مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار د ښځو چارو رئیسه وایې: د مېرمنو د ژوندانه د ښه والي په موخه بېلابېل پروګرامونه په لاره اچول سوي دي .

راحیله جواد

 

دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ د کندهار د ښځو چارو رئيسې رقيه اڅکزۍ د يوه خبري کنفراس پرمهال خبريالانو ته وکړې .

د کندهار د ښځو چارو رئيسې وويل : دغه رياست د مېرمنو د ژوندانه د ښه والي او د هغوئ د ظرفيت لوړولو لپاره بېلابېل پروګراونه د اړونده رياستونو او مرستندويه مؤسساتو په همکارۍ په کار اچولي او وخت پر وخت يې نظارت کوي .

آغلي اڅکزۍ وويل : د دغه رياست اړوند د مېرمنو لپاره يو شمېر انکشافي پروژې تر کار لاندي دي چي په هغه کي کتابتون، جمنازيم او سمپوزيم هم شامل دي .

هغې زياته کړه : د مېرمنو د ظرفيت لوړولو په موخه يو هم د پروموټ پروګرام دی چي د ( ۱۲ ) ټولګۍ څخه د فارغه مېرمنو لپاره په کار اچول سوی او د رهبرۍ او مديريت لنډ مهاله کورسونه دائروي، نوموړي زياته کړه : د دغه پروګرام له لاري په اتو دورو کي ( ۵۵۰ ) تنو ښځينه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کي زده کړي ورکول سوي او فراغت ليکونه يې ترلاسه کړي .

اغلي رقیه وويل : په کندهار کي ( ۸ ) مؤسسات د مېرمنو لپاره کار کوي چي ټولي کارکوونکي يې ښځينه دي او ( ۴۸۴ ) مېرمني پکښي په دندو بوختي دي، همدارنګه ( ۵۵ ) تنې په ملکي ادارو ( رياستونو کي ) په دندو بوختي دي.

 هغې زياته کړه : ( ۱۰۳ ) تنې ښځينه عسکري چي ( ۳۵ ) يې ساتنمن، ( ۶ ) يې افسراني او ( ۶۲ ) يې سربازاني دي د خپلو ورونو ترڅنګ د هيوادوالو په خدمت کولو بوختي دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery