مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندوز کې د قالین اوبدلو د یو ستر تولیدي مرکز دجوړیدو کار پيل شو:

راحیله جواد

 

نن د کندوز والي عبدالجبارنعیمي او مسؤلینو په لاسونو د پټۍ په پریکولو سره له مرکز کندوزه شاوخوا لس کیلومتره لرې دعسقلان په دښته کې د قالین اوبدلو ښارګوټي د جوړیدو چارې دپټۍ په پريکولو سره پيل شوې.

دغه ښارګوټی چې په زر جریبه ځمکه کې به د درې کلونو په اوږدو کې ودان شي،ټولې به پکې ۱۱۰ لويې او وړې د قالین اوبدلو کار خانې، ۲۰ هستوګنیزبلاکونه چې هر یو به يې پنځه پوړه او ۳۰ اپارتمانه ولري ودان شي،په دغه ښارګوټي کې به دښوونځیو،مسجدونو،پارکونو،د اوبو او برښنارسولو سیستم ترڅنګ ټول اړین سهولتونه شتون ولري.

د دغه ستر تولیدي مرکز د دچارو دپيل پرمهال کندوز والي وویل(( دښارګوټي کارونه به په درې پړاؤنو کې یو په بل پسې ترسره شي،چې په لومړۍ پړاؤ کې به يې د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دسرکونو او پياده رونو ،ورورسته به يې د اوبو رسولو،برښنا،کانالیزاسیون،د سرکونو او پيآده لارو په اساسي ډول جوړول او په دریم پړاؤ کې به يې تعمیراتي کارونه چې ۱۱۰ لويې او وړې کارخانې، ۲۰ هستوګنیز بلاکونه... او نور شامل دي ودان شي،چې په دغو ټولو چارو به یو اعشاریه درې ملیارده افغانۍ لګښت وشي او ورسره سم به نږدې لس زره فني کارکوونکوا و صنعت کارانو ته په دغه ځای کې دکار زمینه برابره او شا و خوا اتیازره نور به يې په غیر مستقیمه توګه له ګټو برخمن شي.))

کندوز والي په همدې مهال په قرار دادي شرکت غږ وکړ چې ورسپارل شوې چارې د قرار داد د اصولو سره سمې په ښه کیفیت ترسره او هیچاته اجازه ورنکړي چې په یو او بل نوم دپراختیايي کارونو پروړاندې خنډونه ایجاد کړي.

کندوز والي ددغې سترې،اقتصادې او له اهمیته ډکې پروژې د چارو دپيل پرمهال په خلکو غږ وکړ چې له هرې ملي او ټولګټې پروژې څخه په کلکه ساتنه او حمایت خپله مسؤلیت وګڼي او دپراختیايي پروژو د تطبیق او ساتنې په برخه کې دي ټول امنیتي ارګانونه هم خپل مسؤلیت ترسره کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery