مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي د ښارونو د نړيوالي ورځ و لمانځل سول

راحیله جواد

په غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ټولو ته د ښارونو د نړيوالي ورځي مبارکي وويل او زياته يې کړه : په ښارونو کي د ژوند کولو اسانتياوي او د ښارونو په پاک ساتلو کي ونډه اخيستل د ټولو اولسونو ملي مسؤليت دئ .

ښاغلي منيب وويل : ښارونه د انسانانو د متمرکزو او مېشتو ډلو دوهمه سرپناه او کورګی دئ چي ټول پېښېدونکي او راتلونکي کمي او کيفي مثبت او منفي تغيرات يې پر ټولو اوسېدونکو مستقيمي اغېزې لري، نوموړي زياته کړه : د ښاري پراختيا او ښاري نظم په برخه کي د ولايتي ادارې، ښاريانو او دولتي اورګانونو مسؤليت دادئ چي د پراختيا پرمهال يې معيارونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي .

نوموړې وويل : کندهار ښار په تېرو اوولسو کلونو کي د عمراني، اقتصادي او خدماتي اړخه ترپخوا څو چنده پراختيا کړې او لاهم ورځ تر بلي د پراختيا په حال کی دی، هغه زياته کړه : د دا ډول ورځو لمانځني د ښاري فرهنګ او ښاري مدنيت د پېژندني، ترويج، ښاريانو او ښارواليو ترمنځ د همکاريو د زياتوالي او د قوي او ضعيفو ټکو په ښکاره کولو کي لا زيات مؤثر تمامېدای سي .

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په دغه غونډه کي د کندهار د سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي څخه ځانګړې مننه وکړه چي د ښاروالۍ په برخه کي يې منظم انکشاف رامنځته کړی او د هغه توازن ته يې پاملرنه کړې، ښاغلي منيب هغه ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او په چارو کي يې ورته د برياليتوب هيله وښوده .

په غونډه کي د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسيم رضايي وويل : دغه ورځ د جمهور رئيس محمد اشرف غني په لارښوونه په ټوله افغانستان کي لمانځل کېږي، هغه زياته کړه : د دغي ورځي د لمانځلو څخه مو موخه په پرمختيايي پاليسي او ستراتيژي کي د اولس نظر غوښتل دي .

ښاغلي رضايي ټولو ته زېری ورکړ او ويې ويل چي کندهار ښاروالي د محصول په را ټولولو کي د اکتوبر د مياشتي لومړی مقام ترلاسه کړی چي دا د ټولو کندهاريانو لپاره د خوښۍ ځای دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery