مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتيکا: د ۲۲۹ داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

راحیله جواد

د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو رياست له لوري له هغو بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې د ګيان، ګومل او پيرکوتي څخه د جګړو او ناامنيو له امله ارګون ولسوالۍ ته راکډه شوې دي.

پکتيکا مرستيال والي انجينر شېرباد شاه ارګوني د مرستې د ورکړې پر مهال وويل چې دا هغه ۲۲۹ کورنۍ وې چې اوس مهال په ارګون کې مېشت شوي خو د کورنو او خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي، او اوس ورته د هرې کورنې لپاره څلور بوجۍ اوړه، درې بوشکې غواړي، دوه منه دال او مالګه ورکړل شول او دا هغه مواد دي چې له ولايتي ادارې سره د WFP يا نړيوال خوراکي پروګرام له خوا ورکړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه ولايتي اداره تل هڅه کوي چې له بې ځايه شويو کډوالو سره په راتلونکي کې هم دا ډول مرستې وکړي، تر څو د بې ځايه شويو کورنيو لاس نيوی شوی وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery