مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان اصلي د ښمنان ځینې ګاونډیان او ورسره همغږي افغانان دي

محمد انورولید

 

افغانستان په نړۍ کې یوه پېژندل شوې لرغونې جغرافیه ده چې د تمدن قدامت یې ترپنځه زروکالوهم وراوړي اود موقعیت له کبله یې د آسیا د زړه لقب ګټلی ، خوپه ستراتیژیکي اوفزیکي لحاظ یې د خپل تاریخ په اوږدوکې د نړیوالوپام ځانته وراړولی دی . د آسیا په وچه کې افغانستان د یوه داسې څلورلارې په توګه کارول شوی چې غرب له شرق سره ، اوشرق له غرب سره تړي . ځکه له پخوا راهیسې د تمدنونواوسوداګریزوتوکود لېږد را لېږد اود سیاسی اړیکود ټينګېدویوازینی دهلېزهمدا هېواد ؤچې متأسفانه د وخت د زبرځواکونوله خوا د هغوی د باروتي فیلانوترپښولاندې شوی ، ځمکنۍ بشپړتیا ، هوایي حریم اوخپلواکۍ ته یې په سپکه سترګه کتل شوي ، افغانان په کې وژل شوي ، شتمنۍ یې لوټ شوې اوترډېره د پردوترسیوري لاندې اسیرپاتې شوی دئ .

هلته هم ځینوافغان سیاسي ژباړونکود افغانستان د ملت ، ځمکنۍ بشپړتیا اوخود ارادیت پرخلاف له پردوزبرځواکونواوکینه کښوګاونډیانوسره د ملت په غیاب کې لاسونه یوکړي ، د خاورې تمامیت ، خپلواکي اویکه تازي یې هغوی ته په واک کې ورکړې اومرګ ژوبلې اود اقتصادي ، کلتوري ، دیني اوملي ارزښتونو نه جبرانېدونکې زیانونه اونا څرګند برخلیک یې غریب ملت ته په میراث ترشا پرې اېښی . ځکه خود افغانستان غریب اوځورېد لی ملت ترنن پورې د خپلوملي شتمنیواوخپلواوبوترڅنګ وږی ، تږی لوڅ بربنډ اوبې برخلیکه یرغمل ساتل شوی دئ .

تاریخ دا ثابته کړې چې ځینوپخوانیوافغان واکمنود استعمارپه پوځي اومالي ملاتړسره د افغانانود خوښې خلاف د جبراوزورحکومتونه په بهرکې جوړکړي ، زموږ په هېواد کې د ننه یې مهندسي اومدیریت کړي ، بیا یې په ملت کې د ننه ډول ډول د نفاق تخمونه په کې کرلي اواستعمارخپل ځانته په افغاني خاوره کې د بقاء اوپاتې کېدو زمینه پرې برابره کړې ده .ځکه غل تل د خپل مل په واسطه په پردي کورباندې وراوړي ، د منقولوشتمنیوځایونه ورته ښیي ، په کورکې بېداراوويښ خلک یې ورباندې وژلي اوبیا یې په قلاره د کورټولې ملي شتمنۍ ترې لوټ کړې دي .

خوچې د خپل زړه بړاس اوآرمان یې نه دئ ورباندې ختلی ، نوبیا یې ترمنځ د جنګ جګړوجوړولوهډوکې د بیا ځلې مداخلواوپوځي ، سیاسي اواقتصلدي یرغلونوله پاره په میراث په کې پرې اېښي دي چې دادي ترنن پورې هره ورځ له موږڅخه د سراومال قرباني اخلي .حقیقت څه دی اوموږ ولې پردې باندې مجبوراومکلف شوي یوچې زموږ په خپل کورکې پردو را ته د خپلوباروتي فیلانوغوبل جوړکړی اوترپردیو پرمختللوتکنالوجیکي وزرولاندې د مرګونوپه تبه باندې مرو؟

ولې پردوته افغان غلامان دومره ورنږدې اوګران دي چې هم یې په خپلو پوځي غدیوسره بدرقه کوي ، هم یې د بقاء د پاره په مخکې قرباني ورکوي ، هم یې په سیا سي ، مالي او پوځي لحاظ تمویلوي ، هم یې د واک پرګدیوباندې د پاسه ورکښېنوي اوهم یې بېرته په خپل یا ددښمن په لاس له منځه وړي ؟

د دغوغلامانوکمال په څه کې دی اواستعمارته څومره جذاب دي چې د هېواد ، خاورې ، خپلواکۍ اوهېواد والوغلیمان آن ترپوځي نیواک پورې له ځان سره را کاږلی شي ؟

د استعماري ځواکونومینه اولېوالتیا څومره ده اوڅشي دېته اړکړي چې د خپل سراومال په بدله د پردیوهېوادوتسخیراو نیواک ته زړه ښه کوي ؟ آیا په مزدورانوباندې مین دي اوکه د هېوادونوپه لوڅواوپټوشتمنیوباندې ؟

که استعماري زبرځواکونه په دغه دول مزدورانوباندې مین وي ، نوبیا یې ولې له منځه وړي . اوکه په پردیوشتمنیولوټ کولوباندې یې خپل زړونه بایللي وي ، نوبیا خودغه ډول مزدوران هسې ورته د کبانوښکارکولود توت ارزښت هم نه لري اویوازې هغوی پردیوهېوادوته پرته له کوم ټکس او ویزې لګولوڅخه د خپل ځان رسولوپه خاطراستعمالوي اوبس ؟

ګاونډیان ولې زموږهېواد ته دومره پاخه ناست دي چې هره ورځ له همدغوافغانانوڅخه په سر او مال دواړو باندې خپل غچ اخلي ؟ آیا افغانان د خپلوګاونډیانودومره پوروړي دي چې په تېروڅلوېښت کلنوپرله پسې ځاني اومالي مرګ ژوبلواوقربانیو ورکولوکې هم دهغوی پوروراداء نه شوکه څه ؟

 که چېرته کینه کښ ګاونډیان افغانان د خپل سراومال پوروړي بولي نوترافغانانومخکې تزاریانویو ځل مخکې  په مروه او پنجده باندې حمله وکړه ، افغانانو په تزاري روسانوباندې حمله نه وه کړې ، تزاریانو(۲۰۰۰) افغان پوځیان په کې شهیدان کړل اوپه مروه او پنجده باندې یې خپلې ګونډې ووهلې چې ترنن پورې د روسي پلوه حکمرانانو په لاس کې پاتې ده .

بیایې په (۱۳۵۸) لمریزکال کې د جدی په شپږم تورماښام پرټول افغانستان باندې د ځمکې اوهوا له لارې پوځي حمله وکړه ، ټول افغانستان یې اشغال کړ، په مېلیونوافغانان یې په خپل ټاټوبي کې شهیدان ، ژوبل ، زنداني اومهاجرکړل ، کورونه ، کلي ، ښارونه اوملي تأ سیسات یې ورونړول ، وروسته بیا خپله له شرمېدلې ماتې سره مخ اوله افغانستانه ووتل .

همداسې که چېرته ایران افغانان د ځان پوروړي ګڼي ، نوهغوی خو(۳۰۰) کاله وړاندې په افغانستان کې هره ورځ د افغانانو( دوه ) سېره پزې ، غوږونه ، شونډې او د بدن غړي ورپرې کړی ، آیا د ګرګین هغه کړي ظلمونه د ایرانیانوهېردي اوکه په قصدي توګه ریښتینی تاریخ د حسن چپ د کندو شاته ورغورځوي ، نوبیا څه شي دېته اړکړي چې په افغانستان کې له تخریب پرته بل رغنده کاراو مرستې ته اوږه نه ورکوي اود افغانستان د خپلواوبو پرسریې له افغانستان سره دښمني پیل کړې اوافغان چارواکې د خپلو اوبو مدیریت ته په قلاره نه پرېږدي ؟

همدغه رازد پخواني برتانوي استعمارپه میراث ناست پاکستان له تېرو(۷۰) کالو را په ایسته د افغانستان په اړه خپل سترا تیژیک حمق داسې په خوب ویني لکه ښکاري پشۍ چې موږک ته دغارپه خوله کې غلې ناسته وي .

له نن نه دوه نیم سوه کاله وړاندې برتانوي استعمارپرافغانستان باندې خپلې حملې پیل کړې اودری ځلې یې د لوی برتانوي هند له لوري پرلوی افغانستان باندې بریدونه پیل کړل . خود خود ارادیته اود قربانیوحس لرونکوافغانانوله خوا یې دري ځلې ماتې خوړلې ، او وروستۍ هغه یې له نن څخه (۹۹) کاله وړاندې د پای ماتې وه چې افغانانوخپل استقلال په زورترې ترلاسه کړ.

کله چې په افغانستان کې د برتانوي پوځ پښې وښوئېدې ، ورسره جوخت یې په نړۍ کې استعماري طلسم مات اوامپراتوري یې هم ړنګه شوه .

خواوس د چرچل له توصیې سره سم وروسته له (۹۹) کالوله نړیوالوسره یوځای یوځل بیا راغبرګ شول ، په پردیوجغرافیوکې د خپل ځای ناستي پاکستان په ملاتړیې د تریاکوجګړه افغانستان ته راوړه ، د سنلېس مافیایي غړو د روا والي اومشروعیت تبلیغونه ورته کول اود ترورېزم په پلمه یې د افغانستان په هلمند ولایت کې د تریاکوکښت ، حاصلاتو راټولولو، قاچاق اود یورانیموزېرمو غلاکولوپه سیمه کې یې د خپلې استثماري بېړۍ لنګرواچاوه چې په افغانستان کې ترټولوآرامه سیمه یې ورسره نا آرامه کړه .

له دوی سره په څنګ کې د افغانستان ځينې کړۍ هم په دې مافیایي تورتجارت کې شریکې وې چې په لنډه موده کې یې ځانونه ور سره لک پتي کړل .

له بلې خوا ناټوپه افغانستان کې له ترورېزم څخه د بني اسرائیلوغواجوړه کړه ، له پاکستان او روسیې څخه افغانستان ته د اکمالاتي کتارونولېږد را لېږد د ترورېزم اومافیایي کړیود توردرامد هغه د شیدوغوا جوړه شوه چې په تېرو( ۱۷) کالوکې یې پۍ شیدې وچې نه شوې . چې له دې درکه د افغانستان ترټولولوېدلي مافیایي ګروپونه د توروپانګوڅښتنان شول .

اوس همغه مافیایي ګروپونه د حکومت سیستم ته ورننوتي ، وکالتونه ، وزارتونه ، نورې خپلواکې څوکۍ په توربازارکې پرپیسو ځانته رانیسي چې پرمټ یې په حکومتي سیستم کې بېخرته رشوتونواواختلاسونو ته لارې خلاصې کړې اوافغانستان یې د نړۍ د مفسدو هېوادو په کتارکې ورباندې ودراوه .

اوس چې د افغانستان اجرائیي ، تقنیني او قضائیي سیستمونه له قانوني اعتبارڅخه لوېدلي ، نو ښکاره خبره ده چې راتلونکی زعامت هم ورسره په خطرکې لوېدلی ، ځکه د ملت اکثره روږدوکسانوخپل ځانونه ، خپل فامیلونه او خپل قامونه په پیسو باندې پلورلي او د پیسو په بدل کې یې خپلې رائیې مافیا یي کړیو ته ورکړې دي ، کله چې دا پارلمان په غوڅ اکثریت له مافیایي کړیو څخه تشکیل شي ، هغوی به وزیرن هم د تور بازار له لارې اجرائیې ته راولي ، قضائیي سیستمونه به هم همداسې در ته ولړي ، امنیتي سیستمونه به هم د پردیو په خوښه درته تشکیل کړي ، بیا چې پردیو هر ډول شرطونه ور باندې اېښودل ، په پټو سترګو به یې ور سره لاسلیک کوي او افغانستان به تر لسیزو کالو پورې د تېر په څېر د پردیو جګړو او وسلو آزمویلو ډګر او آزمون ځای وي چې بیه به یې بیا هم همدغه خلک پرې کوي چې نه چا د رائیې ور کولو حق ورکړ، او نه یې سیاسي ، نظامي او مالي ملاتړ شته .

پایله داچې که دغه ډول رائیې او دغه ډول مشروطې ټاکنې بیا هم دوام پیدا کړي ، نو د افغانستان برخلیک او راتلونکې نا څرګنده ، رژیم ، استقلال او د خاورې تمامیت یې ټول په خطرکې دي . د افغانستان اصلي دښمنان همدغه ډول ګاونډیان او کورني ، سیمه ئیزې او نړیوالې مافیایي کړۍ دي چې افغانستان یې لومړی سره استعمار ته ، او ور پسې یې تور استعمار ته په لوی لاس ورتسلیم کړاو د افغانانو په مېلیونونو ځاني او په میلیاردونو مالي قربانیو او ټولو ملي ، دیني او فرهنګي ارزښتونو ته یې په سپکه سترګه کتلي دي او ګوري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery