونیالیسټانو لاسپوڅو د انحصار، کاپیټالیزم او کالونیالیزم د اړتیاوو سره سمون خوړونکي د اسلام کاذب ډولونه لکه شرکي تصوف، شیعت، اسماعیلیت، سلفیت، قادیانیت، بریلویت او داسي نوري ناري فرقې د وچ کلک زور او زر په مصرف رامینځ ته کړي، دا بیله خبره ده. دوئ عالمانو ته رشوتونه ورکوي چي خلګ په چټي چټي اختلافاتو کي وغورزوي او د دین اصل تعلمیات ځني پټ کړي. تر کومه پوري چي د توحید او اعلانیه دهریت موضوع ده، همدا دوه حقیقي اړخه دي چي د بشري فردي او ټولینز ژوند انځور ځني جوړ دئ. دا چي یو شخص خپل فردي یا د خپلی ټولني ژوند کوم اړخ ویني د هغه د دریدلو او لیدلو په زاویه پوري اړه لري نه دا چي پخپله د تصویر قصور دئ. دا همداسي دئ لکه هغه انځور چي په ځیږه هنداره کي نیول سوئ وي، چي زاویې ته یې تغیر ورکوو جدا جدا منظرې جوړوي. که یو څوک ژوند ته فقط د خپلو شهواتو، غوښتنواو خواهشاتو د زاویې څخه وګوري نو طبعي خبره ده چي دی به د ژوندانه په چارو کي هیڅ ځاید الله ج د وجود شواهد ونه ویني خو دا په دې معنا نه ده چي په د تصویر هغه بل اړخ وجود نلري. یو بل شخص چي و بشري ژوند او خپل وجود ته د هدف او مقصد د پلټلو په زوایه وګوري نو د خپل خالق بادار ج وجود به په هره ذره کي،هره ورځ او په هره پدیده کي مشاهده کړي.
دمذهبي مافیاوو بنسټ هم دهریت دئ
که څه هم زموږ په هیواد کي به داسي خلګ ډیر لږ وي چي اعلانیه د الله تعا لی ج د وجود څخه انکار کوي لکه ډاکټر سیما سمره . کوم شي چي نړیوال دهریت یې افغانانو ته امیندواره کړئ دئ، هغه غیر رسمي دهریت دئ چي یو څوک د خپل دوامداره عمل دلاري دا ثابتوي چي د الله تعا لی ج پر سپیڅلي ذات وجود نلري. ښه بیلګه یې د غیراسلامي دولتونو هغه جاسوس هیوادوال دي چي د مادي امتیازاتو په طمع د بهرنیو استخباراتو په ډول باندي رقصیږي او هره ورځ زموږ په دربدریو کي اضافه توب لپاره مغلق فعالیتونه او اجرآت کوي. د مثال په توګه زموږ د مساجدو ملا امامان دي چي پر هغه کارونو د خلګو څخه اجوره غواړي چي خدای تعا لی ج ښکاره ثوابونه پر ایښي دي لکه خلګو ته لمونځونه ورکول، د جمعې مبارکي خطبه ویل، د مړي غسل او د جنازې لمونځ، د قرآن کریم ختم، د مړي په فاتحه کي قرآءت او دعا کول. که چیري یو ملا امام په خپل ذهن او زړه کي پر دې خبره مطمین سوئ وي (تصدیق بالقلب) څه چي په خوله وایي چي الله پاکج یو دئ شریک نلري، ورځ د اخیرت سته، د ثواب اجر او د ګناه غذاب سته (اقرار باللسان) نو دی باید د ملا امامت امتیازات و مقتدیانو ته وررد کړي یا حد اقل یې دا ځان ته داسي حلال کړي چي د الله تعا لی ج لخوا د ثوابي کارونو په اجوره کي حساب نه سي، باید د مسجد تشنابونه پاک کړي، د لمانځه ځایونه جارو کړي، د مقتدیانو بوټونه ور سم کړي، بیسیوادانو ته لیک لوست ور زده کړي، ماشومانو ته د قرآن، سنت، عقایدو او فقهي درسونه په شوق او رغبت سره ووایي. دا چي دی تش پر لمونځونو او دعاوو باندي روزانه، میاشتګي، سرسایه  چارجوي، د ځیرې په ډوډۍ باندي د طالبانو د مړولو پر ځای هغه سبوس کوي چي خرڅ  یې کړي پیسې پر واخلي او علاوتاً ذکاتونو ته هم ځان برابروي دده پر ایمان باندي د شک اظهار نه کول د هغه الهي نعمت کفران دئ چي عقل ورته ویل کیږي. اوس که یو څوک ووایي چي دا خبره د مافیاوو په موضوع کي څه دخالت لري نو باید ووایو چي دا مذهبي دهریان تر بل هر ډول دهریانو زیات خطرناکه دي او داغسي خطرناکه مافیاوي تشکیلوي. دوئ په حیله هغه شیان په اسلامي ټولنه کي نافذوي چي خدای پاک ج په اسلامي شریعتکي حرام ګرزولي دي. په اسلامي حکم کي حیله جوړولو جرات هغه مهال پیدا کیږي چي ښه زړه ته ورتیره سي چي خدای پاک ج نسته (نعوذو بالله) یا دا ګړی په ما نه پوهیږي (ثم نعوذو بالله).په دې نیژدې ماضي کي د کندهار یو سرمایه داره په دې وتوانیدئ چي د کندهار جامع اشرفیه د دار الافتاء څخه د انټرنټ دلاري پر فرضي طلا باندي د قمار د روایت فتواوي په پیسو وپیري چي عادي علم لرونکئ مسلمان هم په پوهیږي چي هم سود دئ او هم قمار. دا بیا وروسته ثابته سول چي دې سرمایه داره په ډوبۍ کي جعلي اکاونټونه جوړ کړي وه چي اصلاً سود یا قمار نه بلکه دهوکه وه. کله چي تاواني سوي خلګ خبر سول او د جامع اشرفیه و مفتیانو ته ورغله چي ولي مو د حرام شي د حلال والي فتوا ورکړه، نو هغوئ جواب ورکړ چي موږ په خپله فتوا کي سود او قمار ورته روا کړئ وو(چي ستاسو زړه هم مستي ورته کول) دهوکه و فراډ نه. په دې کار سره دې صراف زموږ د فتوا څخه هم سرغړونه کړې ده. داغه نه بلکه ددهري ملایانو مافیاوي زموږ د ټولنو پر سیاسي سرنوشت هم د بهرنیو هیوادونو د استخباراتو او کفري مافیاوو او د هغوئ لاسپوڅو واکمنانو سره معاملې کوي او د خپل مذهبي حیثیت څخه  ناوړه ګټه پورته کوي. د پاکستان علماء یې ژوندی مثال دئ. دا چي په هیواد کي مسلمانان په خپل مینځ کي سره اخته دي او پر یوه شریعت نه قانع کیږي چي فوراً یې نافذ کړي، دا د مذهبي مافیاوو د فعالیتونو نتیجه ده.د یوه دهري مذهبي رهبر خیانت دا دئ چي د پستې خواري او اسایش طلبي په خاطر ځان ددین مخلص او عالم ښیي او حد اقل رسمي معیارات پوره کوي څو د هغو امتیازاتو څخه برخمن سي چي په ټولنه کي مذهبي رهبر ته تعین سوي دي (دروزانې مزدور کرۍ ورځ انتظار باسي بیا چي خواري پیدا کړي کرۍ ورځ زیار باسي بیا هم د میاشتي او کاله دومره نه سي پیدا کولای لکه یو ملا امام چي یې د پنځو لمنځو پر امامت پیدا کوي). ددې لپاره چي د ټولني سروتمند او زورور خپل ملاتړئ وګرزوي د معنوي رشوت په توګه د حیلو د لاري حلال ورته حراومي او حرام ورته حلالوي چي زور یې طبعاً د ټولني د عوامو څخه وځي. که پر نور څه دوږخ ته ولاړ نه سي د معنوي رشوت د ورکړي په ګناه خو حتمي جهنم ورته په انتظار دئ. پر ټولنه باندي د زورور د ظلم او سروتمند دخیانت لپاره د اولسي زغم ایجادولو په خاطر هغوئ ته دالهي مشروعیت فتوې ورکوي، د ټولني ظالم زورور، خاین سروتمن بیا په مقابل کي ده ته د هغه خلګو څخه مسئونیت ورکوي چي په داوطلبانه ډول د الله تعالی ج ریښتني هدایات مستقیماً د ټولني سره شریکوي څو د دهري مذهبي رهبر حیثیت ته صدمه ورسوي. دا چي موږ په قرآن عظیم الشان کي د هر پیغمبر علیه سلام په قصه کي لولو چي تل ملایانو د پیغمبرانو په مقابل کي رد وبد ویلي او ډیر ځلي دا ملایان په دې توانیدلي چي د وخت ظالم واکمنان قانع کړي چي پیغمبرانعلیهم السلام وربړوي او په شهادت یې ورسوي. حال دا چي په اسلام کي فتوا یواځي الهي حق دئ بنده یې نه سي خپلولای. کله چي به د رسول الله مبارک ص څخه فتوا غوښتل کیدل نو ده مبارک ص به وحي ته انتظار ایستئ. د هغه وروسته هدایتفیافته مذهبي رهبرانو وعوامو ته تل هغه څه روښانه کړي دي چي په اسلام کي دمخه څخه موجود وي نه دا چي د ځانه حیلي او پلمې ورته جوړي کړي. فتواوي خو هغو علماوو راوایستلې چي د کلیساوو تر اغیز لاندي د ناري فرقو په چوکاټ کي وروزل سول یا روزل کیږي.
د یهودي مافیاوو ځانګړنه
مافیا سازي هغه طبعي د ژوند لاره ده چي یوه ډله هغه اشخاص یې تعقیبوي چي خپلو شهواتو ته پر خپلو مسئولیتونو، خپل اعتیاد ته پر خپلو حیاتي اړتیاوو او خپل حرص ته پر خپل صبر باندي ترجیح ورکړي. په ټولو بشري ټولنو کي هره لحظه نوي مافیاوي رامینځ ته کیږي او پخوانۍ مافیاوي د بینه ځي. د یهودي مافیاوو ځانګړنه داده چي دوئ د نړۍ تر ټولو زیاتي لرغوني مافیاوي دي. که دوئ د عیسوي کلیسایي مافیاوو سره پرتله کړو او یا د مسلمانانو وینه ځبیښونکو قریشو او ساداتو د مافیاوو سره مقایسه کړو، یهودي مافیاوي تر دواړو زیاتي لرغونتوب لري. یهودي ټولنه هغه مهال هم مافیایي ساختار لاره کله چي د فرعون د استبداد لاندي وه. خدای پاک ج د موسی علیه السلام په شان جلیل القدره پیغمبر ورته مبعوث کړ، د فرعون د ذلت آمیزه غلامي څخه یې نجات ورکړ او د تورات شریف شریعت یې ورکړ خو بیا هم دوئ خپلو مافیایي رهبریو ته پر الهي شریعت باندي ترجیح ورکړل چي بالاخره موسی علیه السلام ځني بیزاره سو او ځني بیل سو.  دوئ هغه مهال هم د مافیاوو په لاس اداره کیدل کله چي دوئ د حضرت اشوئیل علیه سلام څخه یې وغوښتل چي خدای پاک ج ته ووایه چي موږ ته یو پاچا را وټاکي څو د خدای پاک ج په لاره کي جهاد وکړو. دا د ورایه ثابته خبره ده چي ددوئ په خپل مینځ کي دومره خودسره او بې اتفاقه وه چي د خدای پاک ج پیغمبر پکښي موجود وو چي الهي شریعت یې ورته بیاناوه ، خو دوئ د خپلي ټولني لپاره یوه واحده سیاسي رهبري نه غوښتل چي ددوئ لخوا انحصار کړو د ټولنیزو منابعو جریان په خپله ولکه کي واخلي او هغه په عدالت او مساواتو سرهپه ټولنه کي تنظیم کړي. کله چي ښه وپوهیدل چي دجالوت (چي د فارسیانو واحد سیاسي او نظامي واکمن وو) په شکل یو منظم فارسي ملي حکومت ددوئ دسیمي کالونایز کولو تکل لري او دوئ ټوله خپل مریان وګرزوي (مافیایي ټولنه هیڅ کله او هیڅ کله هم د منظم حکومت لرونکي ټولني د یرغل او اشغال مخه نه سي نیولای) نو بیا ددوئ د مافیاوو مشران ودې ته زړه و نازړه اماده سول چي و یوه واحد سیاسي رهبر ته د خپلو انحصار کړو منابعو اختیار تسلیم کړي. بیا چي خدای پاک ج د اشوئیلعلیه سلام په وسیله طالوت ور معرفي کړ، دوئ دومره محافظه کاره وه چي باور یې نه کاوه چي پیغمبر علیه سلام د ځانه خبره نه کوي بلکه د خدای پاک ج وینا بیانوي. مستقیماً یې الهي معجزه ددې وینا په استنباط ځني وغوښتله. هغه خصوصي حالات وه چي خدای پاک ج ددوئ هر فرمایش ورپوره کړ چي بیا دوئ طالوت د پاچا په صفت ومانه او هغه د بني اسرائیلو د ټولو مافیاوو جنګیالي د یوه واحد ملی لښکر په شکل منظم کړل او پر دوئ یې الهي شریعت نافذ کړ. دوئ پیاوړي سول او د نورو اولسونو د منظمو حکومتونو د لاسوهنو څخه په امان سول. بیا د طالوت څخه نیولې تر سلیمان علیه سلام پوري دوئ یوه پیاوړې مرکزي سیاسي رهبري لرله چي ددوئ مشران یې د مافیا سازي څخه راګرزولي وه. کله چي سلیمان علیه سلام وفات سو. بیکفایته واکمنانو مرکزي دولت خوندي نه کړای سوای دوئ بیرته د الهي شریعت څخه سرغړونه وکړل، خودسرئ یې پیل کړې او ټولنه یې بیرته پر مافیاوو وویشل سول. ددوئ زورورو او سروتمندانو مرکزي واک په خپل مینځ کي وویشه او د سوء استفادې نظام قایم سو. کله به د رومیانو مستعمره وه او کله به د فارسیانو. دې حالت په وقفیي یا دوامداره توګه تر ننه پوري ادامه پیدا کړې ده. دا چي یهود مرکزي سیاسي رهبري نلري او دوئ په راضي دي علت یې داغه دئ چي د مرکزي سیاسي رهبري او واحد قانون د فقدان زور ددوئ د بیوزلو او کمزورو څخه وځي او ګټه یې ددوئ وزورورو او سروتمندانو ته رسیږي. که څه هم دوئ مرکزي سیاسي نظام نلري، یو شی چي دوئ په ښه توګه حفظ کړئ دئ هغه ددوئ د ټولیزي ارتقاء تاریخ دئ. د ابراهیم علیه السلام څخه راشروع تر نن پوري ټول واقعات چي د مادي اړتیاوو په خاطر تحریفات او افسانې یې هم په ګډ کړي دي، په بشپړ تسلسل سره لري او خپلو نسلونو ته یې انتقالوي. د مریتوب د مرحلې څخه د مریانو د تجارت د مرحلې پوري ټول درسونه یې زده کړي دي. دوئ د انحصاري سیاست پر اصولو دومره پوهیږي چي ددوئ په مینځ کي یو واحد انحصار کونکئ ټینګیدای نه سي. دوئ په خپلمینځو اړیکو کي عواطفو ته ځای نه ورکوي، بلکه یو له بله سره هم د سوء استفادې روابط ساتي. دا هغه ذلت دئ چي پر دوئ خدای پاک ج مسلط کړئ دئ او په قرآن شریف کي یې یادونه سوې ده. هغه چي په دوئ کي د احساساتو څښتن وي یا د خپلو عزیزانو د سوء استفادې قرباني کیږي او یا هم دوئ پریږدي او مسلمانیږي. یهودي مافیاوي ددوو عمده اصولو په اساس په خپلو کوربه ټولنو کي د سروت او نفوذ خاوندان کیږي. لمړی اصل یې دادئ چي د زورور او سروتمند د حوص، خواهشاتو او شهوتونو پالنه وکړه او د بیوزلو، کمزورو او کم عقلو د مجبوریتونو څخه اعظمي استفاده وکړه. دوئ خپل هغه هنرونه او تکتیکونه تیزوي چي ددې دوو اصولو په عملي کولو کي معاون ورته ثابتیږی. په نورو مترادفو الفاظو دوئ د یوې ټولني انحصار کونکي او د انحصار ښکار ټولني تر مینځ خلاء دداسي عایق په توګه اشغالوي چي انحصار کونکي ته د هغه ګټي په دوامداره توګه تیریږي خو د انحصار ښکار ټولني د وګړو د مدافعوي هڅو اغیزه خونثاء کوي. دوئ په ټوله نړۍ کي دمسکراتو، مخدراتو، فحشاء او سود کاروبارونه یا په مسیقم ډول او یا د خپلو اجیرو ورکوټو مافیاوو په توسط سره انحصار کړي دي. یهودي مافیاوي د علمي ریسرچ دلاري دې حقیقت ته رسیدلي دي چي د وګړو د حرص او شهوت پالني دلاري دوئ د هغه ټولني د منابعو د استخراج او انتقال چینلونه په خپله ولکه کي راوستلای سي. انحصارګر چي په ابتداء کي د ټولني د عالي اعتماد وړ مرجع وي د خپل حرص په سبب خپله ټولنه په خپل لاس دوئ ته سپاري لکه یو شخص چي خپل اموخته آس یا سپی و اجیر ساتونکي ته ورسپاري.بیا نو دئ ښه پوهیږي چي څرنګه ددې ټولني د مقاومت او بغاوت ځواک د تل لپاره وروځپي او په خپلو وریښتانو یې لاسونه وروتړي. د سوئ استفادې ښکار سوو وګړو د نفرت الزام پر انحصار کونکي لویږي، چي د هغه څخه دوئ د انحصار ګر د ځپلو لپاره کار اخلي څو په ټولنه کي هیڅ څوک ددوئ مخه نیونکئ پاته نه سي. د اسلام سپیڅلئ مبین دین د ټولنیز ژوند یوازینۍ تګلاره ده چي ټولنه د هر ډول مافیایي تصرف څخه ساتي. اسلام د انحصار او سوء استفادې څخه ممانعت کوي. په بنسټیزو حقوقو کي یې حاکم، محکوم، بادار او مریی مثاوي کړي دي. د جنسي اړیکو لپاره یې یوازي د ازدواج لار روا کړې ده چي د اړیکو دواړي خواوي یعني نر او ښځه یو له بله څخه د استفادې څخه راګرزوي. د خپلواکو انسانانو په زور مریان او وینځي کول یې منع کړي دي. د سود، قمار، مسکراتو او مخدراتو استعمال یې پر افرادو باندي حرام کړئ دئ. کله چي د یوې ټولني زورور، سروتمند او واکمن ځان د خپلي ټولني خدمتګار او د هغه د بیوزله وګړي سره مثاوي وبولي نو غوړمالو او چاپلوسو شیطانانو لپاره به په داسي ټولنه کي ځای چیري وي. کله چي په مدینه منوره کي اسلامي حکومت قایم سو نو ددې حکومت قاید حضرت محمد مصطفی ص به ددولت چاري د مشاورت دلاري پر مخ بیولې. او مشاورت د چا سره؟ د هغو سره چي د خلګو به په خپل استاذیتوب د خپل مشترک نظر سره ورته رالیږل. ده مبارک ص دداسي نام نهادو اهل حل وعقد تیار خورو مشاورینو شورا نه وه جوړه کړې چي په مثل د نر ښځیانو وي (هم تر نر او هم تر ښځي ډیر ښه د جنسي اړیکو په رازو خبر وي خو خپله نه ښځي نه کوچنی ورپه نس کولای سي او نه کوم نر ته بچی ورځیږولای سي). رسول الله مبارک ص د هر عام وخاص مشورو ته ځکه زمینه نه برابروله چي دده مبارک ص عقل به دا چاري نه سوای احاطه کولای یا دا چي الله تعا لی ج بهترینه لار نه ورښودله. دا مشاورت د الله تعا لی ج حکم وو او ددې لپاره الله تعا لی ج دود کړئ چي ولس په ټولیزو او ملي چارو کي د ملکیت او مسئولیت احساس ولري. په هره ملي لاس ته راوړنه کي خپل افتخار وویني او د رهبر په مقابل کي د پیرویانو په زړونو کي بغض، عداوت او حسد پیدا نه سي یا یو شخص د ټولو بریاوو کریډیټ وانه خلي. او بل ددې لپاره چي د هري ملي غمیزي یا شکست ټول الزام پر رهبر یا یوه واحد شخص باندي وانه چول سي څو رهبران د سختو تسامیمو په نیولو کي ستونځه احساس نه کړي یا د الزامي عواقبو په خاطر با جراته اقدام څخه شاته نه سي او بل ددې لپاره چي ملي تصامیم د یوه فرد یا د څو افرادو د مافیا په ګټه او د جمهور د حقوقو او روا ګټو پر ضد تمام نه سي. اسلام خو د مدینې منورې یهود داهل کتاب په سبب د کفارو په نسبت ځان ته نیژدې وبلل. دا چي اسلام دوئ د ځایي ټولنو و سوء استفادې ته نه پریښودل او دا چي دوئ په مدینه منوره چي خپله مستقله سیاسي رهبري نلرل بلکه د مافیایي  اړیکو دلاري د نورو سیمو د یهودو سره تړلي وه او تل یې غیر رسمي مجرمانه استخباراتي معاملې ترسره کولې، د اسلام سره په تصادم کي راغلل. بني نضیرو د مسلمانانو سره تړون لاره خو د عبد الله بن ابی و د هغه ملګرو سره یې د مسلمانانو پر ضد کوم رسمي تړون نه لاره. که دوئ د مسلمانانو سره د تړون پالنه کړې وای او د عبدالله بن ابی په غیر رسمي ژمني باندي نه وای غولیدلي د مسلمانانو سره به تل اوسیدله خپلو ځمکو پریښودلو ته به نه اړ کیدله. داددوئ نامشروع مافیایي مخفي معاملې وې چي ددوئ ځایي سیاسي مشران یې خپلي ټولني ته زیان لرونکي تسمیم نیولو ته اړ کړل. دبني قریضه وو مشرانوکه چیري د خپل چاپیریال په محدوده کي د خپلی ورکوټي ټولني د بقاء پر محور خپل سیاسي تسامیم نیولای نو هیڅ کله به یې د نورو یهودي مافیاوو او د مکې د کفارو د غیر رسمي استخباراتي هوکړو په امیند،په سخت ترینو شرایطو کي د خپلو مسلمانو حلیفانو سره غدر نه کولای. بیا چي غدر یې هم وکړ او رسوا هم سول د اسلام منلو دلاري یې خپل نارینه، ښځي او ماشومان د هر ډول خطر څخه خلاصوای سوای. ددوئ د سزا په هکله نه الهي ارشاد وسو، نه پیغبر ص څه وویل او نه هم مسلمانانو کومه سزه ورته وټاکل. دوئ په خپله خوښه خپل اختیار خپل یوه نوي مسلمان سوي قومي ته ورکړ چي هغه بیرته ددوئ د خپل شریعت حکم پر وکړ. مسلمانانو خو فقط هغه حکم عملي کړ، هغه ځکه چي هلته د قانون عملي کونکې مرجع بله نه وه. دا ددوئ د مشرانو نامشروع مافیایي استخباراتي اړیکي وې چي دوئ یې په دهوکه کي وساتل او په داسي طریقه یې خپله ټولنه تباه کړل چي د رحمت اللعالمین ص په واکمني کي دداسي سختو عواقبو سره مخ سول. دلته زموږ د مسلمانانو سیاسیونولپاره دعبرت ځای دئ چي د ابر قدرتونو او نړیوالو مافیاوو سره غیر رسمي استخباراتي معاملې کوي او بیا یې خطرناکه عواقب پرې کوي. په مجموع کي هر انحصار ګر او هره مافیا د اسلامي عقایدو، اخلاقو، اصولو او قوانینو مخالف دي. دا چي د یهودو نفرت څه رسوا دئ علت یې دادئ چي ددوئ ټوله قوم د یوه مخه مافیایي کاروبار خپل میراثي کسب ګرزولئ دئ.دوئ چي په هره ټولنه کي واړوي هلته د ویروس یا پارازیټ رول خپلوي. او د ځایي انحصارګرو او مافیاوو لاسپوڅي ګرزي او عام وګړي ربړوي. کله نا کله چي تصادفاً  هغه ټولنه مخلص رهبران پیدا کړي یا اولس ددوئ په لوبه خبر سي بیا نو ټوله زور د دوئ د مافیاوو تر ټیټ پوړو غړو څخه وځي او ددوئ مشران او دهغوئ ځایي مستخدمین یې تماشه کوي . دوئ پر هسپانیه باندي د مسلمانانو د ولکې په ضعیفه کولو او عیسویانو ته د هغه واک په سپارلو کي کلیدي رول ولوباوه. کله چي عیسویانو په هسپانیه کي دمسلمانانو موقف خپل کړ (واکمنان سول) نو طبعي خبره وه چي دوئ به یې ددې هیواده څخه شړل، ځکه چي مسلمانان ورته عبرت سوي وه. په جرمني کي هټلر یهود د خپل هیواد د ټولي بدبختي عاملین وپیژندل، که څه هم ډیري ځایي مافیاوي نوري هم وې چي د جرمني ټولنه یې مرضمنه کړې وه. هټلر د مافیاي سیسټم علمي مطالعه نه لرل چي د یهودو په تعقیب نورو هیوادونو ته د لاس غځولو پر ځاي یې د خپل هیواد نوري مافیاوي هم خنثاء کړي وای نو شاید د ناکامي سره نه وای مخ سوئ. دیهودو مخکښان که څه هم په ځینو مواردو کي د غوږ پیچ وخوري خو په مجموع کي بریالي روان دي. قزاق یهودو د روسیې د شاهي کورنۍ خدمت پیل کړ چي دده لپاره دده ولس ورته وټکوي. یو څه وخت د روسیې شاهي کورنۍ ښه مزې وکړې خو نن یې یاد وبود هم نسته (علامه سید جمالدین افغان رح د خپل وخت د روس واکمن ته په دې هکله خبرداری ورکړئ وو)، د روسانو ټولنه د یهودو په انحصاري ولکه کي ده. دقریشو بني امیه کورنۍ د قدرت په خاطر ددوئ څخه کار واخیست او په اسلامي ټولنه کي یې د تفرقې تخمونو ښندلو ته پریښودل. نن د بني امیه یاد وبود نسته خو د یهودي مافیاوو اجیري فرقې د قریشو او ساداتود مافیاوو په مټ نن هم د امت په زړه کي خنجرونه وهي او د یهودي مافیاوو نفوذ پر اسلامي نړۍ باندي غالب دئ. نن په نړۍ کي یو اسلامي هیواد هم نسته چي د فرد یا افرادو پر ځای د الهي شریعت حکم پکښي چلیږي. دوئ د اسلامي ټولنو ژبورو، شاعرانو، لیکوالانو، سیاسیونو، سروتمندانو او مذهبي رهبرانو ته درانه رشوتونه د مبلغ او اجناسو په شکل ورکوي فقط ددې لپاره چي د اسلامي شریعت د نفاذ مخه ونیسي. دا ځکه چي که اسلامي شریعت نافذ سي بیا دوئ هلته خپل سیاسي او اقتصاديانحصارته ادامه نه سي ورکولای. غیر اسلامي هیوادونو ولسونه هم یو له بل د حاله څخه عبرت نه اخلي. دوو سترو جګړو وځپل او هغه دي ددریمي جګړې سیوري پر خپریږي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery