مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ماليې وزارت په مشرۍ ګډ پلاوي کندهار ولايت ته سفر وکړ .

راحیله جواد


د چهارشنبې په ورځ د ماليې وزارت په مشرۍ او يو شمېر نورو وزارتونو په هماهنګۍ ګډ پلاوي کندهار ولايت ته سفر وکړ او دلته يې له مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره په داسي حال کي وکتل چي پرمهال يې د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو .

راغلي پلاوي وويل : له راتګ څخه مو موخه داده چي دلته په کندهار کي د ۴۰۰ ميګاواټه سولري برېښنا سيسټم د خصوصي سکتور په مټ جوړ کړو، هغه زياته کړه : د دغه سيسټم د جوړولو لپاره له ولايتي ادارې څخه د ۵۰۰۰ جريبه مځکي غوښتنه وکړه چي دوئ ته يې په واک کي ورکړي .

نوموړو وويل : د دغه سيسټم برېښنا به د کندهار ښار ترڅنګ تر يو شمېر ولسواليو پوري هم ورسېږي، هغه زياته کړه : د مځکي په واک کي ورکولو څخه وروسته به يو شخصي سکتور ورته پيدا کړي ترڅو د دغه سيسټم د جوړولو چاري پرغاړه واخلي .

وروسته مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له هغوئ څخه يې مننه وکړه چي د کندهار ولايت لپاره ځانګړي پلانونه لري، هغه زياته کړه : د دغه سيستم په جوړېدو سره به تر زياته حده د برېښنا په برخه کي د کندهار ولايت ستونزي له منځه ولاړي سي او ولس ته به سهولت رامنځته سي .

ښاغلي منيب د دغه سيسټم د جوړېدو په برخه کي يو شمېر اړونده رئيسانو ته سپارښتنه وکړه چي د مځکي په تشخيص او تثبيت کي دي له هغوئ سره همکاري وکړي، همدارنګه هغه زياته کړه : په دغه برخه کي به تجاران هم وهڅوي ترڅو د امکان ترحده هغوئ هم ورسره خپله همکاري وکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery